د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۹

په مکه مکرمه کې د اختر لمونځ وشو؛ په کابل کې عرفه ده


افغانستان-تر لوی اختر مخکې-ارشیف
افغانستان-تر لوی اختر مخکې-ارشیف

نن د جمعې ورځ داسې مهال چې سعودي عربستان کې د اختر لومړۍ ورځ ده، د طالبانو حکومت د اعلان پر بنسټ افغانستان کې عرفه ده. دا چې جمعه رخصتي هم ده نو ډیری خلک نن قربانۍ لپاره د څارویو اخیستلو لپاره ښار او بازار ته راوتي دي.

یو شمیر کابل ښاریان وايي، سږ مالونه ډیر ګران دي، او فکر نه کوي چې په دې سختو اقصادي شرایطو کې یې څوک د اخیستلو توان ولري.

د کابل د الوخیلو سیمې یو اوسېدونکي عبدالله ازادي راډیو ته وویل:

" هغه پخوا به چې مالونه مونږ اخیستل، اووه زره، اووه نیم، اته زره به یې نرخ و، اوس نرخونه دومره لوړ شوي چې کوچنی مال په اوولس، اوولس نیم زره افغانۍ شوی، ځني خلک یې اخیستلی شي، ځني یې نشي اخیستلی، د چا چې کار وي اخیستلی یې شي، خو ډیر خلک بې روزګاره ګرځي."

د کابل د احمد شاه بابا مینې اوسېدونکی ذبیح الله هم ورته خبره کوي:

" راغلی وم منډی ته، وړکی مال اخلم، څاروي ولا سږ کال ډیر لوړ دي، د ډیرو خلکو وس نه رسېږي، له حکومت یوه غوښتنه لرو، چې دا نرخونه کنترول کړي. "

دا چې سږ مالونه ولې ګران دي، مالدارانو په دې اړه مونږ سره خبرې ونه کړې خو د کابل د پکتیا کوټ اوسېدونکی رحمان وايي، ده چې یو شمیر مالداران پوښتلي ورته یې ویلي:

" مونږ ورته وویل چې نرخونه ولې لوړ دي، دوی وايي وچکالۍ ده، شنه واښه نشته چې مونږ یې ورته ورکړو او دا زحمت غواړي، ساتنه یې کوو، نو دا چې مصرف پرې زیات شوی دی نو ځکه یې مونږ قیمتونه لوړ کړي دي. "

په راپور کې د مرکه شویو کسانو په خبره د یوه پسه بیه سږ کال له ۱۷۰۰۰ زرو تر ۲۸۰۰۰ افغانیو پورې ده.

یو سیرلی له ۱۰۰۰۰ تر ۱۹۰۰۰ افغانیو او یو غويي بیا له ۴۰۰۰۰ تر یو لک او ۲۰۰۰۰ افغانیو پورې پلور کېږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې په ورستیو کلونو کې طبیعي پېښو له دې ډلې پرله پسې وچکالیو او سیلابونو دعه شان حیواني ناروغیو لکه طبق د نورو سکتورونو تر څنګ مالداري هم سخته زیانمنه کړې او د مالدارانو ډېر شمیر څاروي تلف شوي چې کره شمیر یې نه دی معلوم.

مخکې بیا د بیلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکو ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې ګاونډیو هیوادونو ته د څارویو د قاچاق مخه ونیسي ځکه دوی د څارویو د بیې د لوړېدو یو لامل دا هم ګڼي.

کندهار کې د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غبرګولي په دوهمه د دغه ولایت له معروف او ریګستان ولسوالیو څخه د ۸۴۶ د قاچاق د مخنیوي خبره کړې وه.

مخکې ایران ته د څارویو د قاچاق په اړه هم راپورونه ورکړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG