د جنوبي کوریا په موان نړیوال هوايي ډګر کې د شپې ناوخته پورې ژغورونکي ټیمونه په کار لګیا وو څو د هغې مسافر وړونکې الوتکې له ماتې لاشې مړي راوباسي چې یکشنبه سهار لګېدلې وه.
له ۱۸۱ سورلیو یواځې دوه تنه د الوتکې خدمه ژوندې پاتې او نور ټول یې مړه دي.
په مړو کې دوه تنه د تایلند او پاتې نور ۱۷۷ د جنوبي کوریا تبعه دي.
یکشنبه سهار په ځايي وخت نهو بجو د جنوبي کوریا په موان نړیوال هوايي ډګر کې یوه مسافروړونکي الوتکه د کېناستلو پر مهال له رنوې/ځغاستلیکې ووتله او له یوه دیواله سره ولګېده. د دې پېښې ویډیو هم خپره شوې او په خواله رسنیو او خبري اژانسونو کې لاس په لاس کېږي.
د ورځې په اوږدو کې د موان نړیوال هوایي ډګر ته د یادې پېښې د قربانیانو د کورنیو لسګونه غړي ورټول وو څو د خپلو مړو شویو عزیزانو پوښتنه وکړي.
په پېښه کې د شاوخوا ۴۰ کلنې وژل شوې ښځې مېن سوک بوډا پلار جیون جي یانګ هم د موان هوايي ډګر ته ورغلی او په ډېر خپګان د خپلې لور د جسد ترلاسه کولو ته انتظار باسي.
هغه رویټرز ته وویل چې زوی هم لري خو لور ډېره ورباندې ګرانه وه.
«هغه تقریباً را رسېدلې وه او دا خیال یې نه وو چې زنګ راته ووهي. فکر یې کاوه چې کور ته به راشي. کله یې چې خپل مبایل اخیستی طیاره ټکر شوې. زه یو زوی هم لرم خو لور مې تر زوی ډېره خوږه ده. کله کله یې زه دباندې وړلم»
مین سوک له خپلو نورو خورلڼو سره ټایلنډ ته د کرسمس په رخصتیو کې چکر ته تللې وه.
د موان ښار او هوايي ډګر چارواکو یواځې د ۸۵ مړو هویت تثبیت کړای شو او د پاتې نورو مړو په جسدونو معاینات روان دي چې هویت یې مشخص شي.
لا دقیق نه دی معلوم چې الوتکه ولې له رنوې ووتله او مخامخ په دیواله ورغله خو ځينو چارواکو په هوا کې د مرغانو له ګلې سره د طیارې لګېدل د پېښې یو علت بللی.
دا د جنوبي کوریا په تاریخ کې د الوتکو د ټکر یا سقوط تر ټولو مرګونې پېښه یادیږي.