د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

نړۍ

طالبانو له امریکا د ۹ میلیاردو کنګل شویو شتمنیو خلاصون غوښتی

طالب مشران
طالب مشران

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د امریکا له خوا د افغانستان د ۹ میلیاردو کنګل شویو شتمنیو پر خلاصون ټینګار کړی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د شنبې په ورځ راغلي چې د امریکا له لوري په مالي او اقتصادي تحریمونو سربېره د شتمنیو کنګلتیا د افغانستان ملي اقتصاد اغېزمن کړی.

د طالبانو حکومت دا اعلامیه د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې یا سیګار د وروستي راپور په غبرګون خپره کړې ده.

سیګار په خپل راپور کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړی ویلي د طالبانو حکومت په دغو میلیاردونو ډالرو باندې قانوني حق نه لري ځکه د دې ادارې په خبره حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د بندیزونو لاندې دی.

د سیګار راپور کې همدارنګه راغلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره او کانګرس ممکن امریکا ته د څلورو میلیاردو ډالرو د څار او کنټرول د راګرځولو مسله وڅېړي.
امریکا په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان له کنګل شویو شتمنیو درې نیم میلیارده چې اوس له ګټو سره څلور میلیارده شوي په سویس کې د امانت صندوق ته وسپارل.

دا پیسې که څه هم افغانستان ته نه لېږل کېږي خو هدف یې د دغه هېواد د اقتصاد د ثبات ساتل دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسراییلو په اشغالي ختیځه څنډه کې یو تنکی ځوان وژلی

د اسراییل د برید یو انځور
د اسراییل د برید یو انځور

فلسطینی چارواکي وایي د اسراییلو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید سره د اشغالي ختیځې څنډې په جنین ښار کې یو ۱۴ کلن هلک وژل شوی دی.

د جنین والي کمال ابوالرب فرانسپرس ته ویلي دا تنکی ځوان او دوه نور کسان په سړک روان وو چې د اسراییلو بې پيلوټې الوتکې هدف وګرځول.

د فلسطین هلال احمر ویلي دوه ټپيان د جنین په ختیځ کې روغتون ته وړل شوي.
د اسراییلو پوځ ویلي چې هوایي ځواکونو د دوی په خبره «وسله وال ترهګر په جنین کې هدف ګرځولي.»

د اسراییلو پوځ تېره میاشت د اشغال شوې ختیځې تړانګې په جنین ښار کې د فلسطیني ملیشه ډلو د له منځه وړلو لپاره بریدونه پیل کړي.

دا سیمه له ۱۹۶۷ کاله راهیسې اسراییلو اشغال کړې ده.

امریکا اوکرایین کې تر اوربند وروسته د ټاکنو غوښتونکې ده

کيټ کلاګ
کيټ کلاګ

د اوکرایین لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازی وايي امریکا په اوکرایین کې تر اوربند وروسته د ټاکنو غوښتونکې ده.

متقاعد جنرال کیټ کلاګ رویټرز ته ویلي د امریکا دولت غواړي چې اوکرایین د روان کال تر پایه او په تېره که په راتلونکو څو میاشتو کې له روسیې سره په اوربند سلا وکړي د جمهوري ریاست او پارلماني انتخابات ترسره کړي.

کیټ کلاګ ویلي ګڼ دولتونه د جګړو په وخت هم ټاکنې کوي او دا مهمه ده چې اوکرایین هم دا کار وکړي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ویلي د کار په لومړیو میاشتو کې د اوکرایین د جګړې د درېدو طرحه وړاندې کوي.
لا د دې طرحې او تګلارې په اړه جزییات نه دي شریک شوي.

کرملین هم ویلي چې تر اوسه له واشنګتن سره په دې تړاو مستقیمې اړیکې نه دي ټینګې شوي.

د امریکا فلادلفیا کې د الوتکې په لوېدو سره ۷ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي

د الوتکې تر سقوط وروسته شېبې
د الوتکې تر سقوط وروسته شېبې

د امریکا په فلادلفیا ښار کې د یوې وړې الوتکې د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۷ کسان مړه او ۱۹ نولس کسان ټپيان دي. د فلادلفیا ښاروالې شیریل پارکر رسنیو ته دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې دا یوه وړه طبي ټرانسپورتي الوتکه وه چې د جمعې په ماښام د ښار په شمال ختیځه څنډه کې په څو ودانیو ولګېده او ولوېده.

په الوتکه کې یو ناروغ ماشوم انتقالېده چې تر څنګ یې مور هم ناسته وه. دوی دواړه مور او ماشوم، د الوتکې څلور عمله او یو کس په ځمکه کې د پېښې په نتیجه کې مړه شوي.

وژل شوي ټول د مکسیکو اتباع وو.

امریکا کې دا په یوه اوونۍ کې دویمه هوايي سانحه ده.

تېره اوونۍ د واشنګتن په رونالډ ریګن هوايي ډګر کې یوه مسافروړونکې الوتکه له یوې پوځي هیلیکوپترې سره ولګېده چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۶۷ کسان ووژل شول.

حماس درې اسراییلي برمته او اسراییلو لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړل

دا فلسطینی د اسیرانو د تبادلې په ترڅ کې نن د اسراییلو له زندان څخه خوشې شو
دا فلسطینی د اسیرانو د تبادلې په ترڅ کې نن د اسراییلو له زندان څخه خوشې شو

حماس د شنبې په ورځ د غزې په سویل کې درې یرغمل شوي بندیان خوشې کړل او اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د موافقې په ترڅ کې د تبادلې په څلورم پړاو کې اسراییلو هم 183 فلسطینیان خوشې کړل.

فلسطیني او اسراییلي اسیران په غزه کې له حماس سره، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د اوربند د موافقې په اساس خوشې شول.

اوربند، چې د جنورۍ په ۱۹ پیل شو، موخه یې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې تر منځ د تر ټولو خونړۍ او ویجاړونکې جګړې ختمول دي.

د قطر، مصر او متحدوایالتونو په منځګړتوب په غزه کې د شپږو اوونیو په مخه د اوربند د موافقې له مخې د اسیرانو پر تبادلې سربېره غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر هم پیلېږي.

په بلوچستان کې له وسله والو سره په جګړه کې ۱۸ سرحدي ملېشه وژل شوي دي

د پاکستان سرحدي ملېشه ځواکونه (آرشیف)
د پاکستان سرحدي ملېشه ځواکونه (آرشیف)

د بلوچستان ایالت په منګوچر سیمه کې د سرحدي پولیسو او وسله والو تر منځ په یوه نښته کې ۱۸ سرحدي پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور زخمیان شوي دي

د سیمې د چارواکو په خبره په یاده پیښه کې لسګونه وسله وال هم وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره دا پیښه پرون د (جنورۍ ۳۱) د بلوچستان ایالت د کوټی ښار په منګوچر سیمه کي هغه وخت رامنځ ته شوې ده کله چي د پنجګور څخه دکوټي په لور د سرحدي عسکرو راروان یو موټر د ناڅرګند وسله والو له لوري په نښه شو.

حماس نن دوه نور اسراییل یرغمل خوشې کړل

د حماس او اسراییلو ترمنځ د بندیانو او برمته وو د تبادلې یوه څنډه (آرشیف)
د حماس او اسراییلو ترمنځ د بندیانو او برمته وو د تبادلې یوه څنډه (آرشیف)

حماس د شنبې په ورځ له اسراییلو سره د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه د غزې په سویل کې دوه یرغمل شوي بندیان خوشې کړل، په داسې حال کې چې فلسطیني چارواکي وایي اسرایبلو موافقه کړې چې له حماس ډلې سره د اوربند د موافقې په ترڅ کې به لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړي.

فلسطیني او اسراییلي اسیران په غزه کې له حماس سره، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د اوربند د موافقې په اساس خوشې شول.

اوربند، چې د جنورۍ په ۱۹ پیل شو، موخه یې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې تر منځ تر ټولو خونړۍ او تر ټولو ویجاړونکې جګړه ختمول دي.

د قطر، مصر او متحدوایالتونو په منځګړتوب په غزه کې د شپږو اوونیو په مخه د اوربند د موافقې له مخې د اسیرانو پر تبادلې سربېره غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر هم پیلېږي.

یو- ان- ایچ- سي آر وايي، د هغو کډوالو چې په ۲۰۲۴ کال کې یونان ته رسېدلي دوهمه لویه ډله افغانان دي

د کډوالو یوه ډله چې په غیرقانوني ډول د سمندر له لارې یونان ته ځي. (آرشیف)
د کډوالو یوه ډله چې په غیرقانوني ډول د سمندر له لارې یونان ته ځي. (آرشیف)

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري UNHCR وايي په هغو غیرقانوني کډوالو کې چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې لویدیځې اروپا ته د رسېدلو په نیت یونان ته تللي دي، افغانان د سوریې له خلکو وروسته دوهمه لویه شمېره جوړوي.

UNHCR په یوه راپور کې چې پرون یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ ویلي چې تېرکال ټولټال ۵۴۴۱۷ کسان د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي چې په دې ډله کې ۳۵ سلنه سوریایان، ۲۶ سلنه افغانان، ۱۲ سلنه مصریان او همداراز له فلسطین او ایرتیریا له هریوه څخه څلور سلنه کډوال شامل دي.

د UNHCR د راپور له مخې له دې ټولو کډوالو څخه ۱۶ سلنه ښځې، ۲۸ سلنه ماشومان او ۵۶ سلنه نارینه دي.

د راپور له مخې د دې کډوالو په شمېر کې په تېره ډسمبر میاشت کې یوڅه کموالی راغلی و، خو په ټوله کې د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د کډوالو ټول شمېر ۲۷ سلنه زیات شوی دی.

د افغانستان په ګډون د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه ډېر خلک د ناوړه ټولنیزو او سیاسی شرایطو له کبله د یو ښه ژوند په نیت لویدیځو هېوادونو ته ځي خو په دوی کې د پام وړ کسان د لارو په اوږدو کې مري، ټپیانېږي یا تري تم کېږي.

د اوکراین پر اودیسې ښار د روسیې په حملو کې تاریخي ځایونه په نښه شوي دي

د ۲۰۲۴ کال د اپریل ۲۹مه، د اودیسې د حقوقو پر اکاډیمي د روسیې برید
د ۲۰۲۴ کال د اپریل ۲۹مه، د اودیسې د حقوقو پر اکاډیمي د روسیې برید

د اوکراین پر اودیسې ښار د روسیې د تیرې شپې راکټي بریدونو د دې ښارتاریخي ودانیو ته زیان رسولی او اوه تنه یې ټپیان کړي دي.

د ادیسه د سیمې والي اولېه کیپر ویلي چې د روسیې په بېګانیو بریدونو کې د اودیسې ښارپه مرکزي برخه کې هغه ودانۍ زیانمنې شوي چې د ملګروملتونو د یونسکو ادارې د نړیوالو میراثونو په فهرست کې دي.

هغه ویلي چې پرون ماښام یوپه بل پسې درې چاودنې وشوې چې هدف یې هغه هوټل و، چې ملکیان پکې اوسي. هغه په ټولنیزو شبکو کې ځینو تصویرونه خپاره کړي چې ښیي، ودانۍ ته له بهر او دننه زیانونه رسیدلی.

د اوکراین د لویې څارنوالۍ دفتر وویل چې د روسیې پوځ په دغه برید کې له بالستیک توغندیو کاراخیستی.

ټرمپ وايي چې له پوتین سره د اوکراین د جګړې په اړه د خبرو لپاره ډېر ژر کتلی شي.

د امریکا او روسیې ولسمشران په فنلن کې په یوه پخوانۍ سرمشریزه کې
د امریکا او روسیې ولسمشران په فنلن کې په یوه پخوانۍ سرمشریزه کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې دی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین کولای شي ډیر ژر خبرې وکړي او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولولپاره یو مهم څه اعلان کړي.

ټرمپ پرون د جنوري په ۳۱مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ به خبرې وکړو، او زه فکر کوم چې ښایي یو څه وکړو چې د پام وړ وي. موږ غواړو دا جګړه پای ته ورسوو."

هغه زیاته کړه چې د ده ادارې د دغې جګړې د پای ته رسولو د هڅو په ترڅ کې خورا جدي بحثونه کړي دي. هغه دا یوه بې معنی جګړه وبلله چې باید ودرول شي. ټرمپ ونه ویل چې د ده د ادارې له خوا څوک له روسیې سره په تماس کې وو، خو ټینګار یې وکړ چې دواړو خواوو خبرې کړې دي. ټرمپ په دې اړه چې ایا دې هم په دې خبرو کې ښکیل دی کنه، له څه ویلو ډډه وکړه.

ټرمپ تېره اونۍ څرګنده کړه چې غواړي پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل د پای ته رسولو لپاره ډیرژر له پوتین سره وویني. هغه وویل، د هغه څه پر بنسټ چې ده اوریدلي، پوتین هم غواړي له ده سره وویني.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG