د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۹

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه: افغانستان د طالبانو له‌خوا د منتقدینو او رسنیو په زندان بدل شوی


د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري وضعیت په ترینګلتیا تورن کړی او ویلي یې دي، چې دوی د خلکو پر ازادیو محدودیتونه لا زیات کړي او ټولنه یې د روڼ‌ اندو او منتقدینو په زندان بدله کړې ده.

دغې ټولنې چې ځان په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو د فعالانو د همغږۍ شبکه ګڼي، د پنجشنبې په ورځ (د مې په ۲۹مه) په خپله د ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پرله‌پسې ډول رسنۍ په نښه کوي او د مطبوعاتو پر ازادۍ محدودیتونه یې سخت کړي دي.

دې ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې د دیني عالمانو ځپنې، د خبریالانو نیول، د ښځو څنډې ته کول او بشري ناورین د پراخېدو په حال کې دی.

ځینې کسان چې د طالبانو د حکومت د زندان تجربې لري، د دوی لخوا د سختو شکنجو ادعاوې کوي او وایي چې په افغانستان کې د «روان بشري ناورین» د پای رسولو لپاره دې نړیوال پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

د مدني او بشري حقونو یو فعال چې په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو په زندان کې و، د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"زه تقریباً څلور میاشتې د طالبانو په زندان کې وم، دلیل یې دا و چې د نجونو د تعلیم، د بشري حقونو او نورو بنسټیزو حقونو په اړه موږ کله ناکله پر ټولنیزو رسنیو غږ پورته کوو او لیکل کول، چې طالبان خبر شوي وو، راباندې چاپه ووهله او ویې نیولم. په دې کې زه یو میاشت د استخباراتو په توره کوټه کې وم، چې ذهني او فزیکي شکنجې په کې ورکوي، او بیا یې «عمومي» زندان ته ولېږلم. د استخباراتو په زندان کې یې دوه لومړۍ ورځې ووهلم، خو نور خلک مې ولیدل چې د وهلو پر مهال ان معده یې سورۍ او بیا عملیات شول."

اعلامیه زیاتوي، چې د طالبانو استخباراتي ادارو او مذهبي پولیسو (محتسبینو) د مدني ټولنې د سازمانونو رول محدود کړی او په ناموجه دلایلو یې فعالیتونه لغوه کړي دي.

دې ټولنې زیاته کړې، چې د بشري حقونو فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین په دوامداره توګه د طالبانو لخوا ګواښل کېږي او توهینېږي، او په ټکو یې، ښځې یې له ټولنې څنډې ته کړي.

دا هغه څه دي چې د بشري حقونو ځینې مدافعین او د ښځو د حقونو فعالانې یې هم په اړه اندېښنه ښيي.

د "رواداري" په نوم د بشري حقونو سازمان مشرې، شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل:

"هر څوک چې د طالبانو خلاف فکر کوي او یا جرأت کوي چې د دوی پالیسۍ وننګوي، له نیولو، شکنجو او یا اجباري ورکېدو سره مخ کېږي. کورنۍ او خبریالان هم ګواښل کېږي. د وېرې له امله داسې فضا نشته چې خلک وکړای شي خپل حاکمان وپوښتي او پالیسۍ یې نقد کړي. دا طبعاً د دې لامل کېږي چې وضعیت بدتر شي او هغه پالیسۍ چې د خلکو د غوښتنې خلاف دي، عملي شي."

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه چې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رامنځته شوې، په جلا وطنۍ کې فعالیت کوي او خپل هدف د افغانانو د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي لپاره هڅه بولي. وايي، "د ټولنیزو ډلو پر وړاندې تعصب اوج ته رسېدلی او قومي ټولنې په ناامنۍ کې ژوند کوي."

دغه‌ شان د ښځو د حقونو فعاله رقيه ساعي چې دا هم د طالبانو د زندان تجربه لري، ازادي راډیو ته یې وویل:

"طالبانو په بیا واکمنېدو، ښځې له ټولو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي برخو لرې کړي. افغان ښځه حتا له خپلو بنسټیزو حقونو چې تعلیم او کار دی، محرومه ده. موږ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړو، چې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي او د یو ټول‌شموله، مشروع او ولسواکه حکومت او انتخاباتو زمینه افغانستان کې برابره کړي. تر څو چې یو سم حکومت نه وي، قانون به موجود نه وي."

دې ټولنې یادونه کړې، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پرله‌پسې ډول رسنۍ په نښه کوي او د مطبوعاتو پر ازادۍ محدودیتونه یې سخت کړي دي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې په ټکو، اوس د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې چې د هېواد ۵۰ سلنه خاوره کېږي، په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو خپرول بند دي.

د بشري حقونو مدافعانو ویلي، چې په کندهار کې د طالبانو مشرتابه حکومتدارۍ ته سخت زیان رسوي او په ټکو یې، د طالبانو مشر د دې پر ځای چې د سیاسي او جوړښتي پرېکړو لپاره په رسمي دولتي سرچینو او قانوني نورمونو تکیه وکړي، له دیني مدرسو او دیني عالمانو چې د دوی ایډیالوژي لري، استفاده کوي.

دې ټولنې خبرداری ورکړی، چې دا چلند "افراطیت او مذهبي تعصب ته لمن وهي، سیاسي سیستم او په افغانستان کې بشري حقونو وضعیت ته سخت زیان رسوي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د څرګندونو او په راپور کې د مرکه شویو کسانو د ادعاوو په اړه، د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو مخکې د طالبانو حکومت د زندانونو د ساتنې ادارې په زندانونو کې له بندیانو سره ناسم چلند او د دوی شکنجه کول رد کړي وو، او ذبیح‌الله مجاهد بیا د خبریالانو د نیونې او په رسنیو د محدودیتونو په اړه ویلي وو، چې خبریالان د خپل رسنیز کار له امله نه دي نیول شوي او دوی د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې له رسنیو ملاتړ کوي.

دا یادونه ده، چې دا مهال د طالبانو حکومت سره درې دیني عالمان بندیان دي. دا ادعا د دوی کورنیو او خپلوانو ازادي راډیو سره خبرو کې کړې ده.

هممهاله د افغانستان د خبریالانو مرکز، پنجشنبه د غبرګولي په اتمه، ازادي راډیو ته ویلي، چې اوس‌ اوس ۱۰ خبریالان د طالبانو په بند کې دي، خو د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې له طالبانو سره د بندي خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر ۱۶ تنه ښوولی دی.

XS
SM
MD
LG