د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۲

د غزې تړانګې ته د بشري مرستو پر رسوونکې کشتۍ د بې پیلوټه الوتکو برید شوی


د فریډم فلوټیلا د اتحاد د خیریه ټولنې کشتۍ
د فریډم فلوټیلا د اتحاد د خیریه ټولنې کشتۍ

بې پیلوټه الوتکو پرون مالتا ته نژدې په نړیوالو اوبو کې پر هغې کشتۍ برید وکړ چې غزې ته بشري مرستې پکې بار وې. دا غزې ته چې ۱۹ میاشتنۍ جګړې سخته ځپلې ده، د مرستو د رسولو په هدف د تقابل تازه مورد دی.

د مالتا حکومت په یوه بیان کې ویلي، په دې کشتۍ کې چې ۱۲ عمله او څلور تنه ملکي وګړي پکې وو، د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته اور ولګېد خو ژر کنټرول شو. بیان زیاتوي چې عمله او ملکیان له برید سره سره له کشتۍ څخه ونه وتل.

خیریه فعالان وايي چې غزې ته د مرستو پر رسوونکې کشتۍ اسراییلو حمله کړې ده.

په بیان کې یادونه شوې چې مرسته رسوونکي نه دي زیانمن شوي. دا کشتۍ د فریډم فلوټیلا د اتحاد په نوم خیریه ټولنې د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره روانه کړې وه.

نوموړې ډلې د دې برید پړه پر اسراییلو اچولې او په دې اړه یې شواهد نه دي وړاندې کړي چې د اور علت د بې پیلوټه الوتکو حمله وه خو په هغو ویډیويي تصویرونو کې چې دې ټولنې خپاره کړي په کشتۍ کې یوه چاودنه ښودل کېږي او په یوه بله ویډیو کې په کشتۍ کې اور ښکاري. د اسراییلو پوځ تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د کشتۍ سپرلیو په یوه بیان کې ویلي دي چې دوی د دوهمې حملې له ویرې د مالتا اوبو ته د ننوتلو هڅه وکړه. له چاودنو وروسته په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په کشتۍ کې دوه لوی سوري جوړ شوي او همداراز لوګي ترې پورته کېږي.

د چارلي اندرسن په نوم فعال چې له څه باندې لسو کلونو راهیسې یې د فریډم فلوټیلا د اتحاد لپاره کار کړی ویلي دي چې د کشتۍ جنریټر سخت زیانمن شوی دی. دا خیریه ټولنه وايي چې په کشتۍ کې یې د غزې د خلکو لپاره خواړه او درمل بار کړي دي.

د فریډم فلوټیلا اتحاد وايي، په کشتۍ کې یې غزې ته خواړه او درمل لېږدول.

اسراییلو له مارچ میاشتې راهیسې د غزې ټولې لارې بندې کړي او دې تړانګې ته یې د خوړو او دارو درملو په ګډون هر ډول واردات بند کړي دي چې په نتیجه کې یې هلته یو سخت بشري بحران رامنځ ته شوی دی.

د اسراییلو حکومت وايي د غزې د کلابندۍ هدف دا دی چې حماس ډله دې ته اړه کړي څو هغه اسراییليان خوشې کړي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه یې د اسراییلو پر خاوره د یرغل پرمهال یرغمل کړي وو.

د غزې جګړه په همدې ورځ وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې د اسراییلو پر خاوره برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې برمته کړل. اسراییلو د ځوابي حملو په ترڅ کې د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا له ۵۲ زره ډېر فلسطینیان ووژل چې ډېری ښځې او ماشومان وو.

XS
SM
MD
LG