د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۶

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې د کارموندنې فرصتونه لا هم محدود پاته دي


افغان کارګر، ارشیف
افغان کارګر، ارشیف

د خوړو نړيوال پروګرام (ډبلیو، ایف، پي) وايي، په افغانستان کې د کار موندنې  فرصتونو ته د لاسرسي او مزدوریو په برخه کې د پام وړ کوم پرمختګ نه دی راغلی. دې ادارې د تېرې ورځې په راپور کې ویلي، دا حالت د کاري فرصتونو د کمښت او د خلکو د پېرلو د ځواک د کمزوری کېد ښکارندويي کوي.

د خوړو نړيوال پروګرام (ډبلیو، ایف، پي) وايي، هغه کارګران چې ورځنۍ مزدوري کوي په اوسط ډول په اونۍ کې یوازې دوه یا درې ورځې کار کوي، چې دا د کاري فرصتونو محدودیت او د کورنیو لپاره د ناکافي عاید نښه ده.

(ډبلیو. ایف. پي) د سه‌شنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۴مه، په خپل راپور "د افغانستان اونیز بازار" کې ویلي، د کاري فرصتونو کمښت او ټیټ عاید د ډیر شمیر خلکو د پېرلو ځواک کم کړی دی.

راپور زیاتوي چې د هغو کارګرانو ورځنۍ مزدوري چې لومړني مهارتونه لري، شاوخوا ۳۱۶ افغانۍ ده؛ چې د (ډبلیو. ایف.پي) په خبره، دا اندازه اوسنيو نرخونو او انفلاسیون ته په پام سره، د هغوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

دغه اداره زیاتوي چې د تېرو دوو کلونو سره پرتله ښيي چې نه د کاري وضعیت او نه هم د مزدوریو په برخه کې کوم پرمختګ شوی، او دې وضعیت ډېری کورنۍ له اقتصادي فشار سره مخ کړې دي.

یوشمېر هغه کارګران چې ورځنۍ مزدوري کوي وايي، د کار پیدا کول ورته سخت دي.

یوه ورځ ۳۰۰ افغانۍ پیدا کوم، بله ورځ ۲۵۰، خو بیا یوه اونۍ کار نه پیدا کېږي
هرات کې یو مزدور

د هرات ولایت اوسېدونکی یو کارګر چې په ورځنۍ مزدورۍ بوخت دی او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل"زه نږدې دوه، دوه نیم کاله کېږي چې کار کوم، یوه ورځ ۳۰۰ افغانۍ پیدا کوم، بله ورځ ۲۵۰، خو بیا یوه اونۍ کار نه پیدا کېږي، د ۹ کسانو سرپرستۍ کوم، د ژوند ستونزې ډېرې دي، باور وکړئ چې کله خپلو بچیانو ته ګورم، والله زړه مې سوځي، خو امکانات نشته، اوس همداسې د خدای په توکل پاتې یو."

په داسې حال کې چې کاري فرصتونو کم شوي او ورسره د خلکو د پېرلو ځواک هم کمزوری شوی، نو پوښتنه دا ده چې کومې اقتصادي لارې چارې کولای شي د بې وزلۍ او د خوړو د نه خوندیتوب د پراخېدو مخه ونیسي؟

یو شمېر اقتصادپوهان وايي، د مشروع او ټول‌شموله حکومت جوړول او د طالبانو له لوري له نړیوالې ټولنې سره د تعامل شرایط منل، په اوږدمهالي کې د دغو ستونزو دایمي حل کیدای شي.

د دوی له دلې نصرت الله وفا د دغو ستونزو د لنډمهالي حل لپاره دا اقداماتو په اړه ازادي راډیو ته وویل"په اوس وخت کې طالبان باید په تخنیکي او حرفوي زده کړو پانګونه وکړي، دا کار کولی شي په لنډمهال کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. دغه شان باید هڅه وشي چې له نړیوالې ټولنې سره خبرې وشي تر څو بشردوستانه مرستې د افغانستان له سیاسي وضعیت پرته دوام ومومي. همداراز باید په هیواد کې دننه او بهر خیریه او د مرستو رسولو بنسټونه جوړ شي او د مدني ټولنې، خبریالانو او فعالانو له لارې د خلکو غږ تر نړیوالو ورسول شي."

طالبان باید په تخنیکي او حرفوي زده کړو پانګونه وکړي، دا کار کولی شي په لنډمهال کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي
اقتصادي کارپوه نصرت الله وفا

په افغانستان کې د کار بازار د خراب وضعیت په اړه دا څرګندونې داسې مهال دي چې، د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، د کډوالو د پراخې بېرته ستنېدنې له امله د افغانستان د کار بازار نور هم له فشار سره مخ شوی، او د خلکو اقتصادي ستونزې یې لا پسې ډېرې کړې دي.

یوناما د د سې‌شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۴مه، په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له قوله، دې ته په پام چې دامهال ۷۰ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي ویلي، نړيواله ټولنه دې ژر تر ژره د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ او ادغام لپاره، دغه شان د معیشتي پروګرامونو او ټولنیزو بنسټونو په برخه کې پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG