د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

د جرمني صدراعظم ایلن مسک د افراطي ښي اړخي ګوند د ملاتړ په خاطر وغانده


د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نږدې متحد ایان مسک او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ ترمنځ لفظي شخړه اوج ته رسېدلې.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د انتخاباتو په درشل کې د جرمني له ښي اړخي افراطي ګوند د ایلن مسک ملاتړ غندلی دی.

شولڅ د یکشنبې په ورځ په برلین کې د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال وویل:

«مهمه خبره دا ده چې ښاغلي مسک له ښي اړخي افراطي ګوند ملاتړ کړی. او لکه څنګه چې تاسو لیدلی شئ، دا د دې هیواد لپاره یوازینۍ لاره نه ده، او دا هغه څه دي چې موږ یې نه یوازې مخالفت کوو، بلې ردوم یې. "

شولڅ تر دې مخکې هم د ماسک پر څرګندونو نیوکه کړې ده.

تېره اوونۍ ایلان مسک په ایکس پاڼه باندې چې دی مالک هم دی او بیا تر هغه وروسته د جرمني په ډي وېلټ ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې دا نظر څرګند کړ چې جرمني یواځې د آ اف دې آلترنتیف ګوند ژغورلی شي.

تر دې مخکې، د کرسمس په ماښام د ماګدېبورګ په ښار کې له خونړي برید وروسته چې لسګونه کسان پکې مړه او ټپيان شول ایلان ماسک په یوه بیان سره اولاف شولتز «احمق» بللی وو او د جرمني په ولسمشر یې هم لفظي برید کړی وو.

ایلن مسک د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر د «دیموکراسۍ ضد دیکتاتور» بللی دی.

ماسک په وار وار د جرمني لپاره د بدیل ګوند (AFD په دې هیواد کې د "امید وروستی څراغ" بللی.

مسک ویلي په جرمني کې د هغه پانګونه هغه ته دا حق ورکوي چې د یاد هیواد د شرایطو په اړه تبصره وکړي.

په یوه پخواني بیان کې، شولتز وویل چې له ښي اړخي ګونده چې د پوتین خواخوږی دی د ماسک ملاتړ د سختې اندېښنې وړ دی او دا مسله کولای شي د ټرانس اټلانټیک یا د اروپا او امریکا اړیکې اغیزمنې کړي.

شولڅ هغه راپورونه هم رد کړل چې ګواکې دی به ډېر ژر د روسیې له ولسمشر پوتین سره وویني.

شولڅ ټینګار وکړ چې هغه د اوکراین د جګړې د ډیپلوماټیک حل او همدارنګه د پوتین سره د خبرو اترو لیوالتیا لري.

د جرمني ټاکنې راتلونکې میاشت ترسره کېږي.

په جرمني کې ټولپوښتنې ښيي چې ښي اړخه ګوند کیدای شي د نولسو فیصدو رایو په خپلولو په دویم ځای کې راشي.

ایلاون ماسک په دې باور دی چې آف اف دې افراطي ګوند نه دی که واک ته ورسېږي، کولی شي جرمني د له ستونزو خلاص کړي.

مسک د امریکا د منتخب ولسمشر ونالډ ټرمپ له نژدې متحدینو څخه دی، چې له هغه سره یې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ۲۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

ماسک به د ټرمپ په کابینه کې د حکومت د موثریت د نوې تاسیس کېدونکې ادارې مشري په غاړه واخلي.

هغه د ايټاليا او هنګري له ښي اړخو مشرانو سره هم ښې اړيکې لري او برعکس د بریټانیا او کاناډا په ګډون د څو نورو هېوادونو د مشرانو په اړه جنجالي څرګندونې کړې دي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG