د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۰

لوی اختر ته ګڼو کورنیو د بیوزلۍ له لاسه چمتووالی نه دی نیولی


د لوی اختر په درشل کې د څارویو د پلور یو بازار
د لوی اختر په درشل کې د څارویو د پلور یو بازار

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د اعلان له مخې په افغانستان کې اختر ته  یوه ورځ ورته پاتې ده، یو شمېر کورنۍ وایي، نمانځنې ته یې هېڅ  ډول چمتووالی نه لري. د بېلابېلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکو ازادي رادیو سره خبرو کې وویل، دوی ان خپلو ماشومانو ته درې وخته خواړه نه شي برابرولی.

د کابل یو اوسېدونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخېستل شي، وویل:

«موږ اوس مهال په کور کې نه اوړه لرو، نه د خوړو لپاره بل څه ، نو د اختر مېوه به څنګه واخلو؟»

د کندهار ولایت اوسېدونکې او د درې ماشومانو مور راضیه هم ورته خبره کوي:

«چې وس مو و، ماشومانو ته مو جامې اخیستلی، د اختر مېوه مو اخېسته او قرباني مو کوله، خو اوس خواړه، ان وچه ډوډۍ نه لرو او ورته حیران یو.»

دا کورنۍ په داسې حال کې د اختر د نمانځنې لپاره د بې‌وزلۍ او د امکاناتو د نشتوالي په اړه شکایت کوي، چې د طالبانو د سترې محکمې له اعلان پر بنسټ نن جمعه د (۱۶ جوزا) په افغانستان کې د عرفې ورځ او سبا شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

بیوزلي او افغان کورنۍ
بیوزلي او افغان کورنۍ


داسې مهال چې په سعودي عربستان او ډېری اسلامي هېوادونو کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د کابل منډوي هغه بازار چې معمولاً اختر ته نېږدې ورځې په کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته وي، خو اوس دلته د وچې مېوې یو شمیر پلورونکي وايي، پخوانی بازار یې نشته او پیرودنکي یې دير کم دي.

د دوی له ډلې فریدالله، ازادي راډیو ته وویل :

«پخوا به د اختر په ورځو کې بازارونه ښه ګرم وو، خلک به راتلل او میوه به یې اخیسته، خو اوس خلک یواځې د قیمت پوښتنه کوي او اخیستلی یې نشي. نو بازارونه ډیر ساړه دي، ځکه خلک مجبور دي چې لومړی خپل د اړتیا وړ شیان واخلي.»

د ننګرهار د کلچه پزیو د ټولنې مشرفرید سخي زاده هم ازادي راډیو ته وویل، چې د کېک او کلچو بازرونه هم همداسې ساړه دي:

«سږ کال د کلچو بازار ښه نه دی، کمې خرڅېږي، لامل یې دا دی چې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی، خلک کار نه لري، بیکاره دي، له همدې امله سږ کال کلچې ښه بازار نه لري.»

خو یو شمېر کورنۍ بیا وایي، له اقتصادي ستونزو سره سره یې خپل وس سره سم اختر ته تیاری کړی دی.

د کابل یوې اوسېدونکې بهار ازادي راډیو ته وویل:

«په داسې شرایطو کې ان اختر ته خوشحالي هم سخته ده ، خو بیا هم موږ هڅه کوو چې اختر په ساده ډول ونمانځو، په کور کې کیک او کلچې پخوو، او هڅه کوو چې دا ورځې له کورنۍ سره یوځای تېرې کړو. که څه هم پخوانیو اخترونو په شان نه دی، خو بیا هم اختر مونږ ته یو با ارزښته خوښي راکولی شي.»

د یادونې ده چې مخکې بیلابیلو نړیوالو ادارو هم په څو ځلي اندېښنه ښودلې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او بې وزلي، بیکاري او د خلکو اړتیاوې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي.

خو د طالبانو حکومت چارواکو بیا تل دا ادعا کړې چې وضعیت دومره هم خراب نه دی چې نړیوالې ادارې یې تصویر وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د تازه شمیرو پر بنسټ ، دا مهال نږدې ۲۴ میلیونه افغانان د ژوند د دوام لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG