متحده ایالاتو محمد شریفالله، چې د داعش–خ لوړپوړی غړی ګڼل کېږي، تورن کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د هوايي ډګر مخې ته د ځانمرګي برید د پلانولو په برخه کې یې مرسته کړې وه. په یاد برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو.
شریفالله د مارچ پر ۵مه په یوه فدرالي محکمه کې حاضر شو. نوموړي کوم رسمي اعتراف ونهکړ او قاضي وویل چې د مارچ پر ۱۰مه به بیا محکمې ته حاضرېږي. تر هغې به نوموړی په توقیف کې وي.
پر شریفالله تور دی چې "یوې پیژندل شوې ترهګرې ډلې ته یې مادي ملاتړ او سرچینې برابرې کړي، چې د مرګ سبب شوي" او د ټول عمر بندي کېدو له ګواښ سره مخ دی.
پاکستان وایي، شریفالله، چې جعفر هم بلل کېږي، تازه د بلوچستان ایالت په جنوب لویدیځ کې د افغانستان پولې ته نژدې نیول شوی. راپورونه وایي، دا نیونه وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان استخباراتو ته د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې لهخوا خبر ورکړل شو.
د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې امریکا او ناټو له افغانستانه ووتل، د اسلاماباد ستراتیژیک اهمیت کم شوی. خو د "ترهګرۍ ضد ټېکنالوژي" (Tech Against Terrorism) پروژې د تهدید د استخباراتو شنونکی لوکاس ویبر وايي، د شریفالله نیول او متحده ایالاتو ته سپارل "یوه مهمه پېښه" ده. ویبر زیاته کړه، دا چاره ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي ښایي نوره هم زیاته شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ پر ۴مه د خپلې State of the Union وینا پر مهال، اسلاماباد څخه د "دې وحشي د نیولو په برخه کې" د مرستې له امله مننه وکړه.
په ورته وخت کې، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د ټرمپ له ستاینې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره به له متحده ایالاتو سره نږدې همکاري ته دوام ورکړي.
احسانالله تیپو محسود، چې د "خراسان ډایري" ویبسایټ د خبرونو مشر دی او په افغانستان او پاکستان کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه څاري، وویل چې د پاکستان لهخوا د شریفالله سپارل د واشنګټن او اسلامآباد ترمنځ اړیکو ته مهمه وده ورکوي. د احسانالله په وینا، "دې کار ټرمپ ته یو څه ورکړل، چې د یوه مهم مناسبت پر مهالیې د ځان لپاره وښيي."
داعش په افغانستان کې
داعش–خ، چې په افغانستان کې مرکز لري، د ۲۰۲۱ کال راپه دېخوا د واکمنو طالبانو پر وړاندې خونړي بریدونه ترسره کړي دي.
دې ډلې همداراز په وروستیو کلونو کې په روسیه، ایران او تاجکستان کې هم یو لړ ستر مرګوني بریدونه کړي.
ویبر وایي، د شریفالله نیول "د داعش–خ پر ضد د امریکا د جګړې لپاره یوه مهمه پېښه" ده.
پاکستاني چارواکي وایي، شریفالله افغان ولسي دی، خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.
امریکايي چارواکي وایي، شریفالله منلې چې د داعش–خراسان غړی دی او په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د هوايي ډګر د ځانمرګي برید په تنظیم کېیې لاس درلود. دا برید د نولس کلن امریکايي ماموریت پر مهال یو له تر ټولو خونړیو بریدونو و.
د امریکا د عدلیې وزارت له مخې، شریفالله همداراز اعتراف کړی چې د داعش–خراسان هغه اورپکيیې روزلي وو، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې یې د مسکو ښار د باندي د یوه کنسرت په تالار کې حمله وکړه او شاوخوا ۱۴۰ کسانیې ووژل.
دغه وزارت وایي، هغه د ۲۰۱۶ کال په کابل کې د کاناډا پر سفارت د خونړي برید برخه هم وه، چې لس ساتونکي پکې ووژل شول.
ویبر وویل: "داعش–خراسان یوه ډېره څو اړخیزه ډله ده، چې خپلې عملیاتي حجرې او شبکې پراخوي. دا یو متحرک، قوي، او نړیوال سازمان دی، چې جدي ګواښ پېښوي."