د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۸

ترمپ پوتین سره تر ټیلیفوني اړیکې وروسته وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې به سمدستي پیل شي


د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ،او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ،او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دوه ساعته ټیلیفوني خبرو اترو وروسته اعلان وکړ چې مسکو چمتو دی چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي.

د روسیې د دولتي رسنیو په وینا، پوتین وویل چې هیواد یې د اوربند ملاتړ کوي او غواړي چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره اغیزمنې لارې چارې رامینځته کړي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې روسیه چمتو ده چې د اوکراین سره د اوربند د ټینګولو لپاره د تفاهم لیک جوړ کړي، په دې شرط چې داسې جوړجاړی وشي چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

پوتین له ټرمپ سره خپلې خبرې اترې ګټورې، او رغنده وبللې او د روسیې او اوکراین ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو په بیا پیلولو کې یې د متحده ایالاتو د رول لپاره له ډونالډ ټرمپ څخه مننه وکړه.

ولادیمیر پوتین سره د دوه ساعته ټیلیفوني خبرو اترو وروسته، ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې به سمدلاسه پیل شي.

د امریکا ولسمشر په ټولنیزه شبکه "ټروت" کې لیکلي چې دغه زنګ وهل ډیر ښه وو او هغه د ولادیمیر زیلینسکي او د اروپايي ټولنې، فرانسې، ایټالیا، جرمني او فنلینډ مشرانو سره هم ګډه خبرې اترې وکړې.

هغه دا وړاندیز هم وکړ چې نوی پاپ، لیو، کولی شي دا خبرې اترې په واتیکان کې ترسره کړي.

د ټرمپ په وینا، روسیه د امریکا سره پراخه سوداګرۍ ته لیوالتیا لري، او اوکراین به هم د خپل هیواد د بیارغونې لپاره له دې پروسې څخه ګټه پورته کړي.

کریملین اعلان وکړ چې ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو ټیلیفوني خبرو کې د روسیې او امریکا د اړیکو په تړاو مهمې خبرې وکړې. دواړو خواوو د مخامخ غونډې د ترسره کولو ملاتړ هم کړی، او د دوی ټیمونو د دې د پلان کولو لپاره ټاکل شوي دي. دواړه هېوادونه د بندیانو د تبادلې په اړه هم غور کوي.

د راپورونو له مخې، په دې خبرو اترو کې، ټرمپ بندیزونه بې اغیزې وګڼل او یوې موافقې ته رسیدو ټینګار یې وکړ. د کرملین په وینا، خبرې اترې په ګرمه فضا کې ترسره شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، دغویي په ۲۹مه، د ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلینسکي او همدارنګه د ناټو مشرانو سره په جلا جلا تلیفوني خبرو کې اعلان وکړ چې هغه به د اوکراین په جګړه کې د اوربند په اړه د پرمختګ هڅه وکړي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ د تلیفوني خبرو اترو دمخه وویل چې هغه له ټرمپ څخه وغوښتل چې له کیف سره له همغږۍ پرته د اوکراین په اړه پرېکړې ونه کړي.

د راپورونو له مخې ټرمپ خپلې هیلې د پوتین په یوه نوې شخصي غوښتنې پورې تړلې وې ترڅو د کریملین مشر قانع کړي چې له کیف سره د ۳۰ ورځني غیر مشروط اوربند سره موافقه وکړي.

خو د ټیلیفوني خبرو له پیل څخه مخکې، سپینې ماڼۍ هم خبرداری ورکړی و چې ټرمپ د جګړې له دواړو خواوو څخه "ستړی او مایوسه" دی او چمتو دی چې دا هڅې پریږدي که چیرې خبرې اترې بې پایلې وي.

د ټرمپ او پوتین د تلیفوني خبرو اترو څخه لږ مخکې په یوه اعلامیه کې، د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې د جګړې د پای ته رسولو هڅې به سختې وي.

ډونالډ ټرمپ دا نوي تماسونه په استانبول کې د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ د وروستیو مخامخ خبرو اترو وروسته اعلان کړې.

د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف په وینا، د ټرمپ او پوتین خبرې اترې کولی شي د خبرو اترو بشپړولو لاره روښانه کړي.

خو روسیه د هغو سیمو څخه د اوکرایني ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي چې دوی یې نیولي دي، دا هغه غوښتنه ده چې اوکراین او د هغه لویدیځو متحدینو رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG