نړۍ
د اسټرالیا د ټینس د ازادو سیالیو اتل ته څه باندې ۲ میلیونه ډالره جایزه ورکول کيږي
د اسټرالیا د ټینس د ازادو سیالیو په وروستۍ ورځ د اتلولۍ لپاره د نړۍ لومړی شمېره اتل د دویم شمېره لوبغاړي په وړاندې لوبیږي.
د ایټالیايي جنیک سینر او جرمن الکساندر زورف لوبه یکشنبه په ملبورن ښار کې ترسره کېږي.
د دې لوبې ګټونکی به د اتلولۍ د مقام تر څنګ دوه زره پاینټونه هم ترلاسه کړي چې په نړیواله رده بندي کې خورا اهمیت لري.
تر څنګ یې درې نیم میلیون اسټرالیايي ډالره جایزه هم د اتل لپاره په پام کې نیول شوې چې شاوخوا دوه میلیون او دوه لکه امریکایي ډالره کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اوکرایین په اړه د اروپايي ټولنې غونډه
ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیران نن په بروکسل کې په خپله غونډه کې د اوکراین د جګړې، له امریکا سره د اړیکو او د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه بحث وکړي.
د اروپايي ټولنې وزیران به د اوکراین د بهرنیوچارو د وزیر اندرې سیبیها له څرګندونو وروسته د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه بحث وکړي.
همداراز په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه پر دمشق د لګېدلو بندیزونو په اړه غور کوي، په نننۍ غونډه کې به د سوریې د روانو حالاتو په اړه هم خبرې وشي.
د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ اوربند بله هغه مسئله ده چې د بروکسل د غونډې په اجنډا کې شامله ده.
د ولسمشر ډونالډټرمپ له لوړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیران غونډه کوي او تمه ده چې د اروپا ټاپ ډیپلوماتان به له متحدوایالتونو سره د اروپايي ټولنې د اړیکو د راتلونکې په اړه هم خبرې وکړي.
کولمبیا له غیر قانوني کډوالو ډکې الوتکې رد کړې، ټرمپ ورباندي د ۲۵٪ تعرفې لګولو خبرداری ورکړ
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له امریکا د ایستل شویو کډوالو د دوو الوتنو د منلو د کولمبیا د ردولو په غبرګون کې پر دغه هېواد د ۲۵سلنه تعرفو لګولو په ګډون ځینې بندیزونه اعلان کړل.
ښاغلي ټرمپ پر Truth social پلټفارم په یوه پوسټ کې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۶ مه ویلي چې د کلمبیا دغه اقدام د امریکا د مليامنیت او عمومي خوندیتوب پر وړاندې ګواښ دی.
ټرمپ زیاته کړې چې خپلې ادارې ته یې امر کړی چې د کلمبیا پر هغو سوداګریزو توکو چې امریکا ته ور واردېږي، ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي او داتعرفې دې په یوه اونۍ کې ۵۰ سلنو ته لوړې کړي.
ولسمشر ټرمپ دغه راز د کولمبیا د حکومتي چارواکو پر سفر بندیز او د دوی پر “متحدینو او ملاتړو" د ویزې محدودیتونه هم اعلان کړي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له کرد جنګیالیو سره د مبارزې لپاره سیمه ییزه همکاري غوښتې
د ترکیه د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په سوریې او عراق کې د کُرد جنګیالیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزو ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.
فیدان دغه غوښتنه د یکشنبې په ورځ (د دلوې په ۷) نېټه بغداد ته د سفر پر مهال مطرح کړې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د کردستان د ګارګرانو ګوند PKK چې له څو لسیزو راهیسې یې د ترکیې د دولت پر ضد حملې کړي، دعراق په کردستان خپلواکه سیمه کې اډې لري،چېرې چې د ترکیې پوځي اډې هم موجودې دي.
“پي کې کې“ د ترکیې او لودیځو متحدینو له لوري یې د یو ترهګر سازمان په توګه پیژندل کېږي او انقره هم په سوریه کې کردي ځواکونه له دېډلې سره د اړیکو په درلودلو تورنوي.
عراق ته د فیدان سفر داسې مهال شوی چې د عراق دوه پوله ساتي ځواکونه د جمعې په ورځ د ترکیې پولې ته نږدې ووژل شول.
بغداد پي کې کې د دغې پښې پړ بللي دي.
د سوډاني پوځ مشر له بیرته نیولې مرکزي قومندانۍ لیدنه وکړه
د سوډان د پوځ عمومي مشر دوه ورځې وروسته له هغه چې ځواکونو یې دا په پلازمېنه خرطوم کې د اردو قوماندانۍ ودانۍ له وسله والو جنګیالیوبیرته ونیوله، د یکشنبې په ورځ (د جنوري په ۲۶مه) له دې ودانۍ لیدنه وکړه.
عبدالفتاح البرهان د پوځو قوماندانانو ته وویل چې د اردو ځواکونه یې په بهترین وضعیت کې دي.
د اردو عمومي قوماندانۍ د ودانۍ بیرته نیول د پام درمان ښار د واک له تر لاسه کولو وروسته د سوډان د پوځ تر ټولو لویه بریا ده.
دا ښار د نیل سیند په لویدیځه غاړه کې دی چې او پوځ یې هم نږدې یو کال مخکې کنټرول خپل کړ.
په سوډان کې جګړه د دغه هېواد د اردو او “د چټک مللتړ ځواکونو” په نوم جنګیالو تر منځ د ۲۰۲۳ کال په اپرېل میاشت کې پیل شوې ده.
د دې جګړو له امله لسګونه کسان وژل شوي او د نلګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له دې امله له ۱۲ میلیونو زیات خلک بې ځایه شوي دي.
دغه راز جګړه په سوډان کې جګړه د بشري ناورین لامل هم ګرځېدلې ده.
د ایران د خصوصي سکتور استازو له طالب چارواکو سره کتلي دي
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د ایران د خصوصي سکټور استازو د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو او نورو مسایلو اړوند خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ د دلوې په ۷ مه نېټه په یوه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو له چابهار بندره د اعظمي ګټې اخیستنې، افغانستان د بې کیفیته سوداګریزو توکو او د پولو پر کوچینو بازارونو بحثونه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ایران د خصوصي سکټور استازو په دې لیدنه کې په افغانستان کې د کانوتو، کرنې او صنعت برخو کې پانګونې ته لېواتیاښودلې ده.
د ایران د خصوصي سکټور استازي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د یو لوړپوړي پلاوي په ترکیب کې پرون کابل ته تللي دي.
عراقچي کابل ته د خپل یوه ورځني سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو موضوعاتو خبرېکړي او بیا د ورځې په پای کې د مازدیګر چای لپاره د کابل یو رسټورانت ته تللی وه.
د دارفور پر روغتون په برید کې ۷۰ تنه وژل شوي
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وايي چې په سودان کې د دارفور د محاصره شوې الفاشر ښار په یوازیني فعال روغتون باندې په برید کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
تېډروس ادهانوم ګبریسیوس نن (یکشنبې- د سلواغې په ۷مه) په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې دا برید «وحشتناک» بللی او لیکلي یې دي چې دغه برید داسي مهال وشو چې د «سعودي عربستان د میندو تعلیمي روغتون» له ناروغانو څخه ډک و.
د سودان کورنۍ جګړه، چې نژدې دوه کاله مخکې پیل شوې وه لا هم دوام لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر نه دي ویلي چې په جګړه کې کومه ښکېله خوا پر روغتون د برید مسووله ده، خو سیمهییز چارواکي ادعا کوي چې دا برید د یاغي ملیشه ډلو له خوا شوی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا حمله د «نړیوالو قوانینو سرغړونه» بللې او غندلې ده.
په بیلاروس کې د ولسمشرۍ انتخابات روان دي
د بیلاروس خلکو نن (د یکشنبې په ورځ، د سلواغې په ۷مه) په هغو انتخاباتو کې ګډون وکړ چې تمه کېږي په نتیجه کې یې د ولادیمیر پوتین نژدې متحد الکساندر لوکاشینکو، په اووم ځل ولسمشر پاتې شي.
لوکاشینکو چې ۷۰ کلن دی او په «اروپا کې د وروستي دیکتاتور» په نوم شهرت لري، په ۱۹۹۴ کال کې د بیلاروس د خپلواکۍ د ترلاسه کولو له مهاله د دې هېواد ولسمشر دی. تمه کېږي چې د دې انتخاباتو په نتیجه کې د هغه بریالیتوب اعلان شي.
د بیلاروس د اپوزیسیون مشره، سویتلانا تیخانوفسکایا، چې جلاوطنه ده، د فرانسې خبري اژانس ته په مرکه کې د خپل هېواد روانې ټاکنې "یو طنز" بللی دی.
د اغلې تیخانوفسکایا مېړه له کلونو راهیسې په بیلاروس کې بندي دی او یو کال کېږي چې آن له زندانه بهر سره د تماس نیولو اجازه هم نه لري.
د بشري حقونو د څار بنسټ "ویاسنا" د اټکل له مخې، د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې په دې هېواد کې د سیاسي دلایلو له کبله تر ۵۰ زره زیات کسان نیول شوي دي.
زیلنسکي وايي، د اوکراین د جګړې په اړه په خبرو کې باید ګډون ولري
د اوکراین ولسمشر وایي چې ډونالډ ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو په اړه خپله ژمنه عملي کولی شي، خو یوازې په هغه صورت کې چې کییف په هر ډول خبرو کې ګډون ولري.
ولادیمیر زیلنسکي د شنبې په ورځ، (د سلواغې په ۶مه) د مولداویا له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «که اوکراین په مذاکراتو کې ګډون ونه کړي، دغه طرحه به بریالۍ نه وي، ځکه چې روسیه د جګړې پای ته رسېدل نه غواړي، خو اوکراین غواړي جګړه پای ته ورسوي.»
ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو په صورت کې به ډېر ژر د اوکراین جګړه ختمه کړي؛ که څه هم هغه د دې کار لپاره خپل پلان نه دی توضیح کړی.
ولادیمیر زیلنسکي د شنبې په ورځ له ایټالیايي خبریالې چیچلیا سالا سره په یوه مرکه کې، چې تازه د تهران له اوین زندانه خوشي شوې؛ وویل، باور لري چې ډونالډ ټرمپ له زړه د دې جګړې د پای ته رسولو په لټه کې دی.
ټرمپ له اردن او مصر څخه وغوښتل چې د فلسطینیانو کوربه توب وکړي
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې په تړانګه کې د "ناارامه وضعیت" په اړه وویل چې د اردن او مصر په څېر هېوادونه باید د زیاتو فلسطینیانو کوربه توب وکړي.
ډونالډ ټرمپ نن (یکشنبې په سهار، د جدي په ۷مه) وویل چې د اردن له پاچا ملک عبدالله سره یې خبرې کړې دي او غواړي چې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح سیسي سره هم خبرې وکړي.
ټرمپ، چې په الوتکه کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، د اردن د پاچا په اړه وویل: غواړي چې هغه د غړې خلک خپل هیواد ته وروبولي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر په دې په اړه نور جزئیات ورنه کړل چې د غزې اوسېدونکي به دې هېوادونو ته څنګه ولېږدول شي، یوازې یې دومره وویل چې دا کسان کېدای شي د لنډ یا اوږد وخت لپاره دغو هیوادونو ته انتقال شي.
د افغانستان، چین، قرغزستان او ازبیکستان ترمنځ د اورګادي د هلیز موده وغځول شوه
د افغانستان، ازبیکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د ریل پټلۍ د څلور اړخیزه اقتصادي دهلیز تړون یو بل کال هم وغځول شو.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حق شناس په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی دی.
حق شناس ویلي چې د یاد ریلي دهلیز له لارې په ۲۰۲۴ کال کې ۴۲۰۰ کانتینره انتقالات ترسره شوي.
هغه هیله څرګنده کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې د انتقالاتو کچه نوره هم لوړه شي.
د افغانستان، قرغزستان، چین او ازبیکستان د ریلي دهلیز د تړون د لاسلیک مراسم په ازبکستان کې ترسره شوي.
یاد ریلي دهلیز له چين، قرغزستان او ازبيکستان څخه د حيرتان-مزارشريف اوسپنيزې کرښې سره نښلي.
هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ازبکستان، قرغزستان او چین له هغو هېوادونو دي چې له طالبانو سره یې نږدې اړیکې ساتلي دي.