د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۱

سیف د چلدرن: په افغانستان کې په پنځو ماشومانو کې یو له لوږې سره مخامخ دی


یو شمیر افغان ماشومان
یو شمیر افغان ماشومان

د ماشومانو د ساتنې سازمان (سیف د چلدرن) په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان د بودیجې د کمښت او کورنیو لپاره یې دخوړو د مرستې د کمښت له امله د لوږې له جدي کچې سره مخ دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی فرید وایي چې د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله یې ماشومانو ته په کافي اندازه خواړه نه رسېږي.

دی چې د پنځو کوچنیو ماشومانو پلار دی، ازادي راډیو ته یې وویل:

"په افغانستان کې ماشومان په کافي اندازه خواړه نه لري او ستر ناورین سره مخ دي، کومې مرستې چې د نړیوالو موسسولخوا کېږي هغه په سمه توګه بې وزلو ته نه رسېږي، موږ له نړیوالو غواړو چې افغانانو سره په سمه توګه مرستې وکړي."

د کاپیسا ولایت اوسېدونکې او د شپږو ماشومانو مور چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي هم ازادي راډیو ته یې وویل، دا او خاوند یې چې دواړه وزګار دي د خپلو ماشومانولپاره کافي خواړه نه شي برابرولی او له شدیدې بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي.

دې ازادي راډیو ته وویل:

"موږ بې وزلۍ، ناروغۍ او بد وضعیت کې یو، روغتیایي، اقتصادي او ګڼې نورې ستونزې په خپل ژوند کې لرو، خو هېڅ ډول مرسته او همکاري مو نه ده ترلاسه کړې، او نه مو څوک درک کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان «سیف ده چلدرن» ویلي چې په افغانستان کې دا مهال په هرو پنځو ماشومانو کې یو یې د لوږې له ناورین سره مخ دی.

«سیف ده چلدرن» د جون په ۵مه د لوږې ناورین اړوند نړیوالې ادارې «د خوړو د خوندیتوب د ډلبندۍ» (IPC) د نوې څېړنې پر بنسټ راپورورکړی چې په افغانستان کې پنځه میلیونه ماشومان چې د ټول هېواد ۲۰ سلنه ماشومان کېږي ، د بودیجې د کمښت او کورنیو ته یې د خوړو د مرستې د کمښت له امله د لوږې له جدي کچې سره مخ دي.

د دې سازمان په ټکو، په افغانستان کې د لوږې د ناورین د خرابیدو یو لوی لامل د خوړو د مرستې په بودیجه کې ۴۰ سلنه کموالی دی.

دغه سازمان زیاته کړې، که څه هم هغه شمېر چې تمه یې کېده سږکال به د خوړو له کمښت سره مخ شي، د تېر په پرتله د پام وړ کم دی او پرمختګ یې کړی خو په ټکو یې افغانستان لا هم د لوږې له لوړې کچې سره مخ دی.

دا سازمان وایي د هغو خلکو په شمېر کې چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر مخکې د مرستې ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوي وو په اوسط ډول له ۱۴ سلنې ۱سلنې ته راټیټ شوي دي.

د «سیف ده چلدرین» راپور کې راغلي چې د مرستندویه بنسټونو د پروژو د ځنډولو او پای ته رسیدو له امله په افغانستان کې د شاوخوا ۴۲۰روغتیایی مرکزونو تړل کیدو سره ناورین لا زیات شوی دی چې له امله یې نږدې درې ملیونه نور خلک هم لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې شوي دي.

راپور کې وړاندې راغلي چې د مرستو کمښت د دې لامل شوی چې «سیف ده چلدرن» د افغانستان په شمال او ختیځ کې د ۱۴ روغتیایی مرکزونو لپاره ملاتړ ودروي خو په ټکو یې دا اداره اوس مهال د دې مرکزونو د فعال ساتلو لپاره له بدیل، لنډمهاله تمویل نه کار اخلي.

وړاندې راغلي چې د دې ۱۴ روغتیایي مرکزونو بندېدل به د دې لامل شي چې په میاشتني ډول نږدې ۷زره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ لپاره معاینې پاتې شي او د شاوخوا ۱۳ زرو ماشومانو په ګډون له ۲۷ زره ډیر خلک به په خپلو کلیو کې روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

«سیف ده چلدرن» په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې یې له ۲۵ زرو زیاتو په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه کړې ده.

د دې سازمانو په ټکو، اټکل شوی و چې د ۲۰۲۴ کال د جون او ۲۰۲۵ کال د می تر منځ به په افغانستان کې له ۶ میاشتیو نیولی تر ۵۹ میاشتنیو پورې نږدې درې نیم میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي، چې په ټکو یې له دې ډلې اته لکه او ۷۰ زره ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د امریکا په ګډون د نړۍ اکثرو هېوادونو له دغه هېواد سره خپلې مرستې بندې کړي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) هم په ځلونو ویلي چې دا مهال افغانستان له سختې بې وزلۍ کړېږي او د هېواد سم نیمایي نفوس ۲۲،۹ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړمن دي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان له ۱۹۷۶ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، په ۱۰ ولایتونو کې پروګرامونه پلي کوي او په ۱۱ نوروولایتونو کې له نورو سازمانونو سره همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG