د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۲

افغانستان کې د طبي لابراتوارونو پر کیفیت پراخې نیوکې، ډبلیو.ایچ.او تازه ځینو هغو ته تجهیزات برابر کړي


کندز کې یو روغتون، ارشیف
کندز کې یو روغتون، ارشیف

په افغانستان کې ګڼ خلک هلته د شته طبي لابراتوارونو د کیفیت په اړه شکایتونه لري او وایي، دا مرکزونه د دوی د نن سبا اړتیاوې نه پوره کوي.

د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم په دې هېواد کې زرګونه لابراتوارونه او د تشخیص مرکزونه فعالیت کوي او په دې برخه کې په میلیونونو ډالر پانګونه شوې، خو مهمې او جدي ناروغۍ په کې نه تشخیصېږي.

زموږ یو ناروغ دی، څلور پنځه کاله کېږي چې ناروغي یې هېڅ سمه تشخیص نه شوه
د کابل یو اوسیدونکی

"زموږ یو ناروغ دی، څلور پنځه کاله کېږي چې ناروغي یې هېڅ سمه تشخیص نه شوه"

دا د کابل ښار یو اوسېدونکی دی چې د موضوع د حساسیت له امله خپل نوم نه اخلي، خو د لابراتوارونو او تشخیص مرکزونو د کار د څرنګوالي په اړه شکایت کوي.

دی وایي په پېژندګلوو کې یې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ له تېرو نژدې ۵ کلونو راهیسې ناروغه ده، خو بېلابېلو د تشخیص مرکزونو ته د مراجعې سربېره یې ناروغي نه ده تشخیص شوې: "لابراتوارونه او د تشخیص مرکزونه په کابل کې شته، خو تش په نوم دي، زموږ یو ناروغ دی چې هېڅ تشخیص یې نه کېږي، هر لابراتوار او ډاکتر ته چې ځي یوازې درمل ورکوي او هغه درملو سره هم هېڅ نه ښه کېږي، بهر ته د تلو نه وس لري نه واسطې."

د ډیری ناروغانو کورنۍ په دې لابراتوارونو او د تشخیص مرکزونو کې د غلط تشخیص له امله هم شکایت کوي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکي چې ده هم نه غوښتل راپور کې یې نوم او غږ خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل چې څه موده وړاندې ورته په طبي لابراتوارونو کې د لور یوې عادي مکروبي ناروغۍ په اړه ویل شوي و چې د سینې په سرطان اخته ده او دوی یې سخت اندېښمن کړي و چې په خبره یې پاکستان ته له تګ او معایناتو وروسته دا خبره غلطه ثابته شوه.

خو دا شکایتونه یوازې له کابله نه، بلکې په ځینو ولایتونو کې هم مطرح کېږي.

د کونړ ولایت اوسېدونکي عبدالستار ایوبي ازادي راډیو ته یې وویل چې مور یې د وینې په سرطان او تره یې بیا د زړه په ناروغۍ اخته دي چې په خبره یې د تشخیص لپاره پاکستان ته په تګ اړ شوي دي: "کونړ ولایت او بیا په ختیځ زون کې موږ داسې مجهز لابراتوار نه لرو چې هغه کې د شدیدو او جدي ناروغیو تشخیص وشي او نتیجه یې په کې معلومه شي، زما د مشر تره چې د زړه ناروغي لري او د مور مې چې د وینې سرطان لري ټول معاینات او تشخیص په پاکستان کې وشو، دلته خو داسې لابراتوار نشته او که څوک د دې معایناتو د ترسره کولو لپاره بهر هم ځي په ډېرو سختیو او مشکلاتو ځي."

د اروزګان ولایت اوسېدونکی شفیع الله هم د ورته ستونزو خبره کوي: "زموږ ناروغان (د کوچنیو ناروغیو) معایناتو لپاره یا کابل ته ځي یا کندهار، خو چې هلته یې هم تشخیص ونه شي بیا ځي پاکستان او نورو هېوادونو ته، زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې موږ ته دې لابراتورونه جوړ کړي تر څو ناروغان مو په خپل ولایت کې د ناروغیو تشخیص وکړي."

دوی وایي د افغانستان د روغتیا سکټور کې ستونزې د دې لامل کېږي چې هره ورځ سلګونه او زرګونه افغانان د خپلو ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره هند، پاکستان او ایران ته سفر وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دې خلکو د شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د هېواد په څو بېلابېلو ولایتونو کې د لابراتوارونو مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل چې دوی د جدي او سرطاني ناروغیو د تشخیص لپاره کافي کیمیاوي مواد او وسایلو ته لاسرسی نه لري.

له دې ډلې مایکروبیالوجسټ او د یو خصوصي لابراتوار مسؤل انعام الله کاموي ازادي راډیو ته وویل: "لومړی خو موږ سره داسې کسان نشته چې هغوی په لابراتوار کې تخصص کړی وي، اکثریتو جنرل «عمومي» برخه زده کړې وي، د هرې معاینې لپاره جلا متخصصان نشته، بل موږ د ټکنالوژۍ (وسایلو) کمښت لرو، لابراتوارونو کې هر ډول ماشینونه شته، خو د هر ډول معاینې لپاره جلا کېټ ضرورت دی، نو هغه کېټونه که موږ برابروو پر موږ اکسپایر کېږي، تاوان کوو، نو په ټوله کې که سنټرال (مرکزي) لابراتوار وي کولای شي چې ټول افغانستان کَوَر کړي، خو د سنټرال لابراتوارونو نشتون هم دی."

ډاکتران د هرې عادي او جدي ناروغۍ د درملنې لپاره تر ټولو مهم او لومړنی قدم د هغه دقیق تشخیص بولي.

دوی وایي که ناروغي په خپل وخت او کره ډول تشخیص نه شي درملنه یې سخته او حتی ناممکنه کېدای شي.

دلته د خلکو وسه هم نه کېږي چې ټول معاینات وکړي او نه ډاکتران ورته ټول معاینات ورکوي او نه هم د ټولو معایناتو تخنیکي وسایل شته
ډاکټر عطاالله سیام

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر عطاالله سیام ازادي راډیو ته وویل: "د ډېری ناروغانو په خپل وخت تشخیص نه کېږي چې بیا ناروغي یې اوج ته رسېږي او چې اوج ته ورسېږي بدن کې نورې ستونزې او ناروغۍ رامنځته کوي، بیا اصلي لامل په کې ورکېږي، دلته د خلکو وسه هم نه کېږي چې ټول معاینات وکړي او نه ډاکتران ورته ټول معاینات ورکوي او نه هم د ټولو معایناتو تخنیکي وسایل شته، دا ټول د کره تشخیص او سمې درملنې مخه نیسي."

د یادونې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د مې په ۲۸مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي و چې دوی تازه په افغانستان کې د بې بنسټه یا غلطو تشخیصونو د مخنیوي لپاره په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د عامې روغتیا ۱۹۴ مرکزي لابراتوارونو او د تشخیص مرکزونو ته لابراتواري توکي وېشلي دي.

دې سازمان ویلي چې په دې توکو کې د سرطان کشف، مایکروبیولوژي او بایو کیمیکل ازموینې لپاره اړین توکي او وسایل شامل دي چې د لابراتوارونو ظرفیت لوړوي او د روغتیا پالنې کیفیت ښه کوي.

که څه هم د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت دا معلومات هم ازادي راډیو سره شریک نه کړل چې دا مهال په ټول افغانستان کې څومره شمېر دولتي یا وړیا لابراتوارونه او د ناروغیو د تشخیص ځانګړي مرکزونه فعال دي، خو له دې وړاندې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او ښارونو خلکو ازادي راډیو ته حتی تر ټولو لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو د نشتون شکایتونه هم کړي دي.

ګاونډویو هېوادونو په ځانګړې توګه هند او پاکستان ته د افغانانو د سفرونو تر ټولو زیات لاملونه همدا د ناروغیو د تشخیص او درملنې په اړه دي چې هر کال په زرګونه خلک له ګڼو اقتصادي، د ویزو او پاسپورټونو ستونزو سربېره دغو هېوادونو ته په تګ مجبورېږي.

دغه راز د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په ګډون د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو وخت په وخت په ټول افغانستان کې د روغتیایي وضعیت د بدېدو او اسانتیاوو د شدید کمښت په اړه بېلابېل راپورونه خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG