د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۲

امریکا د محمود شاه حبیبي په اړه د معلوماتو په بدل کې د پنځو میلیونو ډالرو انعام اعلان کړ


محمود شاه حبیبي چې د طالبانو له خوا نږدې درې کاله مخکې نیول شوی
محمود شاه حبیبي چې د طالبانو له خوا نږدې درې کاله مخکې نیول شوی

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت [د عدالت لپاره د انعامونو] پروګرام دوشنبه په خپله پاڼه په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۲ کال په اګست کې دا امریکايي تبعه نیولی دی.

د اعلامیې په اساس: «عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د محمود شاه حبیبي د ځای موندلو او بیرته راستنیدو په اړه معلوماتو لپاره تر ۵ ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي.‌»

اعلامیې زیاته کړې چې حبیبي د اسیا مشورتي ګروپ د ځینو نورو کارکوونکو سره یوځای د طالبانو استخباراتو ونیوه خو له ښاغلي حبیبي او یو بل کس پرته نور ټول نیول شوي کسان خوشې شوي.

محمود شاه حبیبي - د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې پخوانی رییس
محمود شاه حبیبي - د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې پخوانی رییس

د طالبانو حکومت تر اوسه هم نه ده تایید کړې چې محمود شاه حبیبي له دوی سره بندي وي.

د امریکا د حکومت په اعلامیه کې هم راغلي چې د :«طالبانو په نوم حکومت هم تر اوسه د هغه د ځای یا وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي»

محمود شاه حبیبي د افغانستان د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې پخوانی رییس وو او د جمهوریت تر سقوط وروسته یې په کابل کې یو شرکت مخته ووړ.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG