د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې له دې هیواده د افغان کډوالو په ګډون د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو لړۍ د پام وړ چټکه شوې ده.
دې وزارت په یو اعلامیه کې چې سه شنبه د غبرګولي په شلم یې خپره کړې ده ویلي، یوازې په تېرو دوه میاشتو کې ۲ لکه ۱۶ زره او ۴۴۱ افغانان له دې هیواده ایستل شوي دي.
دغه وزارت دا ویلي چې په دې شمېر کې د افغان تابعیت کارت لرونکي ( اې سي سي) او بې اسناده افغان کډوال شامل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو وار بیا د افغانانو په ګډون ټولو هغو بهرنیانو ته له دې هیواده د وتلو خبرداری ورکړی چې په غیر قانوني توګه په دې هیواد کې اوسیږي.
اعلامیه کې هغو کسانو ته هم د قانوني تعقیب خبرداری ورکړل شوی، چې د ستنېدونکو کډوالو په پاتې کېدو کې مرسته کوي، دوی ته پناه ورکوي او استخداموي یې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې له بېرته ستېدونکو په ځانګړي ډول میرمنو، ماشومانو او زړو کسانو سره له درناوي ډک چلند کیږي خو له دې وړاندې افغانستان ته ستنېدونکو زیات شمېر افغان کډوالو له ازادي راډيو سره د پولیسو له ناوړه او له تاوتریخوالي د ډک چلند خبره کړې ده.
افغان کډوالو ویلي چې په ځینو مواردو کې ان دوی ته اجازه نه ده ورکول شوې چې له پاکستانه خپله شتمني وباسي.
دغه شان ځینو دا ادعا هم کړې چې پاکستاني پولیسو ترې په زور پیسې اخیستي دي.
په همدې حال کې په اسلام اباد کې میشت یو شمېر افغانان وايي د لوی اختر له خلاصېدو سره سم پرون د پلازمینې پولیسو د اسلام اباد په یو شمېر سیمو کې د هغه افغانانو د نیولو لړۍ یو وار بیا پیل کړه چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې وه.
د پاکستان په باره کهو سیمه کې میشت یو افغان چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:
(د اختر ورځې یو څه ښه وې خو پرون چې د اختر څلورمه وه پولیس راغلل او بیا یې هغه افغانان ونیول چې د ویزو موده یې ختمه شوې وه، تقریبا پنځلس کسان یې یوړل، دوی اول حاجي کمپ ته وړل کیږي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته اړول کیږي، دلته ډېره سخته ده افغان کډوال ډېر په ستونزو کې دي.)
د پلازمینې اسلام اباد ترڅنګ په راول پینډۍ کې هم پرون یو شمېر بې اسناده افغان کډوال نیول شوي دي.
د خیر الله په نوم یو کس چې درې اولادونه او یوه میرمن لري او اوس په مهال د پولیسو له لوري حاجي کمپ ته وړل شوی وايي په بازار کې ونیول شو او کورنۍ یې لا له برخلیک بې خبره ده:
(زه یې ونیولم، ځکه د ویزې موده مې ختمه شوې ده، دلته یې راوستي یو حاجي کمپ ته راته وايي تاسو افغانستان ته اړوو، زه خپله د پی ټو کیس لرم، که افغانستان ته واړول شوم هلته مو ژوند ته خطر دی او بل دا چې ټوله کورنۍ مې پاتې ده، زه اوس حیران یم چې د هغوی سرپرستي به څوک کوي.)
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړه.
د دې هیواد کورنیو چارو وزارت ویلي چې له هغه وخته بیا تر دې دمه له یو میلیون ډېر بې اسناده او افغان تابعیت کارت لرونکي افغان کډوال له دې هیواده ایستل شوي او دا پروسه په چټکۍ روانه ده.
پاکستان د روان ۲۰۲۵ په جنورۍ کې میاشت کې اعلان وکړو چې د مارچ تر ۳۱ دې د "اې سي سي " یا افغان تابعیت کارت لرونکي افغان کډوال له دې هیواده ووځي کنه د اپریل په لومړۍ نیټه به یې په وړاندې له زوره کار واخیستل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ یو این اچ سي ار د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې په پاکستان کې میشتو اته لکه افغانانو ته د "اې سي سي " یا افغان تابعیت کارتونه ورکول شوي وو.
یو عشاریه درې میلیونه نور بیا د " پي او ار " په نوم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.
د پاکستان حکومت دغه شمېر کډوالو ته هم له دې هیواده د وتلو خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان فدرالي حکومت د "پي اور ار" کارت لرونکو ته د ۲۰۲۵ د جون تر ۳۰ مې وخت ورکړی دی خو لا معلومه نه ده چې دا موده به وغځول شي او کنه.
په وروستیو کې د پاکستان تر څنګ ایران هم له هغه هیواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ تېزه کړې ده.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ" یو این ایچ سي ار" ویلي په تېره مۍ او اپریل میاشتو کې له ایران او پاکستانه لږ ترلږه نیم میلیونه کډوال بېرته خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.