د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۴

په افغانستان کې د نیمایي روغتیایي مرکزونو د تړلو ویره، د ډبلیو.ایچ.او دغه خبرداری څومره واقعي دی؟


د افغانستان یو روغتیایي‌مرکز، ارشیف
د افغانستان یو روغتیایي‌مرکز، ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د روان میلادي کال ترپایه به د افغانستان د څه باندې زر روغتیایي مرکزونو له ډلې نیمایي هغه یې وتړل شي. په افغانستان کې د دوی استازي ویلي، دغه هېواد کې ټولټال ۱۰۶۸ روغتیایي مرکزونه فعال وو چې د کال له پيله یې شاوخوا درې سوه تړل شوي.

یوشمېر عامو افغانانو هم ویلي چې ولایتونو او ولسوالیو کې یې روغتیایي خدمتونه پيکه شوي او وايي، له روغتیایي سکتوره د نړیوالو ملاتړ حیاتي دی.

" دوی د کال ترپایه اټکل کړی دی، خو په زابل کې همدا اوس لس-دولس فیصده خلک ( له روغتیایي خدمتونو) بې برخې شوي دي.

سیف الله خاموش د زابل د مرکز کلات اوسیدونکی دی چې وایي، د ولایت مرکز کې يې روغتیایي خدمتونه د پخوا پرتله ټکني شوي او د خلکو اړتیا ته ځواب نه وایي.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې همدې شپو ورځو کې هغې نړیوالې موسسې زابل کې خپل فعالیتونه درولي چې له مرکزي روغتون سره یې مرسته کوله، ډاکټرانو ته یې معاشونه ورکول او لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته یې مرستندویه روغتیایي ډلې لیږلې. " یوه موسسه وه، مالي ملاتړ یې کاوه، ځینې ټیمونه به ولسوالیو ته تلل او لرې پرتو سیمو ته به ښځینه ډاکټرانې رسېدې، ډاکټران او څه نا څه دوا به رسېده. کله چې ټرمپ دا خبره کړې ده ( له افغانستان سره د مرستو د تعلیق ) هغه کارونه دریدلي دي. زابل ولایت کې دا یوه – یوه نیمه میاشت کې ۷ روغتیایي کارکوونکو استعفا کړې ده، وروستۍ استعفا د کلات د روغتون د سرطبیب صاحب وه."

زابل ولایت کې دا یوه – یوه نیمه میاشت کې ۷ روغتیایي کارکوونکو استعفا کړې ده، وروستۍ استعفا د کلات د روغتون د سرطبیب صاحب وه.
د زابل یو اوسیدونکی

هغه که څه هم د دغې موسسې، چې اوس یې زابل کې فعالیتونه درولي، نوم یاد نه کړ خو ګڼ شمېر نادولتي موسسې چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو په ملاتړ فعالیت کوي، د روغتیا سکتور کې ښکیلې دي.

د روغتیایي خدمتونو د پیکه کېدو دغه ډول شکایتونه نوي نه دي، بلکې د طالبانو له بیا واکمنېدو او افغانستان سره د نړیوالو د مرستو له کمېدو را په دې خوا زیات شوي دي.

د لغمان اوسیدونکی همدرد وایي، پخوا به هر کال د هوا په تودېدو د دوی کلیو او بانډو ته هغه موسسې ورتلې چې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې خلکو سره مرستې کولې.

نوموړی وایي، د طالبانو له بیاواکمنۍ راهیسې د دغو موسسو څرک نه لګیږي او په خبره یې پر شته روغتیایي مرکزونو هم ګڼه ګوڼه ډيره ده. " پخوا به غریبو خلکو ته پشه خانې ورکول کېدې، سروې به یې کېدله. دا څو کاله کیږي چې هغه ټیم نادرکه دی، هغه پشه خانې ډيرې مهمې وې، له ملاریا او محرقې نه یې خلک ساتل. زه له ډبلیو.ایچ. او نه هیله کوم چې که ریښتیا دوی په مشکل وخت کې خلکو ته ځان رسوي، نو همدا اوس مشکل وخت دی، په ډاکټرانو هیڅ وار نه کیږي، خصوصا هغه چې وینه معاینه کوي."

په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم له خپلې مور سره
په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم له خپلې مور سره

شکایتونه یوازې د عامو خلکو نه دي.

روغتیايي کارکوونکي هم په کور دننه ورته شکایتونه لري، خو په خبره یې په اسانه یې په اړه خبرې نه شي کولای.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یوه روغتیایي کارکوونکي د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې یوازې د دوی په ولسوالۍ کې څه باندې درې سوه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې درملنې ته یې کافي امکانات نشته. " دلته یوازې زموږ په یوه ولسوالۍ کې ۲۳۳ ماشومان په متوسطې او ۹۲ نور په شدید خوراځواکۍ اخته دي، دا یوازې د یوې ولسوالۍ حال دی، ځکه خلک بې وزله دي، کار نشته، روغتیايي خدمتونه هم هغسې نه شته."

دلته یوازې زموږ په یوه ولسوالۍ کې ۲۳۳ ماشومان په متوسطې او ۹۲ نور په شدید خوراځواکۍ اخته دي
د اچین یو روغتیایي کارکونکی

دغه اندیښنې او شکایتونه داسې مهال راپورته کیږي چې تازه د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو.ایچ.او) خبرداری ورکړ چې د همدې ۲۰۲۵ کال ترپایه ممکن ۱۰ فیصده افغانان روغتیایي‌ خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې شي.

د دغه سازمان د افغانستان د څانګې مشر ایډوین سینیزا سلوادور د فرانسې خبري اژانس ته د دغې اندیښنې په څرګندولو ویلي چې د سږکال له پيله چې امریکا افغانستان سره مرستې ځنډولي، تراوسه درې میلیونه افغانان روغتیایي خدمتونو ته له لاس رسي محروم شوي دي.

ښاغلي سلوادور ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پيله تراوسه په افغانستان کې د موجوده ۱۰۶۸ روغتیایي مرکزونو له ډلې چې دوی سره ثبت دي، ۳۶۴ تړل شوي او ویره شته چې د کال ترپایه ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي.

له دې سره به د کال تر پایه د تړل شویو روغتیایي مرکزونو شمېر له پنځو سوو واوړي چې د ډبلیو.ایچ.او په خبره د روغتیایي مرکزونو سم نیمایي شمېر دی.

د سلوادور په خبره، د دې مرکزونو له تړلو سره به د افغانستان د ۴۵ میلیونه وګړو له ډلې پنځه-شپږ میلیونه روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي محروم شي.

دغه خبرداری د افغانستان لپاره چې د ملګرو ملتونو په وینا د نړۍ په کچه له دویم ستر بشري ناورین سره مخامخ هېواد دی، په څه معنا دی.

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر واخلو، خو ویاند یې ډاکټر شرافت زمان له څه ویلو ډډه وکړه.


د عامې روغتیا وزارت یو پخوانی سلاکار ډاکټر باز محمد شیرزاد بیا وایي، د ډبلیو.ایچ.او اندیښنه ډيره واقعي نه ده.

شیرزاد وایي، کوم روغتیایي مرکزونه چې د روغتیا نړیوال سازمان یې تړلي بولي، بشپړ تړل شوي نه دي، بلکې په هغو مرکزونو کې د ډبلیو.ایچ.او څانګې تړل شوي دي. " د ډبلیو.ایچ.او دغه ادعا او اوازې بې بنسټه دي، معلومات یې غلط دي، ځکه چې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو عرضه د دوی کار نه دی. افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو تمویل او بودجه هر څه ثابت دي. دا د یونسف موسسې له خوا تمویلیږي. تراوسه امریکا دې سره پیسې نه دي قطع کړي. نړیوال بانک د دې خدمتونو ضمه واري لري او اروپایي ټولنه هم بودجه ورکوي. تراوسه مونږ داسې څه نه دي لیدلي چې د دوی بودجه قطع شي."

د ډبلیو.ایچ.او دغه ادعا او اوازې بې بنسټه دي، معلومات یې غلط دي، ځکه چې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو عرضه د دوی کار نه دی
باز محمد شیرزاد د عامې روغتیا وزارت پخوانی سلاکار


د معلوماتو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیایي کارکوونکو د وړتیاوو په لوړولو او د ناروغیو پر څارنه او پلټنه ډېر تمرکز لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سږکال په جنورۍ کې له لوړې وروسته یوشمېر فرمانونه صادر کړل چې یو هغه یې د ډبلیو.ایچ.او له اډانې د متحده ایالتونو د وتلو په اړه و.

ټرمپ د افغانستان په ګډون د نړۍ له بې وزله هېوادونو سره د امریکا بشري مرستې هم وځنډولې او په دې وروستیو کې وویل شول چې له افغانستان او یمن پرته به یوشمېر نورو هېوادونو سره مرستې بیرته پيل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس ویلي، افغانستان او یمن سره بشري مرستې ځکه نه پيلوي چې په خبره یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او یمن کې حوثي وسله وال له دغو پیسو ګټه اخلي.

د دوی دغه اندیښنې بیا د طالبانو د اقتصاد وزارت رد کړې او وې ویل، بشري مرستې د ولس لپاره دي او طالبان ترې هیڅ ډول ګټه نه اخلي.

د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله روغتیایي سکتور له ستونزو سره مخامخ و او له دې سکتوره د نړیوالو ملاتړ ورځ تر بلې کم او سلګونه روغتیايي کارکوونکي له افغانستانه ووتل.

د ازادي راډیو د یوې موندنې له مخې چې تېر کال اکتوبر میاشت کې خپره شوه، سلګونه روغتیایي مسلکي کدرونه له افغانستانه وتلي او شاوخوا ۴۰۰ یوازې بریتانیا ته تللي دي.

د چارو کتوونکي وایي، د طالبانو حکومت باید هڅه وکړي چې په اوږدمهال کې روغتیایي سکتور له کورنیو عوایدو تمویل کړي او د بهرنیو بنسټونو له احتیاجه یې خلاص کړي.

خو دا چې د طالبانو حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پيژندل شوی او له اقتصادي ستونزو او د کډوالو د را ستنېدو له بې سارې څپي سره مخامخ دی، دغه هدف ته رسېدل ستونزمن ښکاري.

XS
SM
MD
LG