د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۱

خبرونه

قزاقستان تایید کړه چې په ترانس افغان پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

قزاقستان په ترانس افغان ریللارې کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونې ته خپل چمتووالی تایید کړ.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې قزاقستان د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د افغانستان په خاوره کې د ترانس افغان په نوم د ریللارې پر جوړولو نیم میلیارد ډالره پانګونې ته تیاري ښوولې ده، خو قزاقستان په دې اړه رسماً څه نه و ویلي.

د رېل فرایټ په نوم د ریللارو ځانګړې ویبپاڼې تېره شپه په یوه راپور کې د قزاق چارواکو په قول وویل چې دغه هیواد حاضر دی په ترانس افغان پروژه کې نیم میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

روسیې هم ویلي چې په دې پروژه کې، په تېره بیا د ریلګاډو د ماشینونو په برخه کې پانګونې ته تیاره ده.

د دې پروژې په اړه په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ موافقه وشوه.

د دې رېللارې د جوړېدو لګښت شاوخوا ۷ میلیارد ډالره اټکل شوی او د جوړېدو په صورت کې به د هغه په وسیله د کال کابو ۲۰ میلیون ټنه بار انتقالېدای شی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اسراییل صدراعظم، فرانسه، برتانیا او کاناډا د حماس ډلې په ملاتړ تورن کړل

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د فرانسې، برتانیا او کاناډا پر مشرانو تور لګولی چې له فلسطینۍ حماس ډلې سره مرسته کوي.

نتنیاهو دا تور د دې دریو هېوادونو له هغه ګواښ وروسته ولګاوه چې ویلي یې دي که اسراییل په غزه کې په دې وروستيو کې پیل شوي عملیات ونه دروي نو پر وړاندې به یې مشخص اقدامات وکړي.

ښاغلي نتنیاهو پرون دې هېوادونو ته په خطاب کې وویل چې تاسو د بشریت او د تاریخ په ناسم اړخ کې درېدلي یاست. نتنیاهو پر فرانسې، برتانیا او کاناډا د هغې ډلې د ملاتړ تور ولګاوه چې د ده په وینا په ډله ایزو وژنو، جنسي تېريو، اختطافونو او د ماشومانو په وژنو کې لاس لري. د هغه اشاره د اسراییل پر خاوره د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې حملې ته وه.

د فرانسې، برتانیا او کاناډا حکومتونو د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه ګډ بیان کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د نویو پوځي عملیاتو د بندولو او دې سیمې ته د بشري مرستو د پریښودو غوښتنه وکړه.

د جي اوه ډلې د مالیې وزیران؛ که روسیه له اوکراین سره اوربند ونه مني نو فشارونه په پرې زیات شي

په کاناډا کې د جي اوه ډلې د مالیې د وزیرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو د غونډې یوه څنډه
په کاناډا کې د جي اوه ډلې د مالیې د وزیرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو د غونډې یوه څنډه

د اوو لویو صنعتي هېوادونو جي اوه ډلې د مالیې وزیرانو پرون موافقه وکړه چې که روسیه په اوکراین کې له اوربند سره موافقه ونه کړي نو پر دې هېواد فشار به زیات کړي.

د جي اوه د ماليې وزیرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو پرون په کاناډا کې په خپله غونډه کې وویل چې که روسیه په اوکراین کې جګړې ته دوام ورکړي نو دوی به نور بندیزونه پرې ولګوي. دوی په خپله ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې که په اوکراین کې د اوربند لپاره هـڅې نتیجه ورنه کړي د بندیزونو په ګډون پر روسیې د فشار د زیاتولو پر بېلابېلو لارو چارو به غور وکړي.

په پام کې ده د جي اوه ډلې سرمشریزه د جون په نیمايي کې جوړه شي او سپینې ماڼۍ پرون تایید کړه چې په دې غونډه کې به د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ هم ګډون وکړي.

ولسمشر ټرمپ په تېره جنوري میاشت کې له لوړې وروسته د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو ژمنه وکړه.

د طالبانو حکومت او روسیه د ملي پولي واحدونو په وسیله د سوداګرۍ په اړه خبرې کوي

Afghanistan -- People walk past Da Afghanistan Bank in Kabul, 28Jun2011
Afghanistan -- People walk past Da Afghanistan Bank in Kabul, 28Jun2011

رویټرز خبري آژانس راپور ورکوي چې د طالبانو او روسیې حکومتونه په خپلو کې د بانکي اړیکو د پراخولو په اړه په خبرو کې پرمختګ کړی دی.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ نېټه) رویټرز ته ویلي، افغانستان او روسیه چې دواړه د لویدیځ بندیزونو ځپلي دي غواړي د خپلو پولي واحدونو په وسیله د میلیونونه ډالرو په ارزښت سوداګري وکړي. نوموړی زیاتوي چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلو د دې طرحې پر جزییاتو خبرې کړې دي.

ښاغلی عزیزي وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه اوس مهال په کال کې ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د عزیزي په وینا د طالبانو حکومت چین ته هم ورته وړاندیز کړی او په دې اړه په کابل کې د چین له سفارت سره یولړ خبرې شوې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې مرکزي بانک په دې اړه د رویټرز پوښتنې ځواب نه کړې.

په ۷ ولایتونو کې د سیلونو او ورښتونو وړاندوینه شوې

د هواپېژندنې د ادارو له اټکل سره سم، له نن جمعې څخه د هیواد په یو شمېر سیمو کې د سیلونو او د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې د کورنیو او نړیوالو ادارو پر اساس پرون (پنجشنبه) وویل چې د لغمان، کونړ، پنجشېر، نورستان، ننګرهار، تخار او بدخشان ولایتونو په ځینو سیمو کې به له ورښتونو سره یوځای سیلونه د شنبې په ورځ هم دوام وکړي.

د هواپېژندنې ادارو هغو کسانو ته، چې د سیندونو غاړو ته نژدې اوسي، خبرداری ورکړی چې احتیاطي تدابیر غوره کړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر له افغانستان، بنګله دېش او چین سره د بلاک د جوړېدو غوښتنه وکړه

د پاکستان مرستیال صدراعظم او د باندنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ وویل چې پاکستان باید له افغانستان، چین، او بنګله‌دېش سره ګډ بلاک جوړ کړي.

ډار دا څرګندونې له هند سره د خپل هیواد له وروستۍ شخړې وروسته په پیکینګ کې د پاکستاني سوداګرو له استازو سره په غونډه کې وکړې.

ده له افغانستان سره وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې وویل چې له څو کلونو راهیسې اړیکې سړې وې، خو دی افغانستان ته تللی و او هلته یې د دغه هېواد له واکمنو طالب مشرانو سره لیدلي دي.

ډار په داسي حال کې د افغانستان په شمول د سیمې د څو هیوادونو د ايتلاف غوښتنه وکړه چې د لکونو افغان کډوالو د ایستلو، سرحدي نښتو، د لارو د بندېدو او د ټي ټي پي د ملاتړ په شان د ادعاوو پر سر د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې دي.

د کونړ په یوه ځنګلي سیمه کې اور لګېدلی

د کونړ ولایت په یوه ځنګلي سیمه کې پرون (پنجشنبې) اور ولګېد.

ځایي سرچینو آزادي راډیو ته ویلي چې اور د چوکي ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې په غرنیو ځنګلونو کې بل شو.

تر پرون ناوخته پورې د اور لمبې بلې وې او مخه یې نه وه نیول شوې او اندېښته شته چې نورو سیمو ته هم خپور شي.

تراوسه د اور لګېدو علت نه دی معلوم.

په تېرو کلونو کې هم د کونړ او نورستان ولایتونو په ځنګلونو کې په ځلونو اورونه لګېدلي او چاپېریال ته یې ډېر تاوانونه اړولي دي.

د جرمني صدراعظم د لوا د پرانیستلو لپاره لیتوانیا ته لاړ

د جرمني صدراعظم، فریدریش مرڅ، د پنجشنبې په ورځ (د مې ۲۲مه - د غبرګولي ۱مه) لیتوانیا ته لاړ، چې په پلازمېنه ویلنیوس کې د جرمني د پوځیانو د یوې نوې قطعې رسمي ځای پر ځای کېدا اعلان کړي.

د جرمني د ۴۵م زغروالې لوا د ځای پر ځای کېدو مراسم به د ویلنیوس ښار په مرکزي میدان کې ترسره شي، چې پکې به له زرو څخه زیات لیتوانیایي او جرمن سرتیري ګډون ولري.

دا نوې جوړه شوې پوځي قطعه، چې ۴۸۰۰ سرتېري او ۲۰۰ ملکي کارکوونکي لري، د دې لپاره رامنځته شوې چې د اروپایي بلاک په ختیځه څنډه کې د ناټو حضور پیاوړی شي او د روسیې احتمالي ګواښونو ته ځواب ورکړي.

د لیتوانیا حکومت اعلان کړی چې دا لوا به د پلي پوځ او ټانکونو له کنډکونو څخه جوړه وي، او باید تر ۲۰۲۷ کاله پورې بشپړه عملیاتې شي.

اوس مهال د جرمني شاوخوا ۷۰۰ پوځیان په لیتوانیا کې ځای پر ځای دي.


طالبان وايي، چین له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه

امیرخان متقي
امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د چین د پراختیایي همکاریو ادارې مشر، ژیاودونګ، د دې وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې د روغتیا، انرژۍ، کرنې او ظرفیت جوړونې په برخو کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ضیاء احمد تکل، نن پنجشنبې (د غبرګولي لومړۍ) پر ایکسپاڼه لیکلي چې په پیکینګ کې په دې کتنه کې د چین د پرمختیایي پروژو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

متقي، چین د افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي شریک بللی او پیکینګ ته یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر ضد کار نه اخیستل کیږي.

تر دې وړاندې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سې‌شنبې په ورځ په پیکینګ کې د پاکستان او چین له بهرنیو چارو وزیرانو سره په یوه غیر رسمي درې‌اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.

د ایران د اتومي خبرو پنځم پړاو په روم کې پیلیږي

په اتومي خبرو کې د ایران د مرکچي پلاوي مشر
په اتومي خبرو کې د ایران د مرکچي پلاوي مشر

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران او متحدوایالتونو ترمنځ د اتومي خبرو پنځم پړاو به سبا جمعه (د غبرګولي دوهمه / د مې ۲۳مه) د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پیل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د خبرو د نوي پړاو وړاندیز د عمان له لوري شوی دی.

واشنګټن تر اوسه پورې له ایران سره د نویو اټومي خبرو د نېټې او ځای په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران او امریکا ترمنځ د اتومي خبرو څلورمه دوره د ثور په ۲۱مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې شوې وه.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د سې‌شنبې په ورځ هیله وښوده چې له ایران سره به اتومي هوکړې ته ورسیږي، ځکه د ده په وینا له دې پرته بل انتخاب به «خورا بد وي.»

روبیو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران په اتومي پروګرام باید د یورانیمو غني کول شامل نه وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG