څو اونۍ وړاندې، نادره ځمکني عناصر، کانونه او نورې طبیعي سرچینې یوازې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې یو بل عامل ګڼل کېده، خو اوس همدا توکي د جګړې د پای ته رسولو د خبرو اترو په مرکز کې دي.
د ازادې اروپا راډیو/ ازادۍ راډیو د خبري څانګې د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په ورځ، د فیبرورۍ په ۲۵مه، قوي نښې نښانې وې چې د یوې موافقې پر چوکاټ سلا شوې ده، او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي به د لاسلیک لپاره د دې اونۍ په پای کې واشنګټن ته سفر وکړي.
دا راپور وروسته له هغه خپور شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د اوکراین ولسمشر پلان لري چې د یو تړون د لاسلیک لپاره واشنګټن ته لاړ شي.
د اوکراین ځینو دولتي سرچینو، چې نومونه یې نه دي ښودل شوي، ویلي، د دې تړون له مخې به متحده ایالاتو ته د اوکراین د مهمو معدني زېرمو، لکه تېل، ګاز او نورو طبیعي سرچینو د لاسرسي حق ورکړل شي.
مخکې له دې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د معدني موادو د تړون د پخوانۍ مسودې له لاسلیکولو څخه انکار کړی و، او ویلي یې و چې په مسوده کې د اوکراین لپاره هېڅ ډول امنیتي تضمین نه دی شامل.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې لا هم روښانه نه ده چې ایا اوکراین توانېدلی چې له متحده ایالاتو څخه هغه امنیتي تضمینونه ترلاسه کړي چې غواړي، او که یوازې به د واشنګټن له لوري د پوځي مرستو د زیاتوالي شاهد وي، چې په بدل کې به یې امریکا ته اجازه ورکړي چې د دې هېواد معدني سرچینو ته لاسرسی ومومي.
له موضوع یوې باخبرې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د کیف او واشنګټن ترمنځ د اوکراین لپاره د نورو وسلو د مرستې د لېږلو په اړه بحثونه لا هم روان دي، خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
کیف دا اعتراض هم کړی و چې واشنګټن غواړي د ۵۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د اوکراین طبیعي شتمنیو ته لاسرسی ومومي، خو له اوکراین سره د متحدو ایالتونو مرستې ډېرې کمې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوکراین به د معدني موادو د تړون د لاسلیک په بدل کې څه ترلاسه کړي، وویل چې متحده ایالاتو تر اوسه پورې کیف ته د پوځي تجهیزاتو په ګډون ۳۵۰ میلیارده ډالره مرسته ورکړې ده.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې متحده ایالات به څومره وخت اوکراین ته پوځي وسلې ورکړي، وویل: "دا ممکن د یو څه وخت لپاره یا شاید تر هغه وخته دوام وکړي چې موږ له روسیې سره موافقه وکړو."
خو ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا وړاندوینه وکړه چې په اوکراین کې جګړه، چې اوس یې څلورم کال دی، ژر پای ته رسېدلی شي، خو هغه ونه ویل چې دا به څنګه وشي.
اوکراین؛ د طبیعي سرچینو ستر زیرمتون
اوکراین په خپلو طبیعي زیرمو کې د هغو ۳۴ مادو څخه، چې اروپايي اتحادیې حیاتي بللي، ۲۲ یې لري.
په دې زیرمو کې صنعتي او ساختماني توکي، قیمتي او غیر اوسپنیز فلزات، او ځینې نادره ځمکني عناصر شامل دي.
د اوکراین د ګرافیټو زیرمې د نړۍ د اکمالاتو ۲۰ سلنه جوړوي. دا هغه مواد دي چې د برېښنایي موټرو د بیټرۍ او اټومي ریکټورونو په جوړولو کې مهم ګڼل کېږي.