د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۹

امریکايي او اوکراییني چارواکي په داسې حال کې د سولې خبرې کوي چې اوکرایین پر مسکو هوايي بریدونه کړي


د اوکراییني او امریکايي چارواکو ترمنځ په ریاض کې د سولې خبرې
د اوکراییني او امریکايي چارواکو ترمنځ په ریاض کې د سولې خبرې

اوکراین نن سهار وختي د روسیې پر پلازمېنه مسکو او شاوخوا سیمو یې د بې پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه وکړل.

د اسوشیتدپریس خبري آژانس د راپور له مخې په دې حملو کې دوه کسان وژل شوي، اتلس تنه ټپیان دي او د استوګنې کورونه او تاسیسات زیانمن شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د روسیې پر لور توغول شوي د اوکراین ټول ۳۳۷ ډرونونه له منځه وړل شوي دي. معلومه نه ده چې د دې ډرونونو ټول شمېر څو و. دا په تېرو څو اونیو کې پر روسیې د اوکراین تر ټولو لوی برید و.

له مسکو او شاوخوا سیمو په رارسېدلو تصویرونو او ویډیوګانو کې چې اصلیت یې نه دی تایید شوی ښکاري چې ډرونونه د استوګنې پر کورونو لګېږي.

اوکراین د دې حملو مسوولیت نه دی منلی. پر ټلګرام شبکې له اوکراین څخه په خپرو شویو ناتایید شويو ویډیوګانو کې هم د مسکو پر سیمو د حملو نښې ښکاري.

د مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین پر ټلګرام شبکې لیکلي چې د هوايي مدافعې ځواکونو هغه اویا ډرونونه چې د مسکو پر لور ویشتل شوي وو، شنډ کړي دي.

د دې حملو په ترڅ کې د مسکو په اصلي هوايي ډګر کې الوتنې ګډوډې شوې. د روسیې د هوايي ترانسپورت فدرال ادارې خبر ورکړی چې د دومو دیدووا او ژوکوفسکي په هوايي ډګرونو کې الوتنې د لنډ وخت لپاره وځنډېدلې او وروسته د ونوکووا هوايي ډګر هم الوتکو ته د کېناستو اجازه ورنه کړه.

په عین حال کې روسیې هم په تېرو څو ورځو کې د اوکراین پر تاسیساتو او ملکي اهدافو حملو ته زور ورکړی دی. اوکرایني چارواکو نن (د مارچ ۱۱مه) هم وویل چې د اوکراین د هوايي مدافعې ځواکونو د روسیې یو اسکندر- ام ډوله توغندی او ۷۹ ډرونونه کشف او ویجاړ کړل.

د هوايي مدافعې ځواکونو په یوه بیان کې ویلي چې له ۳۵ روسي ډرونونه سره یې د رادارونو تماس پرې کړی دی.

د بیان له مخې د هوايي کشف دا عملیات د دنیپروپیتروفسک، کیف، اودیسې او خارکییف په ګډون د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي.

له بلې خوا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو د لارو چارو په اړه د بحث لپاره د سعودي عربستان په کوربه توب په جدې ښار کې د متحدوایالاتو او اوکراین د جګپوړو ډيپلوماتانو مذاکرات نن پیل شول.

په دې خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو او د اوکرایني پلاوي مشري د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر اندرې سیبیها کوي.

د اسوشیتیدپریس د راپور له مخې نن سهار خبریالان هغې خونې ته چې د امریکا او اوکراین پلاوو روغبړ سره وکړ د لنډ وخت لپاره ورپرېښودل شول. ښاغلي روبیو ویلي چې د دې خبرو نتایجو ته هیله من دی.

همداراز د اوکراین د ولسمشر د دفتر رییس اندرې یرماک چې په اوکرایني پلاوي کې شامل دی، نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې له امریکايي پلاوي سره د دوی خبرې ډېرې رغنده پیل شوې.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG