د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۳

په اسلام آباد کې دېره افغان کډوال؛ پولیسو د افغانانو د نیونو لړۍ تر بل هروخت چټکه کړې ده


پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د اسنادو د کتلو په حال کې (آرشیف
پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د اسنادو د کتلو په حال کې (آرشیف

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکې وايي، په وروستیو ورځو کې د پولیسو له خوا د بې اسناده افغانانو د نیولو لړۍ تر بل هر وخت تېزه شوې ده.

یوه کډوال، چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې له خپلې څلور کسیزې کورنۍ سره یو ځای پرون (د جولای ۱۹ مه) د اسلام آباد د ډي ۱۷" سیمې پولیسو، د ویزې د نه لرلو له امله نیولی او اوس په حاجي کمپ کې دی.

حاجي کمپ په راولپیڼدۍ کې هغه پنډغالی دی چې له نیول کېدو وروسته افغانان ورته انتقالیږي او له بایومټریک وروسته له دې هیواده په جبري ډول ایستل کیږي.

دغه افغان چې متحده ایالاتو ته د تګ ایس آی وي کیس لري او په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له لوري د پولیسو په نوم د خوندیتوب یوه پاڼه هم ورکړل شوې وايي پولیس د سفارت لیک ته هیڅ ارزښت نه ورکوي خو نوموړی ادعا کوي چې پولیس د پیسو په بدل کې داډول کسان خوشې کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل"دلته له موږ سره یو مکتوب شته چې موږ یې پولیسو ته ورښیو خو دوی له دې سره سره پیسې اخلي. ځینې کسان یې د پیسو په بدل کې خوشي کړل خو موږ لا هم همدلته یو او دلته وضعیت ډېر خراب دی."

پولیسو په پلازمېنه اسلام اباد کې ګڼ افغان کډوال نیولي دي او د حاجي کمپ په نوم پنډغالي ته یې انتقال کړي دي.

نوموړی دا هم وايي چې په دې کمپ کې د اوسېدو هیڅ ډول اسانتیاوې نه شته او پولیس له دوی سره بد چلند کوي. دی زیاتوي چې د ویزې موده یې د روانې جولای په ۱۲ مه نېټه پای ته رسېدلې ده او د بلې ویزې غوښتنه یې ان د جون په ۱۴ کړې خو لا هم نه ده منل شوې.

د اسلام اباد په فیصل ټاون سیمه کې دېره بل افغان پناه غوښتونکي میرویس ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د دوی سیمې ته هم پولیس ورغلي وو او زیات شمېر افغانان یې نیولي او بیولي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل"پرون یې زموږ یو شمېر ګاونډیان د ویزو د نه لرلو په تور بوتلل او حاجي کمپ ته یې انتقال کړل. دلته د افغانانو لپاره وضعیت دېر خراب دی. د ویزو تمدید یې بند کړی او د نیولو پروسه یې تېزه کړې ده. موږ ویزو ته اپلی کړی دی خو دوی زموږ غوښتنلیک نه دی منلی."

په راپور کې مرکه شوي کسان ادعا کوي چې د پاکستان حکومت د روانې جولای میاشتې له پیله تر اوسه د هیڅ افغان د ویزې د تمدید غوښتنه نه ده منلې، چې له امله یې په دې هیواد کې میشت ډیری افغانان چې په قانوني ډول دې هیواد ته تللي او د متحده ایالاتو په ګډون لویدیځو هیوادونو ته د تګ کیسونه لري اوس مهال بې ویزې شوي دي.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ اقدام د کميټې غړې او په کراچۍ کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منزه کاکړ وايي چې دوی د پاکستان له حکومت سره د افغان کډوالو د ویزو د نه تمدید په موضوع خبرې کړې، خو زیاتوي چې هغوی دا ستونزه نه مني.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل"دا خبره موږ په وار وار له دوی سره شریکه کړې ځکه ډیری افغانان چې نیول کیږي موږ ورسره د ویزې غوښتنلیک هم شریک کړی. د نړیوال قانون له مخې چې څوک په ویزه راغلي وي او د ویزې د تمدید غوښتنه یې کړي وي او ویزه یې نه وي رد شوي باید ونه نیول شي، خو دوی دا نه مني چې ګوندی دا پروسه یې بنده کړي وي."

د یادونې ده چې یو شمیر پاکستاني رسنیو له هغې ډلې جیو نیوز د جولای په ۱۲ مه راپور ورکړ چې افغانانو ته د برښناني ویزو د ناقانونه صادرېدو په تور د فدرالي څېړنو د ادارې " اف، ای، اې" د ویزو د صدور یو شمېر اداري کارکونکي د فساد په تور نیولي دي.

پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د پلټنې په حال کې (آرشیف)
پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د پلټنې په حال کې (آرشیف)

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي خو تېره جمعه (د جولای ۱۸ مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له خبریالانو سره په یوه ناسته کې خبرداری ورکړ چې پاکستان به په دې هیواد کې نور غیر قانوني کډوالو ته د پاتې کېدو ته اجازه ورنکړي.

پاکستاني رسنیو له هغې ډلې سما ټلویزیون د نوموړي له قوله ویلي دي چې د بې ویزې او بې اسناده افغانانو پر وړاندې به هیڅ ډول نرم چلند ونه شي او دوی باید له دې هیواده ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لا پخوا په دې هیواد کې د میشتو " اې سي سي" کارتونو لرونکو په ګډون د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او جبري ډیپورت کولو پروسه پیل کړې ده.

پاکستان همداراز په دې هیواد کې مېشتو یو عشاریه څلور میلیون "د پي او ار" کارتونو لرونکو افغان کډوالو ته هم خبرداری ورکړی چې باید دا هیواد پرېږدي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي حکومت د "پي او ار" کارتونو د نه تمدید پرېکړه کړې او دا کډوال باید له دې هیواده ووځي.

ملګري ملتونه وايي چې له ایران او پاکستانه په جبر د ایستل شویو افغانانو وضعیت به له نړیوالو سره شریک کړي.

د پاکستان حکومت د "د پي او ار" کارتونو لرونکو افغان کډوالو ته ویلي و، چې د جون تر میاشتې باید له دې هیواده ووځي خو وروسته د پاکستان د کشمير، ګلګت او بلتستان ايالتونو او د سرحدي سيمو چارو وزارت په يوه رسمي مکتوب کې چې د جولای ۴مه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) د پاکستان دفتر پر فېسبوک پاڼه خپور شو، ويلي دي چې د پي‌او‌ار کارتونو تمديد د حکومت تر غور لاندې دي.

دغه وزارت په اسلام اباد کې د کورنیو چارو وزارت له سکرتر جنرال او د پنجاب، سند، بلوچستان او خېبر پښتونخوا د پوليسو له مشرانو او قوماندانانو څخه غوښتي و، چې د پرېکړې تر نهايي کېدو پورې بايد دا خبره یقیني کړي، چې د "پي او ار" کارتونو له لرونکو افغانانو سره منفي چلند ونشي او په هيڅ ډول ونه ځورول شي.

که څه هم د کډوالو د جبري اخراج په اړه د پاکستان پرېکړه د بیلابیلو نړیوالو بنسټونو له لوري غندل شوې خو دې هیواد لا هم د کډوالو روانه ساتلې ده.

تازه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فلیپیوګراندي په کابل کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې له ایران او پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو وضعیت به له نړیوالو سره شریک کړي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستېندنکو وزارت په خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا لیدنه د جولای په ۱۹ شوې او مولوي عبدالکبیر ویلي په داسې حال کې چې افغانستان اقلیمي بدلونونو او جګړو ځپلی له ایران او پاکستانه په جبري ډول د سلګونه زره افغانانو ایستلو د افغانستان په اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو سخت اغیز کړی دی.

د راپورنو پر بنسټ د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې چې پاکستان له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، نږدې یو میلیون افغان کډوال افغانستان ته لېږل شوي دي.

XS
SM
MD
LG