د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

۲۰۲۴ له یوې لسیزې راهیسې پاکستان کې تر ټولو خونړی کال


د پاکستان د یوه پوځي جنازه، ارشیف
د پاکستان د یوه پوځي جنازه، ارشیف

۲۰۲۴ میلادي کال د پاکستان امنیتي ځواکونو ته په نژدې یوه لسیزه کې تر ټولو ډېر خونړی کال یاد شوی دی. په اسلام اباد کې د څیړنو او امنیتې مطالعاتو یوه مرکز په خپل راپور کې موندلې چې په دغه کال کې په اوسط ډول هره ورځ ۷ پوځي او ملکي پاکستانیان وژل شوي دي.

په اسلام اباد کې د څیړنو او امنیتي مطالعاتو یوه مرکز ویلي، ۲۰۲۴ میلادي کال کې ټولټال ۵۲۷ امنیتي ځواکونه او ۴۸۹ ملکیان په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي.

دغه مرکز د ۲۰۲۴ کال په راپور کې چې پرون سه شنبه خپور شوی او ځینو لویدیځو او ځایي رسنیو اخیستی ویلي چې ۲۰۲۴ کال کې د ترهګریزو بریدونو کچه په پاکستان کې وړم کال ته په کتو ۴۰ فیصده زیاته وه.

په دغه کال کې د ټولو شویو ترهګریزو بریدونو شمېر ۴۴۴ ښودل شوی دی.

د راپور له مخې، د همدې بریدونو له کبله ۲۰۲۴ کال د پاکستان امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته په تېرو ۹ کلونو کې تر ټولو ډېر خونړی و.

په اسلام اباد کې میشت دغه مرکز ویلي چې د خپل د راپور معلومات یې له رسنیو، ازادو سرچینو او یوشمېر نورو بنسټونو څخه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان پوځ په اسانه په ترهګریزو بریدونو کې د پوځیانو وژل نه تاییدوي، خو ویاند یې جنرال احمد شریف تېره اونۍ وویل چې ۲۰۲۴ کال کې د دوی ۳۸۳ سرتیري وژل شوي دي.

شریف هغه مهال زیاته کړې وه چې دغه کال کې دوی پر ترهګریزو ډلو نژدې شپیته زره عملیات کړي چې ترڅ کې یې د هغه په ټکو ۹۲۵ سخت دریځي وژل شوي دي.

پاکستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو دغه راپور داسې مهال خپور شوی چې همدا پرون سه شنبه هم د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې ډیورند کرښې ته نژدې یو پولیس او یو ملکي ووژل شو.

پاکستان د دغه ډول بریدونو پړه پر تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ور اچوي او ادعا کوي چې دغه ډله افغانستان کې خوندي ځایونه لري، هغه ادعا چې د افغانستان د طالبانو حکومت یې په کلکه ردوي.

تېره اونۍ پاکستاني پوځیانو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه وکړل چې د طالب چارواکو په خبره له پنځوسو زیات ملکي کسان په کې ووژل شول.

د پاکستان د پوځ سرچینو بیا وویل چې د برید هدف د ټي ټي پي پټن ځایونه وو.

له دغه برید وروسته طالبانو هم له ډیورند کرښې هغې غاړې ته یو شمېر اهداف په نښه کړل.

په همدې حال کې مېل انلاین ورځپاڼې پرون سه شنبه راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت پر پکتیکا له برید وروسته ډیورند کرښې ته نژدې ګڼ شمېر پوځیان ځای پر ځای کړي او د ورځپاڼې په لیکنه، د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د پراخې جګړې احتمال شته.

ورځپاڼې د طالبانو د یوشمېر سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي لیکلي، دوی له پاکستاني اړخ سره جګړې ته پراخ چمتوالی نیولی دی.

مونږ هڅه وکړه چې د دغه راپور په اړه خوست او پکتیکا کې د ځایي طالبانو نظر واخلو، خو د هغوی په موندلو بریالي نه شو.

XS
SM
MD
LG