د کابل د هوايي ډګر په ابې ګېټ کې د خونړي برید تورن محکمې ته وړاندې شو
د کابل د هوايي ډګر په ابې ګېټ کې د خونړي برید په تور د داعش خراسان ډلې غړی محمد شریف الله په ویرجینیا کې محکمې ته وړاندې شو. هغه په محکمه کې اعتراف کړی چې د کابل د هوايي ډګر د برید عامل ته یې لارښوونه کړې وه. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه له کابله د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال په یوه خونړي برید کې لږ تر لږه ۱۳ امریکايي عسکر او ۱۷۰ افغانان ووژل شول.