نوید احمد چې د کندز ولایت اوسېدونکی دی وايي له تېرو ۱۹ کلونو راهیسي د شطرنج لوبه کوي.
دی وايي هغه مهال چې لس کلن و، او پلار یې د شطرنج لوبه کوله، له دې لوبې سره یې مینه پیدا شوه. نوموړی زیاتوي چې د طالبانو له لوري په دې لوبې بندیز دی سخت خفه کړی دی"زه په شطرنج مین یم او له دې لوبې سره مینه لرم، خو د دې خبر په اورېدو چې نور په افغانستان کې دا لوبه منع شوې ده، ډېر خفه شوم. ما هیله لرله چې زه به له خپل ولایته نورو ولایتونو ته سفر کوم او له خپلو همځولو ملګرو سره به د شطرنج لوبه کوم او په بیلابیلو سیالیو کې به برخه اخلم."
نویداحمد وايي، دی نه یوازې په تخته د شطرنج لوبه کوي بلکې په ټلیفون کې یې هم د شطرنج د سیالۍ بیلابیل اپلکیشنونه ډاونلوډ کړي او په انلاین او افلاین ډول دا لوبه کوي.
شطرنج د فکر او صبر لوبه ده،. دا لوبه موږ روزي، چې د هر کار لپاره باید زغم ولرو.
نوموړي وايي شطرنج له ژوند سره تړلې لوبه ده او د ورځني ژوند پر فعالیتونو اغیز لري. دی زیاتوي چې"شطرنج د فکر او صبر لوبه ده، او دا لوبه موږ روزي، موږ چې هر کار کوو باید صبر ولرو، دغه شان کله چې هر کار کوو باید په ډېر فکر یې ترسره کړو، ځکه د شطرنج په تخته کې یوه وړه تېروتنه ټوله لوبه بایلي لکه څنګه چې په ورځني ژوند کې هم یوه وړه تېروتنه هم د انسان ټول ژوند بربادوي. "
د شطرنج د نړیوالې ورځې سږنی شعار دی" هر حرکت مهم دی." د دې شعار معنا دا ده چې څه په شطرنج او څه په ژوند کې، هره پریکړه کولی شي لوری بدل کړي.
که څه هم دا ورځ له ۱۹۶۶ میلادي کال راهیسي د شطرنج د نړیوال فدراسیون له لوري نمانځل کیږي خو ملګرو ملتونو دا ورځ د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۱۲ مه نېټه په رسمیت وپېژندله.
د شطرنج نړیوال فدراسیون د ۱۹۲۴ د جولای په ۲۰ مه جوړ شوی دی. افغانستان که څه هم د دې فدراسیون غړیتوب لري خو پر دې هیواد واکمنو طالبانو دا لوبه منع کړې ده.
د طالبانو د حکومت د ورزش ادارې د روان کال په می میاشت کې د افغانستان د شطرنج فدراسیون په مشرتابه کې د ستونزو او د دې لوبې په اړه د شرعي ملاحظو له امله د شطرنج په لوبه لنډمهال بندیز ولګاوه. دا بندیز لا هم پر خپل ځای دی.
ازادي راډيو هڅه وکړه چې د دې سیالیو د بیا پیل په اړه د طالبانو د بدني روزنې او ورزش د ریاست د ویاند نظر واخلي، خو نوموړي زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
څه په شطرنج کې او څه په ژوند کې، ستاسو هره پریکړه کولی شي چې لوری بدل کړي.
له افغانستانه بهر د شطرنج یوشمېر افغان لوبغاړي وايي چې په بهر کې د دوی ورزشي فعالیتونه روان دي.
په انګلستان کې ډېره افغان نور محمد سلطاني ازادي راډيو ته وویل"دلته په انګلستان کې چې موږ افغان کډوال اوسېږو، په بیلابیلو کلپونو کې د شطرنج سیالۍ کوو او ان یو شمېر افغانان د دې کلپونو فعال غړیتوب لري، په بیلابیلو ملي سیالیو کې برخه اخلي او ښې لاس ته راوړنې لري."
شطرنج دوه کسیزه لوبه ده چې د یوې دوه رنګه چهارخانه تختې پرسر کېږي او په دوه رنګونو کې ۳۲ دانې لري.
دا لوبه به لومړۍ د عربو، چینایانو، مغلو او هندي پاچاهانو په دربارونو کې کېدله چې له همدې امله شاهي لوبه هم بلل کیږي.
د افغانستان د شطرنج فدراسیون پخواني مشر اسماعیل جمشیدي، د شطرنج د لوبې په اړه ازادي راډيو ته وویل"شطرنج یو علم دي، ورزش دی او هنر دی. نو څوک یې چې مخالفت کوي او یا یې مخه نیسي په اصل کې د علم، هنر او ورزش مخه نیسي. دا د ورزش په وړاندې ظلم دی."
د شطرنج یو شمېر پخوانیو تجربه لرونکو لوبغاړو له دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو، چې دا یوازې یوه تفریحي لوبه نه ده بلکې مهمه تعلیمي وسیله هم ده چې د ځوانانو د منطق، فکر او مهارتونو په لوړولو او دغه شان د صبر په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
دوی ویلي وو، چې پر دې لوبې بندیز له ځوانانو څخه د فکر وده او همداراز د شطرنج له مینه والو په ځانګړي ډول له ځوانانو څخه د ښې راتلونکې انګیزه اخلي.