په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ټپیان دي.
په تل ابیب کې ګڼې ودانۍ ورانې شوي دي.
همداراز په حیفا کې هم د ایران څو توغندي لګېدلي چې پراخې ورانۍ یې رامنځته کړي.
ایران وروسته له هغه لاس په کار شو چې امریکا د ایران په څو اټومي سایټونو بمي بریدونه وکړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران بریدونه بریالي وبلل او زیاته یې کړه:
«د امریکا پوځ د ایران د رژیم په دریو مهمو اټومي تاسیساتو، فوردو، نطنز او اصفهان باندې پراخ دقیق بریدونه وکړل. هر چا د کلونو لپاره دا نومونه اوریدلي وو ځکه چې دوی دا وحشتناک ویجاړونکي مراکز جوړ کړي وو. زموږ هدف د ایران د اټومي بډاینې د ظرفیت له منځه وړل او په نړۍ کې د ترهګرۍ د لومړي نمبر ملاتړي دولت لخوا د اټومي ګواښ بندول وو.»
ولسمشر ټرمپ ګواښ وکړ چې ایران باید سوله وکړي که نه په راتلونکي کې به بریدونه لا په لویه کچه او ډېر اسانه وي.
دغو بریدونو د ایران تُند غبرګونونه پارولي.
د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي پر ایران د دغو بریدونو د عواقبو ټول مسوولیت متحده ایالتونو ته ورګرځي.
هغه مخکې د امریکا د برید په اړه په لومړني غبرګون کې ویلي وو چې ایران د خپلې واکمنۍ، ګټو او خلکو د دفاع لپاره د هر ډول اقدام حق خوندي ګڼي.
اسراییلو د جون ۱۳مې سهار وختي پر ایران بریدونه پيل کړل چې په ترڅ کې یې د دغه هېواد لسګونه لوړپوړي پوځي قومندانان او اټومي ساینسپوهان ووژل شول. همدارنګه عامو خلکو ته هم په پراخه کچه مرګژوبله اوښتې ده.
اسراییلو که څه هم ویلي چې د ایران اکثر بریدونه یې شنډ کړي خو په تېره یوه اوونۍ کې د ایران په غچ اخیستونکو بریدونو کې تل ابیب، حیف او څو نورې سیمې هدف ګرځېدلي او په ګڼې مرګژوبلې سربېره یې ودانۍ او هستوګنې سیمې ویجاړې کړي.