د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

سخت ژمي، د بېوزلو افغانانو ستونزې زیاتې کړي


افغانستان کې ژمی
افغانستان کې ژمی

د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو په افغانستان کې د روان ژمي په باب اندېښنه ښوولې، چې لا یې دوې میاشتې پاتې دي.

ملګري ملتونه ژمی هر کال د هغو افغانانو لپاره تر ټولو سخته شېبه بولي، چې له بېوزلۍ کړېږي او د خپلو اولادونو د تودولو او مړولو وس نه لري.

د افغانستان په ځینو برخو کې د ژمي پر مهال د هوا ټیټه درجه منفي ۲۰ ته هم رسېږي چې دا کار د زیانګالو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.

په بېلابېلو ولایتونو کې مېشتو افغانانو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي آن د سون توکو د رانیولو وس هم نه لري.

د پکتیکا د زرغون ښار ولسوالۍ دغه اوسېدونکي خپل نوم نه دی اخیستی، خو له ورته ستونزې شکایت لري:

«د طالبانو له حکومته غواړو، چې د سون توکو لکه لرګي ازاد کړي، خلک یې نه لري، خلک دلته د ډبرو سکاره نه کاروي. هیله ده پر لرګیو لګېدلی بندیز خلاص کړي.»

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د هغه کال په اکتوبر میاشت کې یې د وزیرانو شورا په افغانستان کې د ځنګلونو پر وهلو او د چهارتراش لرګیو پر خرڅلاو او قاچاق بندیز اعلان کړ.

خو عام خلک وايي، د دغه بندیز له کبله په افغانستان کې د لرګیو بیې لوړې شوي، ځکه اکثره اړتیا وړ لرګي له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راوړل کېږي.

د غزني د ګیلان ولسوالۍ یو اوسېدونکی، بیا په ژمي کې له نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه لري، ځکه د زیاتو خلکو دسترخوانونه تش وي:

«نړیوالو موسسو ته مې پیغام دی، چې په ګیلان ولسوالۍ کې زیات خلک د ژمي لپاره هېڅ هم نه لري، په دې وخت کې زموږ کار و بار هېڅ نه وي. په دې یخنۍ کې ورځنی کار هم نه پیدا کېږي. که یې میاشت مخکې څه برابر کړي، خو ښه دي، که نه دغسې تش لاس ناست وي.»

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي د ۲۰۲۴ م کال د مارچ میاشتې سړې څپې یوازې په غور ولایت کې ۷۰ انسانان مړه او ۷۰ زره څاروي تلف کړل.

سږ کال ژمی داسې وخت راځي چې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سلګونه زره افغان پناه غوښتونکي اخراج شوي او لا هم ګڼ بېځایه شوي کسان خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي نه دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر میاشتې پورې څه باندې یو ملیون او ۲۰۰زره بې اسناده افغانان یې ثبت کړي، چې له ایرانه افغانستان ته ایستل شوي دي.

د دغه بنسټ په وینا، په دغو کسانو کې څه باندې ۶۷ فیصده یې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

له پاکستانه هم د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی او د ژمي پر مهال هم دا لړۍ کمه شوې یا بنده شوې نه ده.

ایراني چارواکو مخکې ویلي وو، چې د روان لمریز کال تر پایه به تر دوو ملیونو ډېر بې اسناده افغانان له دغه هېواده وایستل شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ویلي، ځینې دغه کډوال د لومړي ځل لپاره افغانستان ته ځي او په دې نه پوهېږي چې خپل ژوند څنګه پیل کړي.

په افغانستان کې د دې کمشنرۍ مرستیال ویاند فرامرز برزین ازادۍ راډیو ته ویلي، دوی تر خپله وسه راستنو شویو، داخلي بېځایه شویو او نورو بېوزلو افغانانو ته سرپناه او نورې ژمنۍ مرستې برابروي:

«په افغانستان کې ژمي ډېر ساړه وي او په ځینو سیمو کې د هوا ټیټه درجه منفي شلو او تر هغه ټیټې درجې ته رسېږي. یواین‌ایچ‌سي‌آر په ټول افغانستان کې پر بېوزلو کسانو دودیزې بخارۍ، اضافي نغدي مرستې چمتو کوي او همدارنګه د ژمی د یخنۍ په وړاندې د مبارزې لپاره له دوی سره د اړینو توکو لکه کمپلو مرستې کوي. موږ دغه راز هغو کورنیو او کسانو ته چې د خپلو سرپناګانو د برابرولو او ځانونو تودولو وس نه لري، یا کورونه جوړوو یا ترمیموو.»

په افغانستان کې لا هم ګڼ کسان چې له بېوزلۍ کړېږي په کنډوالو یا هم وروسته پاتو کورونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) تېره چهارشنبه ویلي، د دوو اوونیو په موده کې د هوا د سختو شرایطو په شمول درنو واورو، بارانونو او طوفانونو د افغانستان په شمالي او ختیځو سیمو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه کړي او ۱۷ نور ژوبل کړي دي.

تر دې مخکې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون یوه راپور کې ویلي وو، د افغانستان په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې له ۳۲۵۰۰۰ څخه ډېر کسان د وروستۍ سړې هوا له امله اغېزمن شوي دي.

د طالبانو حکومت چې وخت ناوخت د بشري بحران او نورو طبیعي افتونو راپورونه کم اهمیته ښيي د افغاني سرې میاشتې ټولنې او نورو ادارو په مرسته اړو کسانو ته د مرستې رسونې خبرونه ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال ویاند وايي، افغانستان په ۲۰۲۲م کال کې د اقتصادي بحران له کبله وځپل شو، چې په ملیونونو کسان یې اغېزمن کړل.

ضیاالدین صافي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د نړیوالو مرستندویو ادارو له خوا بشري مرستو تر ډېره د دغه اقتصادي بحران مخه ونیوله او په ژمي کې د مرستې رسونې چارې پراخې شوې:

«په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې تر اقتصادي بحران وروسته د مرستو له کبله د بشري ناورین مخه ونیول شوه. د دغې پانګونې له برکته په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب په عمومي وضعیت کې د پام وړ پرمختګ وینو. بیا هم راتلونکی د ډېرو کورنیو لپاره ډاروونکی دی. دا مهال د افغانستان د ټولو وګړو یو پر درېیمه برخه چې نږدې ۱۵ ملیونه کسان کېږي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بېړنیو خوراکي توکو مرستې ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي پر مهال خپل پروګرامونه پراخ کړل، چې له ۶ ملیونه کسانو سره مرسته وکړي، خو دا د هغو خلکو نیمايي ده، چې مرستو ته اړتیا لري.»

مرستو ته د اړو کسانو شمېر بېساری دی او په ځینو مواردو کې خلک شکایت لري، چې د دوی په نامه راغلې ژمنۍ مرستې تر دوی نه رسېږي.

د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالخالق نورزي ازادۍ راډیو ته وویل:

«موسسې لږې- لږې راځي مرستې جوماتونو ته سپاري، بیا د کلي ملک یې پر خپلو خپلوانو وېشي او هغه نېستمنې کورنۍ چې اقتصادي ستونزې لري، تر هغوی دا مرستې نه رسېږي. هیله مو دا ده چې زموږ ولسوالۍ ته پوره پام وکړي.»

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د هغو کورنیو چې ښځې یې سرپرستي کوي، بېوزلي وروسته له هغې زیاته شوه، چې طالبانو په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

له دوو کلونو زیاته موده کېږي، چې د ښځو پر کار دغه بندیز لګول شوی او له دې سره په لیرې پرتو سیمو کې د مرستې رسونې چارې هم اغېزمنې شوي، په ځانګړي ډول ژمي کې.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو ان دي پي) کال مخکې راپور ورکړی و چې د مېرمنو پر کار د طالبانو دغه بندیز د افغانستان اقتصاد ته په کال کې شا و خوا یو ملیارد ډالره زیان اړوي.

خو یوه نوې څېړنه چې په روانه جنورۍ میاشت کې خپره شوې ښيي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز د دې هېواد اقتصاد ته په کلني ډول یو عشاریه څلور ملیارده ډالر زیان رسوي.

دغه څېړنه د امریکا د متحدو ایالتونو د ارکانساس پوهنتون د پروفیسر هري انتوني پترینوس، د نړیوال بانک د زده کړو برخې د کارپوه راجا بینتاویت کتان او د امریکا د پوهنتون اقتصادپوه رفیع الدین نجم په همکارۍ شوې چې په افغانستان کې د ښځو د زده کړې پر اقتصادي او ټولنیزو اغېزو تمرکز کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو محدودیتونو زیات اغېز د عامو خلکو، تر ډېره ښځو او نجونو پر ژوند پرېوتی دی.

د کندهار یوه اوسېدونکې چې خپل نوم یې نه دی اخیستی ازادۍ راډیو ته ویلي، چې په یوه خېمه کې ژوند کوي او د ژمي سړو یې ژوند تریخ کړی دی:

«وګوره دغه زموږ کورونه دي او دا مو ژوند دی. سپین ږیری پلار مې په دا سپینه ږیره اخته دی خټې کوي. نه حکومت راسره مرسته کوي نه نورې ادارې. وږي او تږي ناست یو، ماشومان مو وږي دي. نه ډوډۍ لرو نه سرپناه. باران دی، ټولې خېمې راباندې څاڅي.»

څه کم درې نیم کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو بنسټونو مرستې کمې شوې او یوازې لږ شمېر نړیوال بنسټونه په دغه هېواد کې د مرستې رسونې چارې سمبالوي.

هر کال د ژمي پر مهال د سړې هوا، توفانونو، واورې، بارانونو او نورو طبیعي افتونو له کبله خلکو ته مرګ ژوبله هم اوړي.

نه ده څرګنده، پر افغانستان واکمن طالبان چې واکمني یې د نړۍ د یوه هېواد له خوا هم په رسمیت نه ده پېژندل شوې، پر نورو کومو محدودیتونو غور کوي، چې تر ډېره نجونې او ښځې یې درنه بیه پرې کوي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن تېره میاشت د خپل ماموریت د ختمېدو پر مهال ویلي وو، طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو هېڅ پلان نه لري.

همدا اوس د افغانستان په زیاتو برخو کې هوا سړه ده، بېکاري او بېوزلي ده او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، دا مهال د افغانستان نږدې ۱۵ ملیون وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومې کړي.

  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG