د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۴

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق، د افغانانو لپاره د ۵۵ طرحو د مالي ملاتړ خبر ورکوي


Afghan kids sing a children song
Afghan kids sing a children song

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق مسوولین وايي چې دوی سږکال او پروسږکال د ۵۵ طرحو مالي ملاتړ کړی دی، چې د ماشومانو او ښځو لپاره پروژې هم پکې شاملې وې.

په یوه ویډیو کې چې دې بنسټ آزادۍ راډیو ته استولې ده، افغان ماشومان په یوه ترانه کې د رڼا او سپوږمۍ یادونه کوي:

"دا رڼا تاته معلومه

دا رڼا وايه د څه ده؟

د سپوږمۍ ده كه د ستورو،

د وريځو كه د نورو؟"

دا له هغه لسو ترانو څخه یوه ده چې یوې افغان میرمنې په هېواد کې دننه د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق په مالي همکارۍ په تصویري بنه جوړه کړې ده:

دا رڼا نه د سپوږمۍ ده

نه د ستورو، نه د وريځو

دا رڼا چې ته يې وينې

دا رڼا د زيړي لمر ده

ستوري لرې دي آشنا......

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق وايي د دې پروژ لګښت ۵ لکه یورو و.

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق مسوولین وايي، دوی د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کال لپاره له سلګونو طرحو چې ورته رسېدلې وې یوازې وکولای شول د ۵۵ طرحو مالي ملاتړ وکړي، چې د ماشومانو او ښځو لپاره پروژې هم پکې دي.

د دې بنست یو افغان مسوول ابراهیم هوتک د جمعې په ورځ (د جولای په ۱۸ مه) په دې اړه ازادي راډیو ته وویل" د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق له خوا په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کال کې د هغه اعلان پر بنسټ چې د دې صندوق له خوا شوی و، د نړۍ له ۲۶ هیوادونو څخه شاوخوا ۵۵۰ طرحې راورسېدې، یو معتبر بین المللی پلاوي چې افغانانو او بهرنیو پېژندل شویو شخصیتونو په کې ګډون درلود ۵۵ پروژې تصویب او ګټونکي یې اعلان کړل."

ښاغلي هوتک وايي چې د دې پروژو شاخوا ۵ لکه یورو ټول لګښت د پرانیستي ټولنې بنسټ Open society foundation کړی چې په وینا یې دا پیسې د ګویټه انستیتیوت په واک کې ورکړل شوې او د یوې پروژې لپاره تر ټولو ډېرې ورکړل شوې پیسې لس زره یورو وې.

د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق مسوولین وايي دا پروژې په دوو برخو د موسیقۍ او کیسه ویلو په برخو کې وې، چې د کیسه ویلو په برخه کې د افغانانو ژوند د ډراماتیکو بدلونونو او ننګونو په ترڅ کې پکې انځور شوی و او شعرونه، ژباړې، ډرامې، فلمونه، عکاسۍ، مقالې او مستند فلمونه پکې شامل وو.

افغان فرهنګیان وايي چې دا ډول فعالیتونه د هېواد د کلتوري بډاینې په خیر دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې په ۲۷ پروژو کې ښځو ونډه درلوده یا د ښځو لا خوا اداره کېدې.

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د لور موسکا نجیب نوم هم د پروژو د ګټونکو په لیست کې شامل دی. د دې ترڅنګ د پېژندل شوي شاعر سمیع حامد او د سندغاړو ګودر ځاځي او الهې سرور پروژې هم ګټونکې شوي.

یو شمیر افغان فرهنګیان دا ډول فعالیتونه د افغانستان د کلتوري بډاینې او هنرمندانو په خیر بولي وايي، په ډیرې کمې بودجې د ډیرو پروژو ملاتړ شوی، چې په خپل ذات کې یو کامیابي ده.

له دې ډلې کیسه لیکوال او کره کتونکي محب زغم ازادي راډیو ته وویل "دا شان پروژې چې تمویل شوي او د هنر او فرهنګ بیلابیل اړخونه په کې رانغاړل شوي، له یوې خوا، فرهنګیانو ته د نورو کارونو انګیزه ورکوي او له بلې خوا د دوی د فرهنګي تولیداتو تمویل یې په غاړه اخیستی، نو زه فکر کوم چې دا ډیر موثر او ګټور کار دی."

دا هڅې داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې هنرمندان له اقتصادي او هم پر دوی د طالبانو د حکومت له خوا د لګېدلو بېلابیلو محدودیتونو له امله په ښه وضعیت کې نه دي. همداراز هغوی چې په جلاوطنۍ کې هم ژوند کوي د بېلابیلو ستونزو لکه په ژبې نه پوهېدل، له ښارونو لرې په کلیو کې استوګنه او نورو له امله یې هنري فعالیتونه اغیزمن شوي دي.

خو د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق وايي، دوی تمه لري چې راروانو کلونو کې د ورته پروژو په تمویل سره د افغان هنرمندانو لا لاسنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG