د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۰

افغانستان

ملګري ملتونه؛ د جرمونو نړیوالې محکمي حکم ته درناوی لرو، خو له طالبانو سره دې تعامل دوام وکړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفین دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفین دوجاریک

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالب مشرانو د نیولو د حکم پریکړې ته درناوی لري، خو د افغان ښځو او نجونو د وضعیت د ښه کیدو لپاره دې سیاسي بهیر دوام ومومي.

ستفن دوجاریک وړاندې وویل، ملګرې ملتونه کولی شي د دغې محکمې له خوا تورن شویو کسانو سره تعامل ولري او له غړو هېوادونو يې وغوښتل چې د محکمې له پریکړې ملاتړ وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې پرون سه شنبې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ.

د طالبانو دغه دوه مشران د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد په جرمونو تورن دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینټ د جرمونو د نړیوالې محکمې د د دغې پریکړې هرکلی کړی او د افغانو ښځو او نجونو لپاره د عدالت په ترلاسه کولو کې يې مهم ګام بللی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یوناما: د طالبانو نوی لارښود به د رسنیو او خبریالانو ترمنځ وېره او سانسور نور هم پراخ کړي

یوناما پر هغه نوې لارښود اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت رسنیو ته ورکړی دی.

په دې تازه لارښود کې، طالبانو رسنیو ته امر کړی چې سیاسي بحثونه او د دغو بحثونو د مېلمنو نوملړ باید له خپرېدو مخکې د طالبانو له خوا تایید شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر ( یوناما) پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، دا لارښود پر سیاسي بحثونو له وړاندې شته محدودیتونو ته رسمي بڼه ورکوي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا نوې لارښود به د رسنیو او خبریالانو ترمنځ د وېرې او ځان‌سانسورۍ فضا پراخه کړي.

یاد لارښود شاوخوا دوه اونۍ مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا، په کابل کې د رسنیو له یو شمېر مسوولینو سره په یو ناسته کې شریک شوی. په دغه لارښود کې راغلي چې سیاسي بحثونه باید "د اسلام د دین د اصولو، ملي ارزښتونو او د طالبانو د حکومت له تګلارو" سره سم وي.

په دغه لارښود کې دا هم ویل شوي چې شنونکي او خبریالان باید د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په اړه د خبرو پر مهال هغه ته "امیرالمؤمنین" ووایي، او د طالبانو حکومت ته باید "د افغانستان اسلامي امارت" ووایي.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې بیا پر افغانستان واکمن شوي، پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي چې له امله یې سلګونه رسنۍ تړل شوې او زرګونه خبریالان اړ شوي چې له هېواده ووځي.

د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې د رسنیو د ځپلو ترڅنګ، طالبانو خبریالان نیولي او شکنجه کړي دي.

د ناروي د کډوالو شورا: د افغانستان د بشري مرستو سیستم په دومره ګڼ شمېر راستنیدونکو ته د مرستو برابرولو توان نه لري

د ناروی د کډوالو شورادخبرداری ورکړی  چې د ایران له لوري د افغان کډوالو  په جبري ایستلو کې د راغلي زیاتوالي له امله د افغانستان د بشري مرستو سیستم په دې شمېر راستنیدونکیو ته د بیړنیو مرستو د برابرولو چمتوالي نه لري.

دې شورا د پنجشنبې په ورځ په یو راپور کې وویل، یوازې سږ کال تر دې دمه له ایران څخه څه باندې یو میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي، چې هغه څلور سوه زره کسان چې په همدې موده کې له پاکستان څخه ایستل شوي په کې نه دي شامل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د جون له ۱۳مې نېټې وروسته له ایران څخه د افغانانو راستنیدو کې چټک زیاتوالی راغلی یوازې د جولای په لومړۍ نیټه په یو ورځ افغانستان ته له ایران څخه د تر ۴۳ زرو ډېرو کسانو اوښتل ثبت شوي دي.

د د ناروی د کډوالو شورا د افغانستان مشر جاکوپو کاریډي وویل: "موږ له ستړو، بې وسه او خواشینو کورنیو سره مخ یو، چې داسې یوه هېواد ته راځي چې د هغوی د جذبولو یا بیاځلي ادغام امکانات نه لري."

د کډوالو د ملاتړ دې نارویژې ادارې زیاته کړې چې، له ایران څخه په تازه راشړل شویو افغان کډوالو کې ډیرو یې لسیزې هلته ژوند کړی او ځینې په هماغه هېواد کې زیږیدلي چې افغانستان ته له لږو یا هېڅ شتمنیو سره بیرته راستنیږي او بېړنیو مرستولکه سرپناه، پاکو اوبو، خوړو، قانوني اسنادو، زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

د ناروی د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې که اوسنی بهیر همداسې دوام ومومي، د ۲۰۲۵ کال پای پورې به شاوخوا درې میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شي. کاریډي ټینګار وکړ: "نړیواله ټولنه باید افغان ولس ته شا نه کړي ځکه هم ستانه شوي او هم په کور دننه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري."

د ناروی د کډوالو شورا د افغانستان مشر جاکوپو کاریډي له کوربه هېوادونو غوښتي چې د کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې د هغوی د رضا کارانه، خوندي او باعزته ستنیدو نړیوال اصلونه رعایت کړي، او په جبري توګه یې د افغان کډوالو د ایستلو د سملاسي بندیدو غوښتنه کړې.

د ناروي د کډوالو شورا دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې ایران په دې هېواد کې مېشتو بې اسناده او د سرشمېرنې کارت لرونکو افغان کډوالو ته له دې هېواده د وتلو لپاره ورکړی وروستی مهلت پنځه ورځې مخکې، د جولای په ۵ مه پای ته رسېدلی دی.

خو ایران لا له دې نېټې مخکې د افغان کډوالو د جبرې ستنېدو پروسه ګړندۍ کړې وه.

د طالبانو سرپرست سفیر په قزاقستان کې د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي سره کتلي دي

په قزاقستان کې د طالبانو د حکومت سرپرست سفیر محمد الرحمن د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره کتلي دي.

په قزاقستان کې افغان سفارت پرون ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې کتنې خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو، د کډوالو وضعیت، وروستیو سیلابونو او کارموندنې په اړه خبرې اترې کړي دي.

وړاندې د توکوموف په حواله راغلي چې قزاقستان له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

که څه هم د قزاقستان حکومت طالبان په رسیمت نه پیژنې خو نژدې اړیکې ورسره پالي.

په ایران کې افغان سفارت د افغانانو لپاره د پاسپورټ بیې ۵۰ ډالرو ته راټېټه کړي دي

د طالبانو حکومت په ایران کې د افغانانو لپاره د پاسپورټونو بیې راکمې کړي دي.

په تهران کې افغان سفارت پرون چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، "د لوی مشر د هدایت پر بنسټ او په ایران کې د افغانانو ستونزو ته په پام د پاسپورټ بیه له ۱۲۰ ډالرو ۵۰ ډالرو ته راښکته شوې ده".

په خبرتیا کې راغلي چې له دې وروسته په ایران کې میشت افغانان کولی شي په نوې بیه خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت دا پریکړه په داسې حال کې کوی چې د ایران حکومت په وروستیو څو اونیو کې په زرهاوو افغانان په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

ټرمپ؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له شرمه ډک وو

U
U

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل "له شرمه ډک" بللي دي.

هغه چې په واشنګټن کې د کابینې په ناسته کې خبرې کولې وویل، "په ۲۰۲۱کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته دا چانس په لاس ورکړ چې پر اوکرایین برید وکړي".

امریکايي ځواکونه د دوحې د تړون پر اساس، چې د ټرمپ حکومت د طالبانو له مشرانو سره لاسلیک کړی و، له افغانستانه ووتل.

د امریکا مخکیني ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشر په دوره کې ویلي و، "اړ دی د ټرمپ د حکومت د موافقې پر بنسټ له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي".

د روغتیا نړیوال سازمان؛ له ایران او پاکستانه راستانه شوي کډوال روغتیايي اسانیتاو ته لاسرسی نه لري

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په پراخه کچه له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو بیرته راستنیدو په افغانستان کې یو لوی بشري بحران رامنځته کړی دی.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د اپریل میاشتې له پیله تراوسه څه باندې ۸۳۶زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

د روغیتا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې راستانه شوي په ځانګړې توګه ماشومان، امیدوارې میندې او زاړه خلک پر اوبو او خوړو سربیره له روغیتايي خدمتونو بې برخې دي.

ریچارد بېنیټ: د طالب مشرانو د نیولو حکم د عدالت په لوري یو ګام دی

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر د نړیوالې جزایي محکمې له خوا د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو د حکم هرکلی کړی دی.

ریچارد بینیټ د سې شنبې په ماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر ولیکل چې د دې حکم صادرېدل، د عدالت په لوري یو ګام دی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره.

نړیوالې جزایي محکمې ( آی.سي.سي) پرون سه شنبه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ورکړ.

محکمې دغه طالب مشران بشریت ضد جنایتونو باندې تورن کړي دي.

ریچارد بینیټ ویلي، دا حکم هغه مهم پيغام رسوي چې له سزا نه مصونیت دوام نه شي کولای.

طالبانو بیا ویلي، دغه محکمه په رسمیت نه پيژني او حکم ته یې التزام نه لري.

له ایرانه ایستل شوي یوشمېر کډوال په ځانګړې توګه ماشومان او عمر خوړلي روغتیایي څارنې ته اړتیا لري

له ایرانه ایستل شوي کډوال
له ایرانه ایستل شوي کډوال

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان ته د را ستنو شویو کډوالو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو د روغتیایي اړتیاوو په اړه ژوره اندیښنه لري.

دغه سازمان پرون سه شنبه ( د چنګاښ ۱۷مه) یوه راپور کې ویلي، وروستیو میاشتو کې د کډوالو بې ساري ستنېدنه د افغانستان په بیړنۍ بشري ستونزې بدله شوې ده.

دوی ویلي چې روغتیایي ټیمونه یې د راستنو شویو کسانو په منځ کې د ټپونو، عفونتونو او خوارځواکۍ د زیاتوالي شاهدان دي، تر ډیره ماشومانو او عمر خوړولو کډوالو کې دا ستونزې لیدل شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په باور، اکثره دغه ایستل شوي کډوال روغتیایي څارنې، خوړو او سرپنا ته اړتیا لري.

د کریکټ نړیوالې شورا د لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خفګان ښودلی

د کریکټ نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواری
د کریکټ نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواری

د کریکټ نړیوالې شورا ( آی.سي.سي) د نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

۴۱ کلن شینواری پرون دوشنبه د ورپیښې ناروغۍ له کبله مړ شوی او د افغانستان کریکټ بورد یې سه شنبه مړینه تایید کړې ده.

د هغه د ناروغۍ د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

شینواری د کریکټ نړیوالې شورا د نړیوالو لوبڅارانو له ډلې و چې ۲۵ یو ورځنیو او ۲۱ شل اوره لوبو کې یې د امپایر دنده ترسره کړې.

هغه د لومړي ځل لپاره ۲۰۱۷ کال کې د نړیوالې لوبڅارنې ډګر ته راغی او هغه مهال یې شارجه کې د ایرلنډ او افغانستان د یو ورځنۍ لوبې امپایري وکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG