د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۱

د اتریش خونړۍ پېښه؛ ۹ تنه د یوه بریدګر له خوا په یوه ښوونځي کې وژل شوي


د اتریش خونړۍ پېښه؛ ۹ تنه د یوه بریدګر له خوا په یوه ښوونځي کې وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

د اتریش په جنوب ختیځ کې په یوه ښوونځي باندې د یوه پخواني زده کوونکي له خوا په برید سره ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ګراز ښاروالې ایلکه کهر د اتریش خبري اژانس ته ویلي چې نهه کسان وژل شوي. بریدګر وروسته خپل ژوند هم اخیستی دی. په ګراز او په اتریش کې داسې پېښې بې سارې بلل کېږي. په دې برید کې ګڼ خلک سخت ټپیان شوي هم دي او روغتونو ته رسول شوي. د اتریش صدراعظم کریسټین سټوکر دا برید "یوه ملي تراژیدي وبلله چې ټول هیواد یې کلک ولړزاوه."

XS
SM
MD
LG