که څه هم د طالبانو له واکمنۍ مخکې کلونو کې نجونو په پرله پسې توګه د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی و، خو سږ کال دوی د دریم پرله پسې کال لپاره له ازموینې منع شوې، او یو ځل بیا یو هلک د نجونو له شتون یا سیالۍ پرته د کانکور د لومړي مقام اخیستونکي په توګه اعلان شو.
یو شمیر نجونې زده کونکي چې له زده کړو محرومې شوي وايي چې کله د کانکور پایلې اعلان شوې، د دوی نومونه په هیڅ لیست کې نه وو؛ د دې لپاره نه چې دوی درس نه وه ویلی، بلکې یوازې د دې لپاره چې دوی نجونې وې او اجازه نه وه ورکړل شوې چې ازموینه کې ګډون وکړي.
له دې ډلې، کبرا حیدري ازادي راډیو ته وویل چې د کانکور ازموینه د نجونو د هیلو د ترلاسه کولو یو پُل دی. نوموړې وايي "د کانکور ازموینه یوازې یوه ساده ازموینه نه ده؛ بلکې دا زموږ د هیلو نړۍ ته د تګ پُل دی، خو له بده مرغه دا پُل یې په افغانستان کې مات کړی، موږ خپلو اهدافو او هیلو ته د رسېدو لپاره هیڅ لاره نه لرو، موږ په افغانستان کې د نجلۍ توب له امله ستړي شوې یو، نورې واقعاً نه پوهیږو چې څه وکړو، باید پر کوم دیوال سرونه ووهو چې ووایو موږ هم دلته یو، موږ هم ژوندۍ یو او د دې ټولنې نیمایي برخه یو او غواړو یو څه وکړو، هیڅ څوک نشته چې زموږ غږ واوري."
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، د کانکور له ازموینې د نجونو ایستل نه یوازې له پوهنتونه د یو نسل ایستل دي؛ بلکې په وینا یې دا د یو ستر ملت د راتلونکي حذفول دي.
موږ خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هیڅ لاره نه لرو. موږ په افغانستان کې د نجلۍ توب له امله ستړي شوې یو.
د دغو فعالانو له ډلې د افغانستان د ښځو د همکارۍ د سازمان مشره ګلچهره یفتلي، د طالبانو دا پریکړه د ښځو پر وړاندې د تبعیض پر بنسټ بولي او وایي چې د نجونو د زده کړو محدودول به افغانستان د سترې بې وزلۍ، وروسته پاتې والي او نا امیدۍ په لور بوځي.
هغې ازادي راډیو ته وویل چې زده کړه د هر انسان حق دی، نه امتیاز او په اوسنۍ نړۍ کې زده کړه انتخاب نه، بلکې یوه ټولنیزه اړتیا ده. آغلې یفتلي زیاتوي"کله چې یوه نجلۍ د زده کړې له حقه محرومه شي، موږ د یوې ښوونکې، ډاکټرې، لیکوالې او حتی د یوې پوهې مور راتلونکې له منځه وړو، هغه ټولنه چې د پوهنتون دروازې د نجونو پر مخ وتړي په حقیقت کې د پرمختګ، خبرو اترو او پراختیا دروازه په خپل مخ تړي او ټولنه د تیارو په لور بیایي."
په افغانستان کې سږ کال د کانکور ازموینې پایلې د یکشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۹مه اعلان شوې، او سید موسی وکړای شول چې له ۳۵۶ زیاتې نمرې ترلاسه کړي، په ازموینه کې لومړی مقام خپل او د کابل طبي پوهنتون ته لار ومومي.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ کال په کانکور ازموینه کې له ۱۲۰ زرو زیاتو هلکانو برخه اخیستې وه، چې له دې شمېره نږدې ۹۴ زره د ښوونځيو فارغین وو، له ۲۴ زرو ډیر د دیني مدرسو فارغین، له ۳ زرو ډیر د څوارلسم پاس زده کونکي وو، او له زرو ډیر د شپې ښوونځي فارغین وو.
د دې ادارې مشر عبدالباقي حقاني د کانکور د پایلو د اعلان په غونډه کې وویل، سږ کال د افغانستان د لوړو زده کړو موسسو د جذب ظرفیت ۷۶ زرو او ۴۰۰ کسان او د نیمه لوړو زده کړو په مرکزونو کې ۳۳ زره او ۵۵۰ کسان دي.
د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د نجونو نشتوالی په اوسني تعلیمي سیسټم کې د جنسیتي تبعیض څرګنده بېلګه ده.
خو لا هم دغه تعلیمي پروسه کې د نجونو خالي ځای محسوسېږي. ډیری کورنۍ او د بشري حقونو فعالان وايي چې د کانکور سراسري ازموینه کې د نجونو نشتوالی په اوسني تعلیمي سیسټم کې د جنسیتي تبعیض څرګنده بېلګه ده؛ داسې یو سیسټم چې د دوی په خبره، د ټولنې نیمایي برخه یې د څلورم پرله پسې کال لپاره د زده کړو له دوام او په تعلیمي ډګر کې یې د سیالۍ له حقه محرومه کړې ده.
که څه هم د طالبانو له واکمنۍ مخکې کلونو کې نجونو د کانکور په ازموینو کې لوړ مقامونه ترلاسه کول، خو اوس دوی د دریم پرله پسې کال لپاره په دې سراسري ازموینه کې له ګډون څخه بې برخې شوې دي.
په ۱۴۰۰ کال کې، سلګۍ باران د لوړو نمرو په ترلاسه کولو د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام ترلاسه کړی وه.
دغه راز تر هغه مخکې په ۱۳۹۹ کال کې، شمسیې علیزاده د لسګونه زرو ګډون کوونکو په منځ کې لومړی مقام ترلاسه کړی و.
که څه هم په ۱۴۰۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د زده کړو د څانګو (رشتو) غوره کولو کې په محدودیت د ګډون اجازه ورکړل شوه، خو د یو شمېر ګډونوالو او کارپوهانو په خبره، د ښوونځیو د تړل کېدو او د دولسم ټولګي د نیمګړي پاتې کېدو له امله، هیڅ یوه نجلۍ په غوره لسو کسانو کې نه وه شامله.
له هغه کال وروسته، د طالبانو د حکومت له خوا د پراخو محدودیتونو لګولو له امله نجونو ته په کانکور ازمومینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
د طالبانو حکومت بیا د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ (قوس) په ۲۹مه په رسمي ډول د یو مکتوب په خپرولو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.
خو له هغه وروسته، د نجونو زده کړې په نیمه لوړو طبي موسسو کې دوام درلود تر هغه چې د ۱۴۰۳ کال په قوس میاشت کې د طالبانو حکومت په دې موسسو کې د نجونو زده کړې هم بندې کړې او په دې توګه زده کړو ته د نجونو لاسرسی په بشپړه توګه بند کړل شو.
طالبانو د ۱۴۰۰ کال په اسد میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته،له شپږم ټولګيو پورته ښوونځیو د نجونو پر تګ هم بندیز لګولی دی.