د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

ټرمپ: که روسیه پر اوکرایین بریدونو ته دوام ورکړي بندیزونه پرې وضعه کوم


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې پر اوکراین د روسې پراخو عملیاتو ته په پام سره دی پر روسیې د پراخو بندیزونو د لګولو په اړه غور کوي.

ښاغلي ټرمپ پرون (د مارچ ۷مه) پر ټروت یا حقیقت ټولنیزې شبکې ولیکل، دې ته پام چې روسیه د جګړې په ډګر کې پر اوکراین بمباري کوي نو دی د اوربند او د سولې د وروستۍ موافقې ترمهاله پر روسیې د پراخو بانکي بندیزونو او نورو بندیزونو او همداراز د تعرفو د لوړولو په اړه غور کوي. ټرمپ د خپلو احتمالي اقداماتو په اړه جزییات نه دي روښانه کړي.

د امریکا ولسمشر د جنوري په شلمه نېټه، له لوړې څو ورځې وروسته ویلي و، چې دی به د مالیو، تعرفو او بندیزونو له لارې روسیه له اوکراین سره خبرو ته اړه کړي خو تراوسه یې دا اقدامات نه دي اعلان کړي.

په تېرو څو اونیو کې دا لومړی ځل دی چې ولسمشر ټرمپ خبرو ته د روسیې د کېنولو یادونه کوي. خو د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره یې د فبروري په ۲۸مه هغه مهال چې نوموړي له سپینې ماڼۍ څخه لیدنه کوله، لفظي شخړه وکړه او بیا یې وویل چې زیلینسکي سوله نه غواړي.

دې ته پام چې روسیه د جګړې په ډګر کې پر اوکراین بمباري کوي نو دی د اوربند او د سولې د وروستۍ موافقې ترمهاله پر روسیې د پراخو بانکي بندیزونو او نورو بندیزونو او همداراز د تعرفو د لوړولو په اړه غور کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ښاغلي ټرمپ پر ټروت شبکې په خپل پروني بیان کې غوښتنه کړې چې روسیه او اوکراین دې همدا اوس مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي، خبرو ته کېني. د دې بیان له خپرولو وروسته ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې څرګنده کړه چې دی لا هم باور لري چې پوتین سوله غواړي خو د ده په وینا پر اوکراین باور نه شي کولای.

ولسمشرټرمپ یوځل بیا اوکراین ته د پوځي مرستو او د استخباراتي معلوماتو د ځنډولو د پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې دی غواړي ځان پوه کړي چې آیا اوکراین په رښتیا سولې ته چمتو دی که نه.

پرون له دې مخکې د اوکراین ولسمشر پر ټولنیزو شبکو د یوه بیان په خپرولو سره وویل چې روسیې پر اوکراین د شاوخوا اتیا توغنديو او بالستیک میزایلونو او ورسره د نژدې ۲۰۰ ډرونونو په وسیله برید کړی. زیلینسکي زیاته کړه چې په دې حملو کې د انرژۍ بېلابېل تاسیسات او د ملکي وګړو سیمې په نښه شوې.

دا حمله د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د دې هېواد د انرژۍ پر تاسیساتو دېرشمه لویه حمله ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډيپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې راتلونکې اونۍ له اوکراین څخه یو پلاوی سعودي عربستان ته ولاړ شي او له امریکايي چارواکو سره د سولې د موافقې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.

په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره په غونډه کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والتز وویل چې دی او د بهرنیوچارو وزیر مارک روبیو به په سعودي عربستان کې له اوکرایني پلاوي سره وګوري.

د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر اندرې سیبیها وویل، پرون یې له ښاغلي روبیو سره د سعودي د راروانې غونډې په اړه رغنده ټلفوني خبرې وکړې.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG