د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) اندېښنه ښودلې چې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان بېلابېلې سیمې او ولایتونه په دوامداره توګه د شدیدو سېلابونو او طبیعي پېښو له ګواښونو او ان ناورینونو سره مخ دي.
«اوچا» د جون په ۱۱مه په خپله وېب پاڼه «د افغانستان د ۲۰۲۵ کال بشري اړتیاوو او ځواب ورکولو پلان د پرله پسې مرستو کمولو په ترڅ کې بیا لومړیتوب ورکول» په نوم خپور کړي ۴مخه ییز راپور کې ویلي، که څه هم تر دې مخکې کلونو کې د پسرلي په موسم کې سېلابونو راوتل خو د راپور په ټکو اوس د اقلیمي بدلون له امله ان ټول کال خلک د سېلابونو له امله زیانمن او د دوام له خطرونو سره یې مخ دي.
اوچا وړاندې زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۱۷۰ زره خلک د همدې پېښو او سېلابونو له امله زیانمن شوي دي. او دې پېښو له چا ژوند، له چا کورونه او له چا هم کرنیزې ځمکې او اقتصادي سرچینې اخیستي او دوی یې له بشري ناورین سره مخ کړي دي.
دا اداره وایي چې دا مهال د افغانستان بشرپاله ټولنې او بشري مرستندویه فعالین (د مرستو په وېش کې) له یو جدي انتخاب سره مخ دي او په ټکو یې دوی دا مهال بېړني بشري خصوصا د اقلیمي بدلونونو د مدیریت لپاره د همغږي کوونکي او مالي ملاتړ ته اړ دي.
اوچا زیاتوي چې که دا ملاتړ او همغږۍ دوام ونه کړي د اقلیمي بدلون په برخه کې تر لاسه شوې پراختیایي لاسته راوړنې به بېرته له منځه ولاړې شي او افغان کورنۍ به د ناورین له تکراري پړاوونو سره مخ کړي.
تازه د چهارشنبې راهیسې د بدخشان د تشکان، خاش او جرم ولسوالیو بېلابېل کلي سېلابونو سخت ځپلي دي.
د خاش او تشکان ولسوالیو دوو اوسېدونکو چې نه یې غوښتل راپور کې یې نومونه خپاره شي، ازادي راډیو ته وویل:
"پرون مازدیګر د بدخشان څو ولسوالیو کې سېلابونه راووتل چې د خلکو له سلو ډېر څاروي تلف شول، کرنیزې ځمکې، کانالونه له منځه تللي دي، خلک له نړیوالو ادارو او حکومت مرستو ته سترګې په لاره دي خو تر اوسه مرستې نه دي رارسېدلي."
"له بده مرغه د ږلۍ او سختو سېلابونو له امله دلته خاش ولسوال کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي، د ده نو، ده پاره، بقلوک او شهرام کلي سخت ځپل شوي، لسګونه کورنه، سلګونهجریبه کرنیزې ځمکې او ګڼ څاروي تلف شوي،خلک له حکومته د سړکونو د خلاصون او مرستو غوښتونکي دي."
په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح الله امیري هم ازادي راډیو ته وویل:
"پرونیو سېلابونو د بدخشان خلکو ګڼ مالي زیانونه اړولي، خو له نېکه مرغه ځاني تلفات نه لري، حکومت د ویجاړشویو کانالونو پاکولو، د لارو خلاصون او زیانمن شویو کسانو ته پاملرنه او رسېدنه کړې ده."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د احتمالي باران، سېلابونو، دوړو او طوفانونو خبرداری ورکړی دی.
دغه رياست په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، کاپيسا، پنجشير، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل اوباميانو ولايتونو کې د دې وضعیت اټکل شوی دی.
د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ادارې په خپل بیان کې په بېلابیلو ولایتونو او سیمو کې د اورښت کچه د ۱۵ څخه تر ۳۵ ملی مترو پورې اټکل کړې ده.
د یادونې ده چې تېر ۲۰۲۴ کال پیل کې هم د افغانستان د شمال په ګډون ګڼ ولایتونو سختو سېلابونه وځپل او سلګونه کسانو ته یې مرګو ژوبله واړوله.