د کډوالو نړیوال سازمان (اې او ایم) وایي له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه په ځانګړي ډول اندېښمنونکي خبره دا ده، چې د پام وړ کورنۍ هم ایستل شوي دي.
"اې او ایم" (سهشنبه) د جون په درېیمه په خپل تازه راپور "له ایران څخه د جبري ستنولو شدید زیاتېدل" کې دا مسئله یو تازه بهیر ګڼلی زیاته کړې، داسې مهال چې په ورستیو څو میاشتو کې به ډیری ستنېدونکي مجرد نارینه وو.
په دوام کې راغلي، دوی یوازې د ۲۰۲۵ په مې میاشت کې له ایران څخه افغانستان ته د ۱۵،۶۷۵ کورنیو ستنېدل ثبت کړی دي.
د "اې او ایم" په ټکو دا شمېر د اپریل میاشتې په پرتله چې یوازې ۶،۰۰۰ کورنۍ راستنې شوې وې، شاوخوا ۲.۳ چنده زیاتوالی ښيي.
"اې او ایم" زیاتوي چې په مې ۲۰۲۵ کې د هغو بې اسنادو افغان کورنیو شمېر چې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې ایران څخه ایستل شوي، د ۲۰۲۴ د مې میاشتې په پرتله تر درې چنده زیات زیاتوالی ښيي.
په ورته وخت کې، یو شمېر افغانان هم وایي چې په دې وروستیو کې له خپلو کورنیو سره یو ځای له ایران څخه ایستل شوي دي.
اسدالله چې په مې میاشت کې له خپلې کورنۍ سره له ایران څخه ایستل شوی، ازادي راډیو ته یې وویل:
مونږ، زه او کورمۍ مې یوه اونۍ کیږي چې له ایران ایستل شوي یو. مونږ د کرنې په برخه کې کار کاوه، راغلل او موږ یې له کروندې څخه نیغ په نیغ اخراج کړو. اوس په فاریاب کې یو او ډېرې ستونزې لرو.
په ورته وخت کې یو بل افغان کډوال چې نه غواړي د موضوع د حسایت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې په دې ورستیو کې یې ورور او د هغه کورنۍ له ایران ایستل شوي دي:
کورنۍ ډېر ځورول کیږي. دوی له کورونو ایستل کیږي، نیونې ډېرې دي. خلک ډېر ځورېږي. څو ورځې مخکې مې ورور له خپلې کورنۍ سره ایستل شوی دی." د اې او ایم" په راپور کې راغلي چې دا زیاتوالی وروسته له هغې دی، چې ایراني چارواکو په دې ورستیو کې اعلان وکړ چې د افغان کډوالو ایستل به چټکوي.
په راپور کې ویل شوي چې د مې میاشتې په وروستیو کې د ایران لخوا یوه اعلامیه خپره شوې چې له مخې یې ټول هغه افغانان چې اسناد نه لري، باید د ۲۰۲۵ ما د جولای تر ۶ مې پورې له ایرانه ووځي او دا اقدام ښايي تر څلور میلیونو پورې کسان اغېزمن کړي.
"اې او ایم" دا هم ویلي چې دا بهیر پاکستان څخه د افغانانو له اخراجونو سره هممهاله روان دی، هغه هیواد چې هره اونۍ ورنه زرګونه کسان ایستل کیږي.
راپور زیاتوي چې دې فشارونو په افغانستان کې د کډوالو منلو او بیا میشتیدنې سیستمونه، په ځانګړي ډول هغه سیمو کې چې د راستېدونکو شمېر پکې لوړ دی، سخت ځپلي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان دوه ورځې مخګې په خپل راپور کې ویلي وو چې د مې میاشتې په درېیمه اونۍ کې له ایران څخه تر ۶۱،۰۰۰ زیات کسان او له پاکستان څخه تر ۴۳،۰۰۰ زیات کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) یوه اونۍ مخکې وویل چې یوازې د اپریل او مې په میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه تر نیم میلیونه زیات افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.