د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

شمالي کوریا روسیې ته نور سرتېري استولي دي  - د سویلي کوریا استخباراتي معلومات


د سویلي کوریا استخباراتو د فیبرورۍ په ۲۷مه وویل چې شمالي کوریا روسیې ته نور سرتېري استولي او یو شمېر یې بېرته د اوکراین پولې ته نږدې، د کورسک سیمې د جګړې لومړۍ کرښې کې ځای پر ځای شوي.

د سویلي کوریا د YTN تلویزیون د استخباراتي ادارې له قوله ویلي، د دغو سرتېرو د شمېر په اړه سمدستي کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د سویلي کوریا او لوېدیځو استخباراتي ادارو ویلي، چې تېر کال شاوخوا ۱۱،۰۰۰ د شمالي کوریا سرتېري روسیې ته استول شوي وو، څو د کورسک سرحدي سیمې ته د اوکرایني ځواکونو د ننوتلو مخه ونیسي او د روسیې له پوځ سره مرسته وکړي.

سویلي کوریا د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو، د شمالي کوریا هغه سرتېري، چې د کورسک په جبهه کې له روسي ځواکونو سره څنګ په څنګ جنګېدل، له جنورۍ راهیسې نور په جګړه کې ښکېل نه دي. اوکراین ادعا کړې وه، چې دا سرتېري د درنو تلفاتو له امله بېرته ایستل شوي دي.

د سویلي کوریا د ملي استخباراتو ادارې یوه چارواکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې اوس دا سرتېري بېرته دې سیمې کې "ځای پر ځای شوي" دي.

یاد چارواکی زیاته کړې، چې "ځینې اضافي سرتېري هم ځای پر ځای شوي دي، خو د هغوی کره شمېر لا هم ارزول کېږي."

نه مسکو او نه هم پیونګ یانګ د دې سرتېرو د استولو خبر تایید کړی دی.

خو تېر کال، کله چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه کم ساري سفر کې شمالي کوریا ته ولاړ، دواړو هېوادونو یوه موافقه لاسلیک کړه، چې پکې د متقابل دفاع یو شرط هم شامل و.

ځینې استخباراتي سرچینې وايي، چې تېر کال کورسک ته تللي د شمالي کوریا ډیر سرتېري د اوکرایني ځواکونو سره د سختو جګړو له امله له لومړۍ کرښې بېرته ایستل شوي وو.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د فیبرورۍ پر ۸مه ژمنه وکړه، چې د روسیې د جګړې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي هم پر همدې ورځ وویل، چې "له شمالي کوریا سره د روسیې همکاري لا پراخېږي."

XS
SM
MD
LG