اسحق دار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی وو او هلته یې له طالب چارواکو سره وکتل.
دی داسې وخت کابل ته ولاړ چې پاکستان په دې وروستیو کې لسګونه زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.
دا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کابل ته د ښاغلي ډار لومړنی سفر دی خو په تېره یوه اونۍ کې دوهم لوړ پوړی پاکستانی پلاوی دی چې کابل ته ځي.
له دې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازي صادق هم د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی وو او هلته یې له بیلابیلو طالب چارواکو سره خبرې کړې وې.
نوموړي له دې سفر وروسته په خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې له یوې اوږدې وقفې وروسته، له افغانستان سره د لوړې کچې دوه اړخیز تعاملات پیل شوي دي.
دغه راز د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی وو او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډيو د نوموړي له قوله ویلي چې هلته یې له پاکستاني چارواکو سره پر بیلابیلو په ځانګړي ډول اقتصادي او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر مسلو هم بحثونه وکړل.
خو پوښتنه داده چې دغه سفرونه د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو او دغه راز د کډوالو په مسله څه اغیز لرلی شي؟
د سیاسي چارو یو شمېر پوهان باور لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو لپاره بنسټیزې حل لارې ونه لټول شي دغه ډول تګ راتګ ښايي ډېره پایله ورنکړي.
نړیوالو اړیکو پوه او پخواني ډیپلوماټ غوث جانباز ازادي راډيو ته وویل:
«پاکستان هڅه کوي یو شمېر هغه طالبان چې د دوی له کتلو اوس وتلي دي، دا بېرته کنترول کړي، او په دې سره خپلې اجنډاوې طبیق کړي، په دې سره دوی غواړي چې د خپلو خلکو خراب شوي اذهان ورغوي، او له بله خوا خوا د طالبانو ترمنځ یوه تفرقه ایجاد کړي، خو په ټوله کې تر هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزو ته بنسټیزې حلارې ونه لټول شي، دا ستونزې نه شي حل کېدای.»
د سیاسي چارو پوه حکمت الله حکمت:
«کابل ته د لومړي پلاوی له راتګ وروسته دواړو لوریو د یو بل غوښتنې ونه منلې، په ځانګړي ډول له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو مسله، ځکه نو د دوهم پلاوی راتګ ته اړتیا پیدا شوه، اوس هم زه فکر کوم چې پاکستان هڅه کوي چې پر طالبانو خپلې غوښتنې ومني خو زما د معلوماتو له مخې دا اختلافات به بیا هم اختلافات پاتې شي او کومه لاس ته راوړنه به نه وي.»
د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ دا راشه درشه په داسې حال کې ډېریږي چې په وروستیو کې د کابل – او اسلام اباد تر منځ اړیکي ظاهر د کړکیچ تر حده رسېدلي او د دواړو لوریو ځواکونو ان د ډیورنډ په اوږدو کې له یو بل سره مخامخ جګړې هم وکړې، چې له امله یې مرګ ژوبله هم واوښته.
دغه راز پاکستان په وروستیو کې له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو پراخه عملیات پیل کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرون د جمعې په ورځ د اپریل ۱۸ مه په یو بیان کې ویلي چې د اپریل له پیل راهیسې ۸۵۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان لېږل شوي دي.