د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی


د ایران په یوه پوهنتون کې د دار رسۍ چې د اعدامونو پرضد د اعتراض په نښه د ونې له څانګې راځړول شوې ده
د ایران په یوه پوهنتون کې د دار رسۍ چې د اعدامونو پرضد د اعتراض په نښه د ونې له څانګې راځړول شوې ده

په ۲۰۲۴م کال کې په ایران کې تر ۷۰ زیات افغانان اعدام شوي، چې د ۲۰۲۳م کال پر تله ۳ ځلې او د ۲۰۲۲م کال پر تله ۵ ځلې زیاتوالی ښيي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ایران کې د افغانانو اعدامونه زیات شوي، خو په ۲۰۲۴م کال کې دغه شمېر تر ټولو لوړ و. په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو بنسټ وايي زیات افغانان د عمدي قتل، مخدره موادو د کار بار او نورو تورونو له کبله اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان اټکل کوي چې د خلکو د ډارولو په نیت به په ۲۰۲۵م کال کې هم د افغانانو او نورو تورنو اعدامونه دوام وکړي.

د دغه سازمان مشر محمود امیري مقدم پرون(د مرغومي۱۳مه) ازادۍ راډیو ته وویل چې "پر اعدام شویو افغانانو لګېدلي تورونه قتل، د مخدره موادو قاچاق او د جنسي تېري موارد دي. د ایران په قضايي سیسټم کې عادلانه محاکمه نه شته، ځکه نو افغان وګړي د ټولنې تر ټولو کمزوری قشر دی. دوی د عدالت غوښتنې له عادلانه بهیر څځه بې برخې وو. په ۲۰۲۴م کال کې د افغانانو تر ۷۰ زیات اعدامونه، د مخکنیو کلونو پر تله یو شدید زیاتوالی ښيي. دا د ۲۰۲۳م کال پر تله ۳ برابره زیاتوالی او د ۲۰۲۲م کال پر تله ۵ برابره زیاتوالی ښيي، چې دا زیاتوالی د ډېرې اندېښنې وړ دی."

د تېرې چهارشنبې په ورځ هم په ایران کې د درېیو افغان وګړو په ګډون ۵ کسان اعدام شول. د ایران د بشري حقونو یوه بل سازمان ههنگاو راپور ورکړی، چې دغه کسان د بندرعباس په مرکزي زندان کې د مخدره موادو د کار و بار په تور اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، افغانان په ایران کې د اعدام شویو تر ټولو زیانګالی قشر و.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم وايي چې ایران دغه اعدامونه د حکومت ضد معترضانو د ډارولو لپاره کوي «د ایران اسلامي جمهوریت د خپل ژوند تر ټولو ستر بحران کې دی او فکر کوو چې په راتلونکي کې به د اعدامونو شمېر تر دې هم زیات شي. د دغو اعدامونو قربانیان د ټولنې تر ټولو کمزوری قشر دی، چې په دغه ډله کې افغان وګړي هم شامل دي.»

ډېری اعدام شوي کسان په عمدي قتل، د مخدره موادو په کاروبار، جنسي تېري او بریدونو محکوم شوي دي.

د بشري حقوقو مدافعانو او بنسټونو پر ایران تور لګولی، چې د قضیو د څېړلو بهیر یې عادلانه نه دی او بندیان په زیاتو مواردو کې مدافع وکیل نه لري.

XS
SM
MD
LG