رحمان د تخار ولایت له مالدارو څخه وایي، میرمن یې د څارویو د کنې د چیچلو له امله د کانګو په تبې اخته شوه او له څو میاشتې دوامداې درملنې سره سره لا روغه نه ده.
ده ازادي راډیو ته وویل چې میرمن یې تبه درلوده، زکام وه او په بدن کې یې نور دردونه احساسول :
"کله چې زما مېرمن غوا لویشله، همدا کنه یې په غاړه نښتې وه، څو ورځې وروسته یې تبه پیدا کړه بیا یې پېښې د پښو او ملا درد پیدا کړ، له ځایه پورته کېدلی نه شوه، څو ډوله ناروغي ورته پیدا شوه، ډېره درملنه مو وکړه خو لا هم ښه شوې نه ده."
دا اندیښنې په داسې حال کې دي چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) خبرداری ورکړی چې د اختر په رارسېدو په افغانستان کې د کانګو وینې بهیدونکي تبې (سي سي اچ اف) پیښې مخ په زیاتیدو دي.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ د جون په پنځمه، په خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې له خلکو غوښتي چې د ځان ساتنې په موخه د مخنیوي تدابیر په جدي توګه په پام کې وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر هغه خلک چې په افغانستان کې د څارویو د قرباني تکل لري، له څارویو ځان او د کورنۍ غړو ته یې د دې ناروغۍ د خپریدو په اړه اندیښمن دي.
د کابل اوسیدونکي فیصل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
“موږ سږ کال وغوښتل چې یو څاروي قربانۍ ته واخلو خو دا چې ویل یې کانګو ناروغي د همدې حیواناتو له لارې انسانانوته انتقالېږي ډېر یې اندېښمن کړو، هغه خلک چې څاروي پلورلو ته راوړي هغه څاروي چې پرې پوهېږي چې کنې لري او دواپاشي دې کړي، چې باوري شول ستونزه نه لري بیا دې پلور ته راوړي چې څوک ناروغ نه شي.”
د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) په ټکو، د کانګو وینې بهیدونکی تبه یوه جدي ویروسي ناروغي ده چې انسانانو ته د اخته څاروي د وینې یاغوښې سره د تماس له لارې، په ځانګړې توګه د حلالولو پرمهال ور انتقالېږي.
په افغانستان کې د ساري (انتاني) ناروغیو د څانګې ډاکټران کانګو یوه ساري او وژونکې ویروسي ناروغي بولي او له خلکو غواړي چې د لوی اختر په ګډون هر وخت د څارویو د حلالولو پر مهال اړین احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.
د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"هغه کسان چې قرباني کوي که په خپل جلد کې کوم زخم ولري ښه ده چې د غوښې د ټوټه کېدو یا د څاروي د ذبح کېدو پرمهال ګډون ونه کړي او هغه کسان چې حیوان ذبح کوي باید ماسک، عینکې، پیش بند، دست کشې او موزې ولري، او چې کله یې حېوان ذبح کړ هڅه دې وکړي چې دا ټول تر خاورو لاندې خښ کړي او غوښه هم باید په سمه توګه پخه شي چې نه یوازې د کانګو ناروغي بلکې د نورو مکروبي ناروغیو له خپرېدو هم مخنیوی وشي."
ښاغلي عمري له مالدارانو وغوښتل چې د دې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره دې پر خپلو څارویو او کورونو کې دوا ګانې وشیندي.
دا په داسې حال کې ده چې د پروان ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دې ولایت کې دوه کسان د کانګو تبې له امله مړه شوي او ۱۵ نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
په ورته وخت کې، په کابل کې انتاني روغتون په تیره میاشت کې د کانګو تبې د ۱۰۰ شکمنو پیښو د تایید راپور ورکړی دی.
د انتاني روغتون مسوولینو په کابل کې رسنیو ته ویلي چې سږ کال د کانګو تبې مثبتې پیښې د تیر کال په پرتله ۱۰ تر ۱۵ سلنې پورې زیاتې شوي دي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کانګو تبې د وروستیو شمېرو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خود تېر کال په جوزا میاشت کې یې اعلان کړی و چې په تېرو دوو میاشتو کې دنورو میاشتو په پرتله د کانګو تبې ناروغي۳۸ سلنه زیاته شوې ده.
دغه وزارت په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی و، ویلي وه چې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر پنځو میاشتو پورې په دې ناروغۍ د اخته کېدو شاوخوا ۲۰۳ پېښې او د مړینې شپږ پیښې یې ثبت کړې دي.
شدیده تبه، سر درد، د عضلاتو درد، د غاړې شخوالی، د ملا درد، د خېټې درد او نس ناستی د کانګو ناروغۍ له لومړنیو نښو نښانو او علایمو څخه دي.