د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

ترکیه کې د کډوالو په وړاندې محدودیتونو افغانان اندېښمن کړي


TURKEY -- Young men who say they deserted the Afghan military and fled to Turkey through Iran walk in the countryside in Tatvan, in Bitlis Province in eastern Turkey, August 17, 2021
TURKEY -- Young men who say they deserted the Afghan military and fled to Turkey through Iran walk in the countryside in Tatvan, in Bitlis Province in eastern Turkey, August 17, 2021

په ترکیه کې یو شمېر افغان کډوال په دغه هېواد کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیولو او جبري ستنولو اندیښمن کړي دي.  په ورستیو کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په دغه هېواد کې د « کالکان ۳۶» په نوم د عملیاتو په لړ کې د ۶۵۰ کډوالو چې اسناد یې نه لرل د پیژندنې او نیولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه له پاکستان او ایران څخه په زور د افغان کډوالو له ستنولو سره همهاله په ترکیه کې هم یو شمېر افغان کډوال وايي چې له دغه هېواده د کډوالو د نیولو او ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

په ترکیه کې یوه افغان کډوال حمید عقیلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« په دې ورستیو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو وضعیت ډېرخراب دی، په هغو لویو او وړو ښارونو کې چې افغان کډوال پکې اوسیږي امنیتي پوستې یې جوړ کړي او ګام په ګام له افغانانو پوښتنې او ګرویږنې کوي، په وړې ستونزې دوی د کډوالو کمپونو ته لیږدوي چې وضعیت یې سم نه دی، هلته یې دوه درې میاشتې ساتې ترهغې چې دوی اړ کړي څو په خپله خوښه ورته لاسلیک وکړي چې موږ ډیپورټ کړئ.»

ترکیه
ترکیه

یو بل افغان کډوال چې له ۸ کالو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي هم وايي د هرې ورځې په تېرېدو وضعیت مخ پر خرابېدو دی.

« له هر اړخه اندیښنې او تشویشونه شته، د ترکیې اقتصادي وضعیت ترینګلی دی، د کار اجازه نه راکوي، له یوه ښاره بل هغه ته سفر نه شو کولای، ما خپله د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې ډېرکار کړی دی که بېرته ستون شوم ښايي په افغانستان کې مې ونیسي، ومې ځوروي او ان د مرګ ګواښ هم راته شته.»

په ورته وخت کې یو شمېر هغه افغان کډوال چې له ترکیې راستانه شوي وايي چې په افغانستان کې له نامعلوم برخلیک او بې روزګارۍ سره مخامخ دي.

یو تن راستون شوي افغان کډوال د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

« څو ورځې وړاندې له ترکیې دیپورټ شوم، له ملګرو سره دوکان ته تللی وم له هغه ځایه چې راووتو له پولیسو سره مخامخ شوو، پولیسو زندان ته یوړو دوه ورځې هلته وود ګوتو د نښان له اخېستلو وروسته یې افغانستان ته ډیپورټ کړو اوس دلته بې روزګاره او بې برخلیک یو.»

دا اندیښنې په داسې حال کې دي چې پرون جمعه د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خپله اېکس پاڼه ویلي چې د عمومي څارنوالۍ له دفتر، پولیسو، پوله ساتو ځواکونو، ساحلي ګارډ او د کډوالو ادارو سره په همغږۍ یې په دغه هېواد کې د « کالکان ۳۶» په نوم د عملیاتو په لړ کې ۶۵۰ کډوال چې اسناد یې نه لرل پیژندلي او نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر دغه شان ویلي چې په دغو عملیاتو کې دوی ۵۲ تنه د انساني قاچاق په تور نیولي خو د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر

علي یرلیکایا وړاندې ویلي چې خپلو هېوادونو ته ددغه کډوالو د ستنولو لړۍ پیل شوې ده.

که څه هم د ترکیې د کورنیو چارو وزیر دا نه دي ویلي چې نیول شوي کډوال د کومو هېوادونو وګړي دي خو په ورستیو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې ډیری افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل نیول شوي او بېرته افغانستان ستانه شوي دي.

تر دې وړاندې د ترکیې حکومت د روان کال د لړم « عقرب» میاشتې په ورستیو کې ۳۲۵ افغان کډوال ونیول او افغانستان ته یې ستانه کړل.

د بشري حقونو څار سازمان د اکټوبر په میاشت کې د یوه راپور پر بنسټ د ترکیې امنیتي ځواکونه د افغانانو په ګډون د کډوالو په نیولو، ټپي کولو او ان په وژلو تورن کړي وو او ویلي وو چې د ترکیې امنیتي ځواکونو پر افغان او سوریايي کډوالو ډزې کړي، هغوی یې ځورولي او له خپلې خاورې یې شړلي دي.

د دغه راپور پر بنسټ د ترکیې امنیتي ځواکونه د افغانانو شرایطو او غوښتونو ته له پام پرته هغوی بېرته ستنوي.

د بشري حقونو د څارسازمان په راپور کې دغه شان راغلي و چې اوس په ترکیه کې ۳۲۰ زره افغان کډوال شته چې ډیری یې د ویزو د تمدید او د اوسېدولو لپاره د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د یادونې ده چې په تېر یوه کال کې په لکونو افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل له پاکستان او ایران څخه هم افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG