د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۱

روسي ځواکونو د سولې تر خبرو ورځ مخکې کییف ویشتلی


پر اوکراین د روسیې برید
پر اوکراین د روسیې برید

د اوکراین په پلازمینه کییف کې نن د خطر زنګونه هغه وخت وشرنګیدل چې روسیي ځواکونو تازه بریدونه پیل کړل.

دا حملې د شپې شاوخوا دوه بجې په داسې حال کې پيل شوې چې ټاکل شوې ده سبا دوشنبه د دغو دواړو هیوادونو مرکچیان په دوهم ځلي مخامخ خبرو کې برخه واخلي.

د مې په شپاړسمه په ترکیه کې د کیف او مسکو د استازیو د مخامخ خبرو په لومړي پړاو کې دواړو لوریو موافقه وکړه چې ډیر اسیران سره تبادله کړي، خو د جګړې د پای ته رسیدو او د سولې د ټینګیدو په برخه کې هیڅ پرمختګ ونه شو.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن په ټیلګرام کې ولیکل چې هوایي ځواکونه دفاع کوي، خلک دې پناهځایونو ته پناه یوسي.

اوکرایني ځواکونه وایي چې په تیرو څلرویشت ساعتونو کې یې له روسیي ځواکونو سره د لومړۍ کرښې په اوږدو نژدې دوه سوه ځله نښتې کړې دي.

د شمال لور ته بیا د اوکراین د سومي په سیمه کې چارواکو د یولسو ښارګوټو او کلیو له خلکو غوښتې دي چې د روسیي پوځیانو د فشارونو له امله دې له خپلو کورونو ووځي.

نژدې اونۍ مخکې د اوکراین ولسمشر ولودومیرزیلینسکي وویل چې روسیې د سومي سیمې ته نژدې شاوخوا پنځوس زره پوځیان راغونډ کړې دي.

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل چې روسي ځواکونو د روسیې پولې ته نږدې د سومي په سیمه کې د ودولاهي په نوم کلی چې سرحد ته نژدې پروت دی ، نیولی دی. د روسیې دفاع وزارت په دونیڅک کې د نووپول په نوم د یوه کلي د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د روسیې کرسک سیمه له سومي سره نژدې پرته ده، د دې سیمې والي وویل چې د شپې په مخه د اوکراین د ډرون بریدونو له امله لس تنه ټپیان شوې دي. دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تاییدلی.

روسیې د اوکراین، متحده ایالاتو او په اروپا کې د کیف د ملاتړو لخوا د ۳۰ ورځني اوربند د غځولو لپاره له څو اونیو راهیسې غوښتنې رد کړې دي او بریدونه یې دوام لري، بل لور ته یې له اوکراین څخه غوښتې دي چې د جون په دویمه نیټه استانبول ته د خبرو لپاره استازي واستوي.

کییف ویلي دي چې دوی د ترکیې په غونډه کې برخه اخلي، خو تر دې خبرو مخکې باید مسکو له کړې ژمنې سره سم د سولې لپاره خپل وړاندیز ورسره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG