د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي د لوبو په لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره د ۱۰۷ منډو په توپیر وبایلله.
د پاکستان د کراچۍ ښار په سټوډیوم کې د پرونۍ لوبې پچه جنوبي افریقا وګټله او د توپوهنې یا بېټینګ پرېکړه یې وکړه.
د جنوبي افریقا په لوبغاړو کې راین ډیویډ ریکیلټون په ۱۰۶ بالونو ۱۰۳ منډې جوړې کړې او د لوبډلې د بریا بنسټ یې کېښود او ورپسې دریو نورو لوبغاړو هم نیمې سلیزې ووهلې او په دې توګه یې په ۵۰ اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۳۱۵ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۳۱۶ منډو هدف ورکړ.
د رحمت شاه او نورو لوبغاړو لوبې
په افغان لوبغاړو کې له رحمت شاه پرته چې په ۹۲ بالونو یې ۹۰ منډې جوړې کړې د پیل د لوبغاړو رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ او د آلرونډرانو عظمت الله عمرزي او راشدخان په ګډون په ګډون هېڅ یوه هم له ۱۸ ډېرې منډې جوړې نه کړې.
د افغان لوبغاړو ټولې منډې په ۴۴ اوور کې ۲۰۸ ته ورسېد خو دا هغه شېبه وه چې وروستی لوبغاړی هم سوځېدلی و.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سید عبدالوهاب اکبر چې دا مهال په لندن کې لوبې کوي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې هغه نیمګړتیاوې یادوي چې په نتیجه کې یې افغانستان لوبه وبایلله. ښاغلی اکبر زیاتوي چې "رحمان الله ګربز، حشمت شهیدي، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، دا ټول لوبغاړي په شاټ بالونو اوټ شول. دا شاټ بالونه د دوی لپاره یو ډېر لوی خطر ګرځېدلی دی. رحمت ښه لوبه وکړه. رحمت د شپږیزو او څلوریزو لپاره مشهور دی، پاړۍ چلولی شي. هغه سره باید داسې یو لوبغاړی پاتې شوی وای لکه نبي یا ګلبدین یا عظمت چې هغو بیا شپږیزې او څلویزې وهلې وای. هڅه به وکړو چې هغه غلطۍ چې په دې لوبه کې وشوې په بله کې ونه شي."
د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ارزونه
افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي د پچې ګټل ډېر مهم و، او زیاتوي چې که پچه افغانستان ګټلې وای نو ده به هم د توپوهنې پرېکړه کړې وای. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې شهیدي وروسته وویل چې لوبغاړو ښه بالینګ وکړ خو د بیټینګ په لومړیو شلو اوورونو کې ښه ونه ځلېدل.
افغانستان په B ګروپ کې د جنوبي افریقا، انګلستان او اسټرالیا له لوبډلو سره یوځای دی. د افغان لوبډلې بله لوبه به راروانه جمعه د فبروري په ۲۶مه له انګلینډ او دریمه لوبه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.
د چمپینز ټرافي د لوبو په لړۍ کې نن د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه اسټرالیا له انګلستان سره او سبا یکشنبې د کوربه پاکستان لوبډله د هند له لوبډلې سره مخامخ کېږي خو د دوی لوبه به د مخکینۍ موافقې په اساس په پاکستان کې نه بلکې په متحده عربي اماراتو کې کېږي.
هند ویلي و، چې ملي لوبډله به یې د لوبو لپاره پاکستان ته ولاړه نه شي.