خبرونه
امیرخان متقی د پولنډ ځانګړي استازي سره کتلي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د چارو لپاره د پولنډ د ځانګړي استازي ویټولډ سبکو سره د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د لیدنې خبر ورکړ.
وزارت د سه شنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د سیاسي او اقتصادي همکاریو، په اروپا کې او په ځانګړې توګه پولنډ کې د افغان کډوالو د ستونزو او ځینو نورو مسئلو په اړه خبرې وکړې.
اعلامیه زیاتوي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له پولنډ څخه وغوښتل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د اړیکو کچه لوړه کړي.
اعلامیه وايی چې د پولنډ ځانګړي استازي ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې د انتخابونو په اړه فکر کوي او د افغان کډوالو د ستونزو په حل یې هم ټینګار کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ازبکستان د فوټبال نړیوال جام ته ووت

ازبکستان او اردن د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام ته لار پيدا کړه.
د افغانستان ګاونډي ازبکستان تېره شپه که څه هم له متحده عرب اماراتو سره لوبه صفر پر صفر مساوي کړه خو د تېرو ښو امتیازاتو په خاطر نړیوال جام ته ولاړ.
تر ازبکستان مخکې په همدې ګروپ کې د افغانستان بل ګاونډي ایران هم نړیوال جام ته لار پيدا کړې ده.
د فوټبال نړیوال جام به کال ته د امریکا په کوربه توب ترسره شي.
د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې بیا هسپانیې خپله سیاله فرانسه ماته کړه او پایلوبې ته ووته.
هسپانیې ۵ پر څلور فرانسه له مخې لرې کړه.
تمه ده په پایلوبه کې هسپانیه او ګاونډی یې پرتګال را روانه یکشنبه مخ شي.
پرتګال په نیمه پایلوبه کې ۲ پر ۱ جرمني ته ماته ورکړې وه.
د عربستان په شمول اکثرو هېوادونو کې اختر دی؛ طالبانو سبا اختر اعلان کړی

نن د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې لوی اختر دی خو افغانستان کې د طالبانو حکومت سبا شنبه اختر اعلان کړی.
پرون د عرفې ورځ وه چې د افغان حاجیانو په شمول د نړۍ لکونو حاجیانو دا دیني مراسم پر ځای او د مزدلفې په لور روان شول.
له افغانستان څخه هم سږ کال دېرش زره کسان د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
اختر داسې وخت راغلی چې اکثر افغان کورنۍ له بیوزلۍ کړېږي او وايي هېڅ چمتووالی یې نه دی نیولی.
د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې ګواښل شوي چې کار پریږدي

په کابل کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا ګواښل شوي دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما دا پېښه تایید کړې ده.
د یوناما په بیان کې چې فرانسې خبري اژانس خپور کړی راغلي :« په کابل کې د ملګرو ملتونو ګڼې ښځینې کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا د هغوی د کار اړوند ګواښل شوي دي.»
بیان زیاته کړې چې دغو جدي ګواښونو ته په پام ملګرو ملتونو د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او امنیت لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.
اکثرو دغو ښځو ته ګواښ شوی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
دا ښځې اوس د خپلو ادارو په سپارښتنه له کوره کار کوي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا دا ډول ګواښونه جرم بولي او وايي چې پولیس یې په وړاندې اقدام کوي.
طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو په کار او تعلیم پراخ محدودیتونه لګولي. د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې په نادولتي ادارو کې ښځې له کار منع کړې.
د ملګرو ملتونو ادارې هغه وخت هم له دې محدودیت مستثنی نه وې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: له خطر سره د مخ افغانانو انتقال ته ژمن یو

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول وایي، له هغو افغانانو سره متعهد پاته کیږي چې جرمنې ته د ورتګ ژمنه ورکړل شوې ده.
جرمني هغو افغانانو ته دغه هېواد ته د ورتګ ژمنه ورکړې چې د دوی د موندنو له مخې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي.
له دې ډلې شاوخوا ۲۵۰۰ افغانان دا مهال په پاکستان کې دي او دا هغه کسان دي چې له وړاندې جرمني چارواکو ورسره د انتقال ژمنه کړې.
د جرمني رسنیو د راپور له مخې د بهرنیو چارو وزیر پرون چهارشنبه د فدارال جرګې یا بوندسټاګ غونډې ته دا خبرې کړي، خو جرمني ته د دغه شمېر افغانانو د انتقال کره وخت یې نه دی یاد کړی.
په جرمني کې د تېرې فبرورۍ میاشتې له ټاکنو او بیا د نوي حکومت له اعلانېدو وروسته هم څو ځله سلګونه افغانان له اسلام اباد څخه په چارتر الوتکو کې دغه هېواد ته ولېږدول شول.
رونالډو خپله لوبډله د اروپایي ملتونو د فوټبال پایلوبې ته ورسوله

د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې نن ماښام اسپانیا او فرانسه د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د نننۍ لوبې ګټونکی به پایلوبې ته ځي او هلته به له پرتګال سره مخامخ کیږي.
د پرتګال لوبډلې تېره شپه جرمني ته دوه-یو ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.
د بیګنۍ لوبې د بریا ګول د پرتګال د فوټبال ستوري کرستیانو رونالډو وواهه.
جرمني د دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره ۶۰ زره سرتېرو ته اړتیا لري

د جرمني د دفاع وزیر ویلي، په ناټو سازمان کې د خپلې دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره شپیته زره نورو سرتیرو ته اړتیا لري.
بوریس پیستوریوس دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې کړې دي.
د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، د ناټو د یوه نوي پروګرام له مخې غړي هېوادونه باید خپلې دفاعي وړتیاوې شاوخوا دیرش فیصده لوړې کړي.
تر دې وړاندې د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي، د دافع هوا سیستم، لرې واټن ویشتونکو وسلو، لوژستیک او د ځمکنیو ځواکونو د تشکیل پراخوالی یې اصلي لومړیتوبونه دي.
پاکستاني پولیسو افغان خبریال نصیر بهروز نیولی دی

د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې ویلي چې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې افغان خبریال نصیر بهروز نیولی دی.
په پاکستان کې میشتې د کډوالو د ملاتړ دغې کمیټې نن پنجشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې بهروز له پاکستانه د اخراج له خطر سره مخامخ دی.
معلومه نه ده چې پاکستاني پولیسو دغه خبریال ولې نیولی، خو تر دې وړاندې پاکستان کې له افغان کډوالو او هغو کسانو سره چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت ديره دي، ورته ناقانونه چلند شوی دی.
د طالبانو د حکومت له بیا واکمنۍ وروسته سلګونه افغان خبریالان دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت په پاکستان کې دیره شوي دي.
طالبان غواړي اروپا کې میشتو افغانانو ته د دوی قونسلي خدمتونه ممکن شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له ملګرو ملتونو غوښتي چې اروپا کې د میشتو افغانانو ستونزو ته دې د دوی د حکومت لاسرسی ممکن کړي.
متقي دغه غوښتنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې روزا اتونبایوا سره په کتنه کې کړي دي.
دغه وزارت نن پنجشنبه ( د غبرګولې ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که د طالبانو حکومت اروپا میشتو افغانانو ته قونسلي خدمتونه برابر کړای شي، د کډوالو حقوقي مسلې به حل شي.
دا مهال په اروپا کې د افغانستان څو محدود سفارتونه او کنسلګرۍ له طالبانو سره تعامل لري، خو ګڼ شمېر نورو سفارتونو او استازولیو کې د پخواني حکومت ډيپلوماتان دي چې دغه تعامل ته چمتو نه دي.
دغې ستونزې په اروپا او امریکا کې میشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونه ټکني کړي او افغانان یې سرګردانه کړي دي.
طالبانو مخکې اعلان کړی و چې اروپا کې له څو محدودو استازولیو پرته د نورو له خوا د پاسپورټ تمدید او نور جوړ شوي سندونه ورته د اعتبار وړ نه دي.
د خلیج هېوادونو شورا؛ طالبان دې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې او کار حقونه ورکړي

د فارس خلیج د همکاریو شورا د افغانستان له اوسنیو واکمنو غوښتي چې د ښځو د زده کړو او کار حقونه خوندي او له زیانمنو ډلو ملاتړ وکړي.
دغې شورا د وزیرانو له ۱۶۴مه ناستې وروسته چې په کویت کې جوړه شوې وه، په یو بیان کې له طالبانو غوښتي چې افغانو ښځو او نجونو ته د زده کړې او کار زمینه برابره کړي.
نژدې څلور کاله کیږي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو نجونې له زده کړو او ښځې له کار کولو راګرځولي دي.
د خلیج هېوادونو په بیان کې د اقلیتونو د حقونو پر ملاتړ هم تاکید شوی دی.
د خلیج فارس هېوادونو له هغې ډلې عربي متحده امارات، بحرین، قطر، عربستان سعودي، عمان او کویت وړمه ورځ ناسته درلوده چې د بحث اجندا يې په سیمه کې امنیتي او بشردوستانه مسایل وو.
د دې هېوادونو په ګډ بیان کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.
نن پنجشنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده

نن پنجشنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.
دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان په کې د عرفات غونډۍ او شاخواو دښتو کې راټولیږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تیروي.
پر عرفات دریدل د حج مهم رکن دی او که له چا پاتي شي په دې مانا دی چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، نو ځکه حاجیان عرفې ته د رسیدو هڅې کوي.
حاجیان له لمر لویدو وروسته مزدلفې ته روانیږي او سبا جمعه د لوی اختر لومړی ورځ ده.
سږکال د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو نژدې یو نیم میلیون مسلمانانو د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
د طالبانو حکومت وايي، د حج د مراسمو لپاره دیرش زره حاجیان له افغانستانه ورغلي دي.
طالبانو د جمعې ورځ عرفه او د شنبې ورځ د لوی اختر لومړی ورځ اعلان کړې ده.