د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له نورو اروپايي مشرانو سره د یکشنبې ورځې تر سرمشریزې دمخه په لندن کې د بریټانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره ولیدل.
زیلنسکي له سټارمر او د بریټانیا له ملاتړه مننه وکړه.
د بریټانیا صدراعظم کایر سټارمر له اوکرایینه د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.
«تاسو د بریټانیا بشپړ ملاتړ لرئ. او موږ تاسو سره ولاړ یو، د اوکراین سره، تر څو چې اړتیا وي. او زه هیله من یم چې تاسو بهر د خلکو د ملاتړ غږونه او شور اورېدلی وي چې د بریټانیا خلک څومره له تاسو او اوکرایین ملاتړ کوي. له تاسو موږ په کلک عظم ملاتړ کوو او دواړه غواړو چې یوه دایمي سوله ترلاسه کړو. یوه دایمي سوله چې د اوکراین د خپلواکۍ او امنیت پر بنسټ وي د اوکراین لپاره وي.»
د بریټانیا صدراعظم یوه ورځ وروسته له هغه د اوکرایین له ولسمشر سره په لیدنه کې دا څرګندونې وکړې چې د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د زیلینسکي او ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیدنه په لانجو واوښته.
امریکا چې له روسیې سره په جګړه کې د اوکرایین تر ټولو ستره تمویلونکې ده دمګړۍ یې اړیکې له اوکرایین سره خړ پړ شوي دي.
په سپینه ماڼۍ کې د جمعې په ورځ د متحد ایالتونو او اوکراین د ولسمشرانو خبرې له اختلافاتو وروسته پای ته ورسیدې، زیلینسکي خبرې پرې ښودې او ټرمپ په خواله رسنیو کې ولیکل چې د اوکراین ولسمشر امریکا ته بې احترامي وکړه او کله چې د سولې لپاره چمتو شو بیا دې راشي.
تر غونډې وروسته د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چار وزیر مارکو روبیو څرګنده کړه چې د اوکراین مشر باید د سپينې ماڼۍ د غونډې د ګډوډولو په خاطر بښنه وغواړي، خو د اوکرایین ولسمشر پر ایکسپاڼه لیکلي دي، مننه امریکا، مننه ستاسو له ملاتړه، مننه له دې سفره، مننه له کانګرس او د امریکا له خلکو، اوکراین یوازې سوله غواړي او د همدې لپاره هڅې کوي.
د امریکا او اوکرایین د اوسنیو کړکېچنو اړیکو سربېره اروپايي مشرانو تر ډېره په بیلابیلو پیغامونو سره د اوکرایین څخه ملاتړ ښوولی.
تمه ده چې یکشنبه په لندن کې د اروپا په سرمشریزه کې د فرانسې، جرمني، ډنمارک، ایټالیا، هالنډ، ناروې، پولنډ، هسپانیې، ترکیې، فنلنډ، سویډن، چیک جمهوریت او رومانیا مشران او همدارنګه د ناټو عمومي منشي او د اروپايي کمیسیون او اروپايي شورا مشران هم ګډون وکړي.