د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۵

د طالبانو په غوښتنه د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې د فلسطین په ملاتړ اعتراضي غونډې او لاریونونه شوي


A photo of a protest in Kabul in support of the people of Gaza and against Israel, published by the Taliban-run state news agency, Bakhtar.
A photo of a protest in Kabul in support of the people of Gaza and against Israel, published by the Taliban-run state news agency, Bakhtar.

د جمعې په ورځ زرګونو کسانو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې په هغو اعتراضي غونډو او لاریونونو کې برخه واخیسته چې د طالبانو د حکومت د چارواکو په غوښتنه په فلسطین کې د غزې د خلکو په ملاتړ جوړ شوي وو.

تر دې مخکې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له خلکو غوښتي وو چې د غزې په ملاتړ غږ پورته کړي په ورته وخت کې د جمعې په سهار د طالبانو د حکومت ریس الوزار ملا حسن هم یو اعلامیه په غزه کې د اسرایلو روان بریدونه «نسل‌وژنه او بشري جنایت» بللي و او له خلکو یې غوښتي وو چې " د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته د مسجدونو په محوطو کې" کې د فلسطینانو د ملاتړ غږ پورته کړي.

ددې لاریونونو په خپروو شویو ویډیو تصویرونو کې یو شمېر خلک ښکاري چې د طالبانو او فلسطین بیرغونه لیږدوي او د فلسطینیانو په ملاتړ او د اسرایلو پر ضد شعارونه ورکوي.

طالبانو حکومت له خلکو ددې اعتراضونو غوښتنه داسې مهال کوي چې د خپلې واکمنۍ د پیل راهېسې افغانستان کې پر نورو اعتراضي غونډو او لاریونونو بندیز لګولی دی.

ځینې رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې په ځینو ځایونو کې طالبانو دکانداران محصلین په زور لاریونونو ته اړ کړي دي.

اعلامیه پر داسې مهال خپرېږي چې پر غزه د اسراییلو بریدونو دوام او دغلته د رامنځ ته شوي بشري ناورین په اړه د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالو بنسټونو هم اندیښنې ښودلې دي.

اسرایل پر غزه دا بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه وروسته له هغه پیل کړل چې حماس پر اسراییل یو ناڅاپي برید وکړ، چې د اسرایل د چارواکو په وینا په ترڅ کې یې شاوخوا ۱٬۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د غزې چارواکي وایي، له هماغې نېټې تر دې دمه پر غزه د اسرایلو په بریدو کې تر ۵۴ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اسراییل وایي، تر هغه به جګړه ونه دروي څو چې ټول یرغمل شوي کسان خوشې او حماس بې وسلې نه شي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

XS
SM
MD
LG