د بریټانیا صدراعظم کایر سټارمر وویل چې که څه هم ډیری هیوادونه د اوکراین د سولې په پروسه کې د مرستې لپاره چمتو دي، "اروپا باید په اوکراین کې د سولې د تامین لپاره اصلي مسؤلیت په غاړه واخلي".
سټارمر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د اوربند د هر ډول سرغړونې د مخنیوي لپاره د امریکا د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
سټارمر ټینګار وکړ چې اروپا به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او په روسیه به نور اقتصادي بندیزونه ولګوي، هر ډول دوامداره سوله باید د اوکراین حاکمیت او امنیت تضمین کړي او اوکراین باید په ټوله پروسه کې ښکېل وي.
سټارمر دا څرګندونې په لندن کې له دولسو څخه د زیاتو مشرانو سره له خبرو وروسته وکړې.
«بریتانیا چمتو ده چې د ځمکنیو ځواکونو او الوتکو په لیږلو سره د اوکراین ملاتړ وکړي. اروپا باید اصلي مسؤلیت په غاړه واخلي، خو زموږ په قاره کې د سولې د ملاتړ او د دې هڅو د بریالیتوب لپاره د امریکا قوي ملاتړ اړین دی."
د بریټانیا صدراعظم کایر سټارمر او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اعلان کړی چې که د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون لاسلیک شي، دوی چمتو دي چې د سولې د ساتلو لپاره اوکراین ته برتانوي او فرانسوي سرتیري واستوي.
د دواړو هېوادونو مشران هڅه کوي چې هېوادونه سره راټول کړي ترڅو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه ایتلاف په چوکاټ کې خپلې هڅې جاري وساتي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا تر اوسه د امنیتي تضمینونو د ورکولو ژمنه نه ده کړې، خو سټارمر زیاته کړه چې خبرې اترې د "دغه پلان پر بنسټ دي چې د امریکا ملاتړ به ولري".
سټارمر دا ټینګار هم وکړ چې امریکا "یوه بې باوره متحده نه ده."
سټارمر همدارنګه د یوې موافقې اعلان وکړ چې له مخې به یې اوکراین ته اجازه ورکړل شي چې د برتانوي صادراتو په ۱.۶ ملیارد پونډو (۲ ملیارد ډالر) د ۵۰۰۰ څخه زیاتو هوایی دفاع توغندیو پیرلو لپاره کار واخلي.
د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ولودومیر زیلینسکي ترمنځ له لانجمنې لیدنې وروسته، یو شمېر اروپايي چارواکو له اوکراین د خپل دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې دوی به د اوکرایین تر څنګ ودریږي.