د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۴

سبا افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین پيلیږي، خو د تطبیق څرنګوالي ته یې اندیښنې شته


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د پولیو واکسین نوی سراسري کمپاین د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۱مه) پیلېږي. خو ځینې کورنۍ وايي وروسته له هغه چې د واکسین بهیر له کور په کوره، کليو ته  بدل شوی، د دوی ماشومان له واکسینه محروم پاتې شويدي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پولیو واکسین د نوي پړاو پیل ته یوازې یوه ورځ پاتې ده، د هیواد له بیلابیلو ولایتونو یو شمیر کورنۍ وايي چې ماشومان یې تل له واکسینه پاتې شوي دي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وروسته له هغه چې د پولیو واکسین د تطبیق څرنګوالی له کور په کوره، کلي په کلي ته بدل شوی،دوی نه شي کولای خپل ماشومان واکسین کړي.

زما دوه خورزې له واکسینه پاتې شوې، کله چې مو دوی جومات ته وروستلې، واکسیناتوران تللي وو
د کابل یوه اوسیدونکې

د افغانستان د پلازمېنې کابل د کمپنۍ سیمې یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي چې د پولیو واکسین دکمپاین په تیر پړاو کې، د کورنۍ ماشومان یې له واکسینه پاتې شول " زما دوه خورزې له واکسینه پاتې شوې، کله چې مو دوی جومات ته وروستلې، واکسیناتوران تللي وو، داسې نه ده چې واکسیناتوران په جومات کې یو یا دوه ساعته انتظار وي، خلک حتی نه پرې خبرېږي او دوی ځي، دا یوه لویه ستونزه ده چې حکومت باید ورته پاملرنه وکړي."

د بامیان ولایت یو اوسیدونکی، چې له پنځو کلونو د کم عمره دوه ماشومانو پلار دی، او نه یې غوښتل چې نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي" زموږ غوښتنه دا ده چې د واکسین کمپاین کور په کور وي، ځکه چې د خلکو کورونه له روغتیايي مرکزونو او جوماتونو لرې دي او کله چې کمپاین پیل شي، د کلیو اوسېدونکي پرې نه خبرېږي، که دا کمپاین د پخوا په څیر کور په کور وي، نو ډیر به ګټور وي."

مخکې د پولیو واکسین کمپاین کور په کور ترسره کیده، خو وروسته دا ډول کمپاین د طالبانو حکومت لخوا منع شو او اوس واکسین په جوماتونو،روغتیایی مرکزونو او "سایټ په سایټ" تطبیقېږي.

په دې راپور کې مرکه شوې کورنۍ وايي چې د پولیو واکسین کمپاین کور په کور ډیر ګټور و ځکه چې د دوی په باور، دې طریقه کې واکسیناتوران د خلکو د کورونو تر دروازو ورتلل او د هغو کورنیو د ماشومانو لپاره یې د واکسین کولو زمینه برابروله چې روغتیایي مرکزونو ته یې د خپلو ماشومانو د بېولو اسانتیاوې نه درلودلې.

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې “له پولیو څخه پاک افغانستان" په نوم سازمان اعلان کړی چې سبا (دوشنبه، د جولای ۲۱مه) به د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د پولیو واکسین نوی پړاو پیل شي.

خو دا چې دا کمپاین به څو ورځې وي، په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې د پولیو واکسین یو شمیر متخصصین، د ډاکټر کمال شاه سید په ګډون چې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام داړیکو پخوانی مسوول دی، خبرداری ورکوي چې له پاکستانه د افغان کډوالو په لوړه کچه ستنېدو په هیواد کې د دغه ویروس د انتقال خطر زیاتکړی دی.

کله چې کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي، دوی داناروغي له ځانه سره وړي

نوموړي زیاته کړه" افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې پولیو لا هم په کې شته،کله چې کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي، دوی داناروغي له ځانه سره وړي، که چیرې یو ماشوم په دې ویروس اخته وي یا یو زیات عمر لرونکی یې انتقال کړي، د ناروغۍ دخپریدو خطر زیاتیږي، هغو سیمو کې چې کور په کور کمپاینونه نه ترسره کیږي، د ماشومانو د معافیت کچه ټیټېږي او د اخته کېدو چانس یې لوړ دی."

نوموړي ټینګار وکړ چې د دې ستونزې د حل لپاره باید په ټول هیواد کې لوړ کیفیت لرونکي کمپاینونه پیل شي ترڅو ټول افغان ماشومان واکسین او هیڅ ماشوم له واکسینه بې برخې پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جاپان حکومت هم په افغانستان کې له پولیو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال وجهي صندوق(یونیسف) سره پنځه ملیونه ډالر مرسته کړې ده.

یونیسف د جولای په ۱۰مه په یوه بیان کې ویلي و چې دا پیسې به د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د اټکل له مخې ۱۳ میلیونه ماشومانو ته دواکسین تطبیقولو لپاره ولګول شي.

په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پیښې ثبت شوي، چې یوه یې د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ او بله په هلمندولایت کې وه.

همدارنګه، تر اوسه پورې د کندهار، هلمند، کابل، لغمان، ننګرهار او زابل ولایتونو کې د پولیو ویروس ۱۸ مثبت چاپیریالي نمونې راپور شوي دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو ویروس لا په کې تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، او د ماشومانو د ژغورنې یوازینۍ لار یې واکسین کول دي.

XS
SM
MD
LG