د اسراییل پوځ پرون د غزې ښار پر ختیځه برخه د هوايي حملو پرمهال یوشمېر کسان ووژل.
عیني شاهدان او د یوه سیمه ایز روغتون چارواکي وايي چې په دې بمبارۍ کې یوه مېرمن، د هغې خاوند او دوه ماشومان یې او دوه نور ماشومان چې له دوی سره په یوه ودانۍ کې اوسېدل ووژل شول.
په دې بمبارۍ کې یوه مېرمن، د هغې خاوند او دوه ماشومان یې او دوه نور ماشومان چې له دوی سره په یوه ودانۍ کې اوسېدل ووژل شولعیني شاهدان
د اسراییل پوځ وايي چې د غزې په ښار کې یې پر یوه ودانۍ چې وسله وال پکې وو هوايي حمله کړې ده.
د پوځ په بیان کې راغلي دي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات کړي دي خو معلومه نه ده چې د پوځ په بیان کې یاده شوې هوايي حمله همدا وه، که بله یوه.
اسراییلي پوځ پر خپلو ټولنیزو پاڼو د غزې ښار د لویدیځ په ناحیو کې د حملو د پلان یادونه کړې او فلسطینیانو ته یې خبرداری ورکړی چې له همدا اوسه له دې سیمو ووځي.
دا خبرداری یوازې څو شېبې وروسته له هغه ورکړل شو چې د اسراییلو پوځ په یوه بیان کې وویل، هغه دوه توغندي يې شنډ کړي دي چې د غزې له شمالي برخې څخه ویشتل شوي وو او په نتیجه کې یې د اسراییلو په ساحلي ښار اشکېلون کې د خطر زنګونه ووهل شول.
د پنجشنې په ورځ اسراییلي ځواکونه د هغه دهلیز چې د غزې شمال او جنوب سره بېلوي، پر ځینو برخو له ولکې وروسته د شمالي بیت لاهیه سیمې او جنوبي رفح ښار پر لور وخوځېدل.
پوځ وویل چې د غزې د ښار په ګډون د دې تړانګې د شمالي برخو کلابندي یې بیا پیل کړه.
د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کاتز پرون وویل، پوځ به په غزه کې په خپل ټول ځواک او توان سره تر هغه وخته عملیات وکړي چې حماس ډلې ټول اسراییلي یرغمل خوشې کړي نه وي.
کاتز وویل، هر څومره چې حماس ډله د اسراییلي برمته وو له خوشې کولو ډډه کوي، په همغه اندازه به خپل قلمرو له لاسه ورکړي.
له هغه راهیسې چې اسراییلو تېره سه شنبې د اوربند موافقه باطله اعلان کړه نژدې ۶۰۰ تنه فلسطینیان د اسراییلي پوځ په حملو کې وژل شوي دي.
د اوربند د موافقې له مخې په پام کې وه چې حماس ډله به ۵۹ اسراییلي برمته چې ګومان کېږي ۲۴ تنه به یې تراوسه ژوندي وي خوشې کوي.
د اوبند د موافقې په لومړي پړاو کې حماس د نژدې ۱۸۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۲۵ اسراییلي یرغمل ژوندي او د اتو نورو مړي مقابل لوري ته وسپارل.
اسراییل هم د دې موافقې په اساس خپل پوځیان په غزه کې دننه حایل زونونو ته ولېږل او سلګونه زره بې کوره شوي فلسطینیان خپلو مېنو ته ستانه شول.
بل خوا د جنوبي رفح ښار چارواکو ویلي چې د اسراییلو د هوايي حملو په نتیجه کې د سیمې اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي او په راڼه ډګ شپې سبا کوي.
اسراییلو لا مخکې له دې د غزې پر شاوخوا دوه میلیون اوسېدونکو خواړه، د سونګ مواد او بشري مرستې بندې کړې دي.