د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د سیالې لوبډلې ته یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره په ۲۰ اورونو کې ۱۰۴ هدف وټاکه. ورپسې، د بې پولې ښځینه کرکټ لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۹ اورونو په جریان کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې په خپل نوم کړه.
د دواړو ټیمونو ترمنځ دا لوبه د اسټرالیا د میلبورن په جانکشن اووال لوبغالي کې ترسره شوه.
په افغان لوبډلې کې تر ټولو زیاتې منډې چې ۴۳ وې، شازیه ځاځۍ وکړې.
د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډلې د لوبې له بایللو علت کمزوره ډګر ساتنه وه.
د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډله د درې کلنې جلاوطنۍ وروسته د دې شل اوریزې لوبې لپاره یوځای شوې وې.
د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډلې کیپتانې ناهیده څپان وویل چې دا پیل دی او هیله لري چې په راتلونکي کې د افغانستان د درې رنګ بیرغ د افغانستان د کرکټ د نارینه وو د ملي لوبډلې په څیر وځلوي.
له طالبانو د کرکټ د افغان ښځینه لوبډلې غوښتنه
د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډلې له طالبانو څخه وغوښتل چې افغان ښځو ته د زده کړو او ورزش کولو اجازه ورکړي.
هغې وویل چې ښځي کولای شي په هره برخه کې کار وکړي او پر افغانستان له واکمنو طالبانو څخه غواړي چې هلته د ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې خلاصې کړي او هغوی ته په هره برخه کې خپل حقوق ورکړي.
اغلې څپان وویل:
"زه هیله لرم چې زموږ دا قدم به په افغانستان کې، چې ښځي په هره برخه کې د خپلو حقوقو څخه بې برخې دي، هغوی ته خپل حق ورکول شي، د هغوی پر مخ باید ښوونځي خلاص شي، د ورزش کولو اجازه ورکول شي، زه هیله لرم چې موږ به یوه ورځ د افغانستان ښه استازیتوب وکړو، دا به د افغان ښځو د مېړانې نمونه وي او موږ به خپلې هڅې وکړو."
د لوبې د نندارچیانو غبرګون
د استرالیا په ملبرن کې د افغان ښځینه لوبډلې د سیالۍ نندارې ته او د افغان لوبډلې د ملاتړ ته ګڼ شمیر افغانان هم راغلي وو. دوی چې زیاته برخه یې ښځې وې، وویل پر افغانستان له واکمنو طالبانو د مشر څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې دې ښځو ته خپل حقونه ورکړي.
دوی یادې لوبې ته په اشارې سره وویل چې افغان ښځي کولای شي د نړۍ په هر میدان کې ولوبیږي او خپل نوم لوړ وساتي.
له دې ډلي زرمینه سپیڅلي او اسما ودان وویل:
"زرمینه سپیڅلي – زه نن ورځ زیاته خوشحاله یم، چې د افغانستان ښځینه کرکټ لوبډله یوځل بیا سره یوځای شوې او هغوی د افغانستان په استازیتوب لوبېږي. تاسو پوهیږئ په افغانستان کې ښځې له خپلو حقونو څخه محرومې دي. زما پر طالبانو باندي ږغ دا دی چې افغان ښځو ته دې خپل حقوق ورکړي، هغوی ته دې اجازه ورکړي چې لوبې وکړي او ورزش وکړي. "
"آسما ودان – زه نن ډیره د خوشحالۍ احساس کوم، داسي ښځې نن ورځ پر نړیوال میدان لوبېږي چې هلته ان د ښځو آواز بند دی. هغوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې له کوره ووځي. زه له ICC څخه غوښتنه کوم چې په جلاوطنۍ کې د افغان لوبډلې ملاتړ وکړي، ځکه ملاتړ ته اړتیا لري. "
په ټوله کې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډلې لوبغاړو وویل چې دوی د افغانستان د میلیونونو ښځو استازیتوب کوي او د هغوی په استازیتوب لوبېږي.
دوی د ICC یادې کرکټ د نړیوالې شورا څخه غوښتنه وکړه چې په جلاوطنۍ کې دې ملاتړ وکړي او امکانات دې ورته برابر کړي.