د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو بحران په اړه چې نن ورځ په نړۍ کې تر ټولو جدي بحران دی، نړیوال غبرګون په بشپړه توګه کافي نه دی.
د دې سازمان د ښځو څانګې مرستیالې اغلې هیدر بار، ازادي راډیو سر په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې د بې غورۍ او د عمل نشتوالي د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.
هغې زیاته کړه:
«له بده مرغه،د ملګرو ملتونو په ګډون، د نړیوالې ټولنې لخوا د همغږۍ نشتوالی، د عمل نشتوالی، د لومړیتوب نشتوالی او د مشرتابه کمښت موجود دی. دا واقعا یوه جدي ستونزه ده، نه یوازې دا چې اجازه ورکوي د طالبانو لخوا، افغان میرمنو او نجونو ته زیان رسول دوام ومومي او ورځ تر بلې ژور شي بلکې دا به په نړیواله کچه د ښځو حقونو ته خطر رامينځته کړي.»
میرمن بار ټینګار وکړ چې باید طالبان حساب ورکوونکي وګرځول شي او په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د پیژندلو په اړه د ښځو د حقونو د فعالینو غوښتنو ته جدي پاملرنه وشي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی د حقونو لپاره کوټلي او جدي اقدامات ترسره کړي.
له زده کړو بې برخې یوې نجلۍ بهار ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
«نړیواله ټولنه، چې تل د بشري حقونو او بشري آزادۍ خبرې کوي، زموږ افغان نجونو د اوسني وضعیت په اړه په بشپړه توګه چوپه خوله پاتې ده. د نړیوالې ټولنې له خوا دې بې پروايي، چوپتیا او د عمل نشتوالی، زموږ لپاره ډېرې جدي پایلې لري، او موږ په بشپړه توګه خپله هیله له لاسه ورکړې ده. د یوې افغانې نجلۍ په توګه، زه له نړیوالې ټولنې څخه غواړم چې موږ له پامه ونه غورځوي، خپله چوپتیا ماته کړي، او د افغان نجونو او ښځو لپاره عملي او جدي اقدامات ترسره کړي.»
د پلازمینې کابل اوسیدونکې، ګلرخ ارمل وايي:
«دا یوازې زما غوښتنه نه ده، بلکې د ټولو افغان ښځو او نجونو غوښتنه ده چې د نړیواله ټولنه دې بالاخره له دې څلورو کلونو وروسته یوه پریکړه وکړي او افغان ښځې له دغه بنده آزادې کړي.»
د ښځو د حقونو فعالانې هم ورته غوښتنې لري.
ګلچهرې یفتلي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
«د ښځو د حقونو د یوې فعالې په توګه، ما تل له نړیوالې ټولنې غوښتي او غواړم چې د دې ټولو تاوتریخوالي په وړاندې چوپ پاتې نشي، خپلې سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې د ښځو د حقونو په مراعت کولو مشروطې کړي، د افغان ښځو غږونه واوري او د ښځو د نه ستړې کیدونکو، مدني مبارزو تر څنګ دې ودریږي.»
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو راهیسې، د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو او ازاد تګراتګ ګڼ محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.
که څه هم دا محدودیتونه د افغانانو او نړیوالې ټولنې له پراخ غبرګون سره مخ شوي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.
بیلابیلو طالب چارواکو بیا تل ادعا کړې چې د افغان ښځو، او ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
هغه ادعا چې نړیوالو او افغان میرمنو ته د منلو نه ده.