د "بانو" په نوم د انلاین یوه ښوونځی یوه مسئوله فاطمه محمدي وايي، دا انلاین ښوونځی چې د یو شمیر ځوانانو په نوښت جوړ شوی، د ښوونځي د لومړنۍ یا ابتدائیه دورې وروسته ټولګيو زده کوونکو ته درسي مواد چمتو کوي او خدمتونه یې بشپړ وړیا دي:
له اووم تر دولسم ټولګي زده کوونکو په خدمت کې دی، هغه نجونې چې په افغانستان کې له زده کړو پاتې دي او دغه شان زمونږ هغه هیوادوال که هغه هلکان دي که نجونې چې په ګاونديو هیوادونو کې بې برخلیک او له زده کړو پاتې دي. مونږ په آنلاین ډول ورته فرصت برابر کړی چې حد اقل استفاده ورنه وکړي او خپل درسونه ووايي.
د فاطمې په خبره تازه دوی د یو جرمني بنسټ ملاتړ خپل کړی او د افغانستان د تعلیمي نصاب د موادو تر څنګ چې په غږیز او پي ډي ایف بڼه یې وړاندې کوي د انګریزي او جرمني ژبې د زده کړې پروګرامونه هم لري.
میترا الکوزی بیا د "سحر" په نوم د یو ښوونیز مرکز مسئوله ده.دې ازادي راډیو ته وویل چې د دوی په آنلاین ښوونیز مرکز کې ریاضي او انګریزي ژبه زده کوونکو ته تدریس کېږي.
نوموړې دغه شان د یو شمیر نورو پروګرامونه یادونه هم وکړه، چې د دې په خبره هم ټول دا خدمتونه وړیا دي:
که څه هم د رسمي مکتب ځای نه شي نیولی خو طبعاً مرسته کوي، ځکه زمونږ پروګرامونه څو اړخیز دي، د دې تر څنګ چې یو مهارت زده کوي، ځنی نور موضوعات هم مونږ پرې کار کوو، لکه د میرمنو په خپل نفس د اعتماد موضوع، د فزیکي او رواني روغتیا په اړه معلومات، ان قاعده ګۍ او امیدواري د دې ټولو په اړه مونږ ورسره کار کوو.
آغلیو محمدي او الکوزۍ ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي په خپلو دې فعالیتونو سره پر ټولنه د نجونو پر زده کړو منفي اغیز تر یو بریده راکم کړي.
دوی له نورو ځوانانو هم غواړي چې په ورته اقداماتو سره دا امکان لا پیاوړی کړي.
دا په داسې حال ده چې تازه د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسون پخوانۍ مشرې سیما ثمر ویلي، له ښوونځیو او پوهنتونونو د نجونو منع کول په لنډمهالي او اوږدمهالي شرایطو کې د افغانستان په خلکو په ځانګړي ډول د ښځو په روغتیا ډیر بد منفي اثر لري.
نوموړې چې د جرمني په فرانکفورت ښار کې د ولادي او نسايي ډاکټرانو ټولنې د کنفرانس په څنډه کې چې د نېږدې اتیا هیوادونو استازو په کې ګډون کړی ، دویچه وله سره په مرکه کې ویلي، دا بندیز یوازې ښځې نه زیامنوي بلکې په ټوله کې ټولنه زیانمنوي.
آغلې ثمر وړاندې ویلي، یوه باسواده میرمنه د کورنۍ وضعیت بدلوي.
د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راګرځولې، بیا یې د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې پوهنتونونو ته د دوی په تګ او لوړو زده کړو هم بندیز ولګاوه او د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې یې بیا په طبي انستیتیوتونو کې هم دوی له زده کړې منع کړې.
د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که په دغه هيواد کې د زده کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونو زیاتې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.
د نجونو لپاره انلاین ښوونځي او د زده کړو مرکزونو که څه هم یو شمیر نجونو ته د زړه کړو امکانات برابر کړي، خو دیری دوی مخکې ازادي راډیو ته ویلي، د انترنینت د پیرلو وس نه لري او کیفیت یې هم ښه نه دی.
په ورته خت کې د زده کړو د برخې فعالان هم، دا زده کړې بې اغیز نه ګني خو ټینګار کوي چې په هیڅ ډول د حضوري زده کړو ځای نشي نیولای.