د اسراییلو د صداعظم بنیامین نتانیاهو دفتر په یو بیان کې ویلي،"د اوربند لومړی مرحله کې چې د یو شمیر برمته وو راخوشي کیدل او غزې ته د بشري مرستو رسیدل په کې شامل وول، پرون شنبې پای ته رسیدلی او د اوربند بله مرحله چې د مذاکراتو دوام دی او حماس ورته شین څراغ ښودلی نه دی، پیلږي".
اسراییلو ویلي، که چیرته حماس د اوربند د تمدید له وړاندیز سره موافقه ونه کړي نو د غزې د خلکو لپاره به پایلې ولري.
د نتانیاهو د دفتر په بیان کې وړاندې راغلي، د اسراییلي برمته وو د خلاصون پرته اوربند امکان نه لري او که چیرته حماس همداسې سرغړونو ته دوام ورکړي له بدو پایلو سره به مخ شي.
حماس وسله واله ډله چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي، پر غزې د اسراییلو له خوا د بشري مرستو د بندیدو په غبرګون کې يې ویلي،" دا کار به د غزې خلک له لوږې سره مخ کړي".
د غزې پر خلکو د بشري مرستو بندیدل به دوی له لوږې سره مخ کړيحماس
د حماس په ټکو، د اسراییلو دا اقدام له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او جنګي جنایت دی او له هغوو هېوادونو چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند منځګړیتوب يې کاوه غوښتي چې پر اسراییلو فشار راوړي، څو بیرته غزې ته د بشري مرستو لارو ته د تګ اجازه ورکړي.
د حماس وسله والې ډلې یو ویاند رویترز خبري اژانس ویلي، دا ډول فشارونه به دوی اړ نه کړي چې له خپله دریځه په شا شي.
د هغه په ټکو، دا ډول اقدامات به د اوربند پر خبرو اترو منفي اغیز ولري.
د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند لومړی مرحله غزې ته بشري مرستو رسیدل وو، پرون شنبې پای ته ورسیده.
تراوسه د اوربند پر دویمه مرحله چې د پاتي برمته وو کسانو راخوشي کیدل او له غزې د اسراییلي ځواکونو وتل په کې شامل دي توافق نه دی شوی.
اسراییلو نن یکشنبې اعلان وکړ چې د روژې په مبارکه میاشت او د یهودیانو د اختر په ورځو کې د اوربند د تمدید د وړاندیز ملاتړ کوي.
د اوربند دا وړاندیز د منځني خیتځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویکتور ویتکاف کړی دی.
ترواسه د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند منځګړو امریکا متحده ایالانونو، مصر او قطر په دې اړه څه ویلي نه دي.
په تیرو ۶ اونیو کې چې د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند شوی وو، د بشري مرستو په سلهاوو لارې غزې ته د رفع بندري له لارې تللي دي.