د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

د امریکا کانګرس په رسمي بڼه په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا تصدیق وکړ


کمالا هریس د ټرمپ د بریا د تصدیق پر مهال
کمالا هریس د ټرمپ د بریا د تصدیق پر مهال

د کانګرس د ګډې جرګې مشري د امریکا اوسنۍ مرستیال ولسمشرې او په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ سیالې کمالا هریس کوله. اغلې هریس د امریکا د راتلونکي ولسمشر په توګه د ۳۱۲ ټاکنیزو پلاوو په ګټلو د ډونالډ ټرمپ بریا تصدیق کړه. هغې همدارنګه د ۲۲۶ ټاکنیزو پلاویو په ترلاسه کولو خپله ماته هم تایید کړه.

د اغلې هریس په خبره چې ډونالډ ټرمپ او مرستیال به یې همدا میاشت یعنې د جنوري په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو د اساسي قانون له مخې د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته د جنوري په شپږمه د کانګرس دواړه جرګې په ګډه غونډه کې د الېکټورل کالجونو یا ټاکنیزو پلاویو نتیجې تصویبوي.

د امریکا د کانګرس ودانۍ
د امریکا د کانګرس ودانۍ

ټرمپ په ولسمشرۍ ټاکنو کې چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵مه وشوې له ټولو ۵۳۸ الکټرول کالجونو یا ټاکنیزو پلاویو ۳۱۲ وګټل.

هغه د عامو رایو له ډلې هم څه باندې ۷۷ میلیونه رایې ګټلې وې او تر خپل سیالې کمالا هریس څه باندې دوه میلیونه رایې مخکې وو.

په کانګرس کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نتیجې تصدیق به مخکې کلونو کې رسمي پروسه او معمول کار وو خو د ولسمشر بایډن د بریا د تصدیق پر مهال د ټرمپ پلویانو د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه په کانګرس یرغل ور ووړ او له پولیسو سره په اخ و ډب کې د ۱۴۰ پولیسو په ګډون سلګونه کسان ټپیان شول.

د کانګرس ودانۍ مخته د پولیسو تدابیر
د کانګرس ودانۍ مخته د پولیسو تدابیر

ګڼ هغه بریدګر په زندانونو کې دي خو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د بښلو ژمنه کړې ده.

دا وار تر پخوا هغو د کانګرس ودانۍ کاپيټول هیل شاوخوا امنیتي تدابیر زیات شوي وو.

XS
SM
MD
LG